نظــر

له طالبانو سره مخامخ خبرې- جګړه تر کله؟«دويمه برخه»

دویمه برخه

اسد وحیدي – د سرنوشت ورځپاڼي مدیر مسؤول

د طالبانو د قطر دفتر مشر شېرمحمد عباس ستانکزي ټینګار کاوه چې که یو بهرنی سرتېری هم په افغانستان کې وي، دوی به تر هغو جګړې ته دوام ورکوي. د قطر دفتر نورو غړو هم له موږ سره په ټولو غونډه کې پر دې زیات ټینګار کاوه چې بهرني ځواکونه باید له افغانستان څخه ووځي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د هر افغان غوښتنه ده او هېڅ رښتینی افغان نه غواړي چې بهرني ځواکونه دې د یوې ورځې لپاره هم په افغانستان کې وي. ما طالب استازو ته وویل چې امریکایان وايي تر څو چې طالبان وي، موږ دلته یو او تاسې وایاست، تر څو چې امریکايي ځواکونه وي، موږ جګړه کوو، نو د دې معنا دا ده چې جګړه به دوام کوي؟

زموږ ملګرو دا خبره کوله چې امریکا د افغانستان له لارې په سیمه کې اهداف لري او دغو هدفونو ته د رسېدو لپاره په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره پاتې کېږي. د قطر د دفتر یوه غړي هم دا خبره وکړه چې امریکا د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې د پاتې کېدو نیت لري. له دې سره زموږ اندېښنه دا وه چې د امریکایانو اهداف او د دوی د وتلو په تړاو د طالبانو غوښتنه دا څرګندوي چې جګړه به دوام کوي. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور د امریکا لپاره ستراتیژیک اهمیت لري او دلته یې د جګړې یو هدف دا و چې اوږدمهالې پوځي اډې ولري. دوی دغه پوځي اډې ترلاسه کړې. د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حواله دا خبره کېږي چې امریکايانو ورته ویلي چې دوی تر ۲۰۵۰ کال پورې په افغانستان کې د پاتې کېدو پلان لري.

دا رښتیا هم ډېر وخت دی او په دومره وخت کې امریکا په سیمه کې خپلو موخو ته په اسانۍ رسېدلی شي. زموږ له طالب استازو سره یو بحث دا و چې که امریکا نه وځي، نو تاسې به هم جګړې ته دوام ورکوی؟ دوی پر دې ټینګار کاوه چې که امریکایان تر هره وخته په افغانستان کې وي، دوی به جګړې ته دوام ورکړي. اوس نو چې څومره د امریکایانو حضور دوام کوي، په هماغه کچه ورسره جګړه هم دوام کوي.

له طالب استازو سره زموږ یو بحث د امریکايي ځواکونو د حضور د ختمولو لپاره د جګړې پر نورو لارو چارو و.

ما له طالب استازو وپوښتل چې له جګړې پرته هم د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره کومه بله لاره هم کاروئ او فکر نه کوئ چې د بلې لارې د کارولو اړتیا شته؟ له بده مرغه دوی د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره له جګړې پرته کومه بله لاره نه درلوده، خو دوی دا خبره کوله چې د افغانستان خلک دې پر امریکایانو فشار زیات کړي چې له افغانستان څخه ووځي. دا ښايي یوه لاره وي، خو دا لاره هغه وخت عملي او کارنده ګڼل کېدای شي چې خلک فکر وکړي چې له امریکايي ځواکونو پرته افغانستان دوی بیا د طالبانو واکمنۍ ته نه ور وړي.
دغه راز دغه لار یو منظم او پلان شوی کار غواړي چې اوس یې هېڅ څرک نه لیدل کېږي.

زموږ اندېښنه له دې اړخه هم وه چې د طالبانو جګړه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره کوم تړاو نه لري او په دې تړاو مو طالب استازو ته خپل دلایل هم وویل. موږ ورته وویل چې امریکايي ځواکونه په خپلو اډو کې خوندي دي، اوس خو جګړه افغاني شوې او موږ افغانان او مسلمانان یو بل سره وژنو، اوس به جګړه کې امریکايي ځواکونه نه وژل کېږي او اوس د افغانستان په جګړه کې امریکايي مالي او ځاني زیانونه نه کوي.

ما له طالب استازو وپوښتل چې په یوه ولسوالۍ کې بمي برید، یا د کندوز نیول او بېرته پرېښودل د امریکايي ځواکونو له وتلو سره څه تړاو لري؟

طالب استازو پر دې اندېښنه وښوده چې جګړه افغاني شوې، خو ورسره یې دا خبره کوله چې اوس زموږ پر وړاندې افغان ځواکونه جګړه کوي، نو موږ مجبور یو چې له دوی سره جګړه وکړو او یا د سیمو د لاندې کولو هڅه وکړه. دوی د مجبوریت خبره کوله، خو موږ له دوی د دغه مجبوریت د توجیه په تړاو قانع کوونکي دلایل وانه ورېدل. طالبانو دا خبره هم کوله چې دوی امریکايي اډې هم په نښه کوي. زموږ له خبرو څه موده وړاندې په بګرام اډې کې خونړی برید شوی و چې په کې امریکايي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. دوی دغه برید یاداوه او ویل یې چې امریکايي ځواکونه په اډو کې هم زموږ نه خوندي نه دي. دوی د افغان امنیتي ځواکونو په تړاو دا خبره هم کوله چې ګواکې دوی د امریکايي ګټو لپاره له موږ سره جګړه کوي. د دوی وسلې، تجهیزات او هر څه د امریکایانو دي. دا هغه څه وو چې پر اساس یې طالبانو له افغانانو سره خپله جګړه توجیه کوله، خو موږ پوهېږو چې افغان وژنه او د افغانانو خپلمنځي جګړه نه یوازې دا چې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره کوم تړاو نه لري، بلکې له دوی سره مرسته کوي چې خپل حضور توجیه کړي.

اوس که ټوله خبره راټوله کړه، له بده مرغه د ښکېلو اړخونو له دریځونو داسې ښکاري چې دا جګړه به دوام کوي. ټول لوري پر دې پوهېږي چې جګړه هېڅ لوری نه ګټي. اوس د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم دا خبره کوي چې طالبان نه شو ماتولی او طالبان هم پوهېږي چې بېرته امارت نه شي جوړلی.

دغه راز دواړه لوري پر دې پوهېږي چې جګړه افغانستان د تباهۍ او بربادۍ لور ته وړي او دا جګړه سمه نه ده.

خو له دې ټولو سره سره دوی لا هم پر خپلو دریځونو کلک ولاړ دي او داسې ګام نه اخلي چې د پردیو د ګټو لپاره دا جګړه ختمه شي.

اوس افغانان پر دې پوهېږي چې امریکایان په سیمه کې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره نه یوازې دلته پوځي اډو ته اړتیا لري، بلکې جګړې ته هم اړتیا لري. له همدې امله د امریکا له اړخه ټولې هڅې د جګړې د دوام لپاره دي. ما طالب استازو ته وویل چې ستاسې جګړه له هغه څه سره مرسته کوي چې امریکا یې غواړي او هغه د جګړې دوام دی. طالب استازو له موږ سره دا خبره نه منله او تر پایه یې ویل چې د دوی جګړه جهاد دی او دوی به د اشغال د پای ته رسولو لپاره جګړې ته دوام ورکوي.

اوس څه چې پایله لاس ته راځي هغه دا ده چې جګړه به دوام کوي. اسلامي او وطني شعارونه به د جګړې د دوام لپاره کارول کېږي، خو د جګړې ګټه به مخامخ امریکا ته ورځي، له همدې امله افغانانو ته په کار ده چې پر یوه داسې لاره فکر وکړي چې هم امریکايي نظامي حضور ختم کړي او هم له طالبانو د جګړې پلمه واخلي.
په راتلونکې لیکنه کې به په جګړه کې پر ملکي مرګ ژوبله او د طالبانو پر دریځ بحث وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

وحیدي صاحب

دا ډیر پوچ دلیل دی چی وایی له ګوډاګۍ ادارې سره جګړه د امریکایانو له وتلو سره هیڅ تړاو نلري.

دا حقیقت دی چې د اشغال دوام د جګړې ادامه ده

اشغال د امریکایانو خرمستي ده چی هیڅ ډول دیني او اخلاقي اړ انساني توجیه نلري.

وسلوال مقاومت بیا د افغانانو داسې مجبوریت دی چې قوي دیني ، وطني او حقوقي جنبه لري.

په دې منځ کې افغاني لوری مشخص دی، اشغالګرانو سره مل تش په نوم افغانانو ته افغانی طرف ویل یو پوچ دلیل دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x