د زده کړې يو خوږ، ګټور او درس ورکونکی مجلس…

باهرحقپال
يوه ورځ موږ له خپل زړه سوانده ښوونکي سره ناست و، يو سړی چې د کاليو رنګ يې زيات سپېن او د ويښتو يې خورا تور و له ليري را څرګند شو، که څه هم اوږد مزل يې پای ته رسولی و، خو د مزل هېڅ اغيز تري نشوای څرک کې دای، سپيڅلتيا او پاکۍ يې موږ ته له ورايه عملي درس را کاوو چې ښوونکيو ته د سيرت او صورت ښکلیتيا او سپيڅلتيا اړينه ده، دئ داسي ناشنا را څرګند شو چې موږ کې هيچا نه پيژندی خو پر دې سربيره اشنا ډوله زموږ ښوونکي سره زنګون په زنګون جوخت کيناستی، لاسونه يې په زنګونونو -څنګه چې ښوونکي سره ښايي- کيښودل او زموږ له ښوونکي يې پوښتنې پيل کړي ويل يې:

اسلام را وپيژنئ! تري خبر مې کړئ؟

ښوونکی: اسلام په دې پنځو شيانو کې نغښتی او همدې ته اسلام وايې:

۱_ په زړه کې باور او په ژبه اعتراف لرل چې له الله جل جلاله پرته بل څوک د عبادت وړ نشته او محمد صلی الله عليه وسلم د الله جل جلاله لخوا د احکامو رسولو له پاره را ليږل شوی پيغمبر دی.

۲_ پنځه وخت لمونځ کول.

۳_ د فرض شوي زکات ټاکلي اندازه مستحقينو ته ورکول.

۴_ د روژې د مياشتې روژې ساتل.

۵_ د شتمنۍ او جوړښت پر مهال د بيت الله شريف حج کول.

زموږ ښوونکي چې ځواب پای ته ورساوو مسافر پوښتونکي ور غبرګه کړه: ريښتيا دې و ويل.

موږ ځکه هېښ شولو چې زياتره وخت پوښتنه کول د زده کونکي، ځواب او د ځواب سم ناسم ښودل د ښوونکي دندنه وي!!

مسافر پوښتونکی: ايمان را ته تشخيص کړئ؟

ښوونکی: پر الله جل جلاله، د هغه پر ملائکو، د هغه په کتابونو، د هغه په رسولانو، د قيامت په ورځ او په ښه او بد د تقدير موافق تر سره کيدلو باندي، باور کولو ته ايمان وايې.

پوښتونکی: ريښتيا مو و ويل خو احسان را وپيژنئ؟

ښوونکی: همدا احسان دی چې د الله جل جلاله عبادت داسي ترسره کړي چې ګواکي هغه جل جلاله ويني او
که شوني نه وي بيا داسي چې هغه جل جلاله دې هرو-مرو ويني.

پښتونکی: له قيامته مې خبر کړئ چې کله به وي؟

ښونکی: په دې پوښتنه کې پوښتنکی او ښوونکی دواړه يو برابر دي څنګه چې پښتونکی نه دی خبر ښونکی هم نه دی خبر.

خو په ياد لرئ چې دا پوښتنه بې ګټې نه وه بلکې دې پوښتنه کې يې موږ ته وښودل چې څوک د څه شي په اړه درڅخه و پوښتي او تاسي تري ناخبره يئ، له واره پوښتونکی خبر کړئ چې نه پري پوهيږو.

پوښتونکی: ښيه! چې کره وخت يې نه دی څرګند نښې خو به يې وي، نښې يې راته په ګوته کړئ؟
ښوونکی: له لويو نښېو يې دا دي چې:

۱_ کومې مورکۍ چې کوم بچی ځيږولی وي هغه بچی به له مور سره د بادار او وينځې خوی کوي، مور به وينځه ګڼې او په هېڅ ارزښت به ورته نه وي قائل.

۲_ هغه پښې يبله د ګډو-بزو څرونکي به د ماڼيو پر دنګوالي او څو پوړيزه کولو وياړي، د دنيا حرص به په مخه کړې وي.

دا خوږو ګټور او له درسه ډک مجلس هغه وخت پای ته ورسيد چې سپيڅلی او هوښيار پوښتونکی بېرته وستنيد.

زه څه وخت د ماجرا خوږلنتيا فکر له ځان سره وړی وم چې ښوونکي غږ کړ: عمره! (رضي الله عنه) پوښتونکی دې و پيژند؟

عمر رضي الله عنه: د خدای رسوله (صلی الله عليه وسلم) نه، خدای جل جلاله او د هغه رسول پوهيږي.
محمد صلی الله عليه وسلم و ويل: هغه جبرائيل عليه السلام و، تاسي ته ستاسي د زده کړي له پاره راغلی و.

د مسلم او بخاري شريف د يوه اوږد حديث ژباړه، سره له لږ وضاحته چې فتح الباري څخه اخذ شوې.
يادونه: د حديث راوي -چې پورته په “موږ/زه” سره تري تعبير شوی- عمر رضي الله عنه دی، پوښتونکی جبرائيل عليه السلام او ښوونکی سترلارښوود محمد صلی الله عليه وسلم دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د