دیني، سیرت او تاریخ

مسلمانان ولې شاته پاتې شول؟

ابو خالد

نن چي موږ خپل اسلامي اصول او تاریخ نه خبر نه یو نو باید دغه پړه په مذهب چپه نه کو قران عظیم الشان کي موږ ته له شلو نه ډیرو ځایونو کي د تحقیق او تدبر هدایت شوي چي باید د دنیا په رابطه يي تاسو وګړي.

لکه مثال
[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 164]

إِنَّ فِى خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلٰفِ الَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِى تَجْرِى فِى الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ وَمَآ أَنزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَآءِ مِن مَّآءٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيٰحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّمَآءِ وَالْأَرْضِ لَءَايٰتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ

(ددې حقيقت پېژندني لپاره كه كومه نښه نښانه په كار ده، نو) د اسمانونو او ځمكي په جوړښت کي، يوه په بلي پسي د شپې او ورځي په پرله پسې راتګ کښي، په هغو بېړېو کښي چي د انسانانو د ګټي وړ شيانو د وړلو راوړلو لپاره په سيندونو او سمندرونو کښي ګرځي راګرځي، د باران په هغو اوبو کښي چي الله یې له پاسه را اوروي او د هغو په وسيله ځمكه ژوندۍ كوي او په خپل دغه انتظام سره یې په ځمكه کښي هر راز ساه كښان خواره کړيدي، د بادونو په لګېدو کښي او په هغو ورېځو کښي چي د اسمان او ځمكي په منځ کښي د امر ښكيل دي؛ د هغو خلكو لپاره بې شمېره نښانې دي چي د پوهي څخه كار اخلي.

يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا إِذَا قِيلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوا فِى الْمَجٰلِسِ فَافْسَحُوا يَفْسَحِ اللَّهُ لَكُمْ ۖ وَإِذَا قِيلَ انشُزُوا فَانشُزُوا يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ ءَامَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجٰتٍ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ

اې مؤمنانو، كله چي تاسي ته وويل شي چي پخپلو مجلسونو کښي ځاى پراخ کړئ، نو ځاى پراخ کړئ؛ الله به تاسي ته پراختيا درکړي. او كله چي تاسي ته وويل شي چي پاڅئ، نو پاڅېږئ. ستاسي څخه چي كوم كسان ايمان لرونكي دي او كومو كسانو ته چي علم ورکړ شويدى، الله به هغو ته لوړي درجې په برخه کړي. او تاسي چي څه كوئ، الله پرې ښه خبر دى

کوم وخت پوري چي عرب او مسلمانانو په دغه قراني تدبر باندې عمل کولو د ټولې دنيا په ټولو علومو کي د بغداد، غرناطه ، قرطبه، قسطنطنیه، سمرقند پوهنتونونو محتاجه وه غرب کي دومره جهالت وو چي دغه وخت کي ځان وینځل هم کفر بلل کیدو کله چي اندلس کي خلیفه عبدالرحمن ثاني ۲۰۶ – ۲۳۸ پوری او عبدالرحمن ثالث ۳۰۰ – ۳۵۰ پوري دور کي وو دغه هغه زمانه وه چي اسلامی ثقافت او تهذیب دغه وخت د اروپا ټول خلک جذب کړي وو.

دغه وخت اروپا کي د جهالت سخت دور وو د خلکو په زړونو او مازغو کي کلیسای جهالت پروت وو دغه وختونو کي اروپا د علوم اسلامي درسګاه له برکت نه د ترقی په لور روانه شوه ،،، اروپای خلکو دغه وخت په سرعت سره اسلامي پوهنتونونو ته مخه وکړه ۱۱۳۰ کال کي په طیطله کي یوه داسي مدرسه جوړه شوه چي یوازی عربی علوم لاطيني ژبی ته واړوي،، ددي مدرسي مشر ریموند نومي پادري وو،، د اندلس يهوديانو دغه اکاډمۍ کي ښه برخه واخيسته او د عربی ستر ستر کتابونه ډیر په سرعت سره لاطيني ژبي ته ترجمه شو د اروپا علمي مخکي والی کي ددي پوهنتون حیثیت د مور دي ډاکټر کلارک وايي چي ۱۴۰۰ عيسوي پوري ۳۴۰ عربي ستر علمي کتابونه لاطيني ژبي ته منتقل شو د ایټالیه ستر تاريخ دان مسټر ملر واي چي اروپا د عربو د علمي خدمت له وجي نن په کامیابۍ روانه ده دغه وخت د اسلامي ایجادونو دور وو

یو څو اسلامي ایجادات دلته مثال په طور سره ذکر کوو

۱ ـ خالد کافي چای جوړونکي د ایتوپیا

۲ ـ  Pin hole camera اولنی پن هول کیمره ابن الهیثم

۳ ـ دنیا اولنی شفاء خانه ۸۷۲ کي د قاهره اوسیدونکی احمد بن طالون جوړه کړه

۴ ـ الخوارزمى د دنیا اولنی مقاله نويس دي

۵ ـ صابون يروشلم مسلمانانو د اروپایانو د بوی له وجي ایجاد کړو

۶ ـ اولنی فاونتین پین د مصر سلطان لپاره د مسلمان له طرف نه تیار شو ۹۵۳ کي

۷ ـ د سترګو د موتیا اپریشن اول واري مسلمان ابو القاسم عمار موصلی په ۱۰۰۵ کي وکړو

۸ ـ اولنی تياره مهندس عباس بن فرناس تیاره کړه چي د قرطبه مرکزی جومات له مینار نه یی په کال ۸۵۲ کي پرواز وکړو.

غربي تحقیق کوونکي خپله قانع دي چي د جدید ساینس د ترقي ټول انحصار د قرون اولی د مسلمان ساینس پوهانو په تجربو او زحمتونو ولاړ دي هغو مسلمانانو ته دغه ترغیب قران او سنت ورکړې وو په دغو اسلامي حکمونو پوري چي تر څو د مسلمانانو عمل وو د دنیا امامت هم د مسلمان په لاس کي وو تر زر کالو پوري بغداد، اندلس ،، دمشق،، او اسکندريه ستر علمي ښارونه وو.

سوال پيدا کيږي چي ولي موږ بیرته شاته پاتي شو؟؟؟

جواب : کوم وخت نه چي د اسلامي علومو او عصري علومو قیادت د بیلو بیلو خلکو په لاس کي ورغي او تدریس یی هم جدا شو د مسلمانانو علمي زوال شروع شو،، داسي وخت هم راغي چي یو بل خپل مقابل لوري سره تضاد شروع کړو چي عامو خلکو په فکرونو کي داسي خبري ذهن ته راغلي ګوندي ساینس او مذهب یو بل سره خلاف دي، خو حقیقت ددي برعکس دي.

د جدیديت نه متاثره مسلمان نن خپل دین نه نا خبره اسلامي علومو نه لري پاتي شو او په دغه عمل شرم هم نه کوي کله نه چي موږ خپل قران او حدیث ته قدر کولو نو دنیا زموږ قدر کولو کله نه چي زموږ په زړونو کي یی قدر ختم شو نو غرب د همدي اسلامي اصولو په عملي کولو سره په موږ حاکمان شول او موږ بي قدره شو.

د دنیا هر شي الله موږ ته مسخر کړي لکه ستاسي پام دي ایت ته راړوم
[سُوۡرَةُ الجَاثیَة : 13]

وَسَخَّرَ لَكُم مَّا فِى السَّمٰوٰتِ وَمَا فِى الْأَرْضِ جَمِيعًا مِّنْهُ ۚ إِنَّ فِى ذٰلِكَ لَءَايٰتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ

هغه د اسمانونو او ځمکي ټول شيان ستاسي لپاره مسخر کړل، هر څه له خپل لوري څخه؛ پدې کښي سترى نښانې د هغو خلكو لپاره دي چي غور او فكر كوونكي دي.

د مسلمانانو علمي ترقي په رابطه یو غیر مسلم مؤرخ جے برونوسکی ( J.Bronowski ) دغه حقیقت داسي بیان کړی :

” حضرت عیسیٰ ع نه شپږ سوه کاله بعد د اسلام اظهار یو نوي توانا تحریک په شکل کي وشو ۔ ددي پيل په مقامي حیثیت سره وشو نتايج يي غیر يقيني وو ، کله چي نبی اکرم ﷺ 630ء کی فاتحانه مکہ کي داخل شو نو د دنیا جنوبی برخه کي حيرانوونکې بدلون راغي ۔ یوه صدي کي اسکندریہ فتح شوه ، بغداد د اسلامی علم ستر مرکز شو او د اسلامی حدودو فراخي مشرقی ایران اصفہان نه هم مخکی لاړه ۔ 730ء پوري اسلامي سلطنت اندلس او جنوبی فرانسه راحصارولو سره چین او ہندوستان سرحدونو پوري راورسېدله۔

د طاقت او وقار دي امتیازی شان سره چیرته چي مسلم سلطنت په خپل علمي عروج باندي وو دغه وخت کي اروپا د پستي او تنزل په ښکته حالت کي وه، حضرت محمد ﷺ اسلام دین يوازي معجزاتو پوري محدود نه کړو بلکه غور و فکر او تجزیہ ترغیب يي ورکو.

رابرټ ایل ګلک (Robert L.Glick ) خپل کتاب کي ليکلي

دا خبره په ذهن کي کينول پکار دي چي هغو احاديثو ته ډیر مستند حیثیت حاصل وو او نبي اکرم ﷺ ته د هغو ويناګانو ډیر مفيد او ژور اثر حاصل شو.

دغو احادیثو د اسلامي تهذیب طلای دور په عظیمو مفکرینو ډیره راهنما ګټه واچوله.

پروفیسر رابرټ ( Prof.Robert ) خپل کتاب ” محمد ﷺ بہ حیثیت معلم ” ( Muhammad s.a.w as a teacher ) کي علم او حصولِ علم په اہمیت او فضیلت باندي مبنی آیات او احادیثو ذکر کولو نه وروسته داسي ليکلي:

” رابرټ ایل ګلک (Robert L.Glick) واي چي د ( اسلام ) هغه اقوال بي ګټی او بي مقصده نه دي بلل پکار ځکه په هغي باندي عمل کولو سره ډیر ښکلي اثرات وجود کي راغلل ، د اسلامي سائنس اصل طاقت په دي خبره کي مضمر دي چي دا بازنطیني یونانی وهمونو په خلاف تجرباتي امورو باندي ډیره توجو مرکوز ساتي

په دي موضوع د غرب نوموړی مؤرخ او محقق رابرټ بریفالټ (Robert Briffault) داسي تجزيه کړي :

ددي خبري غالب امکان دي چي د عربو د تجاربو او مشاهرو نه استفاده نه کولو سره جدید اروپای تہذیب ته ددي زماني ارتقائی نقطہ عروج کله هم نشوه حاصلیدی چي اوس ورباندې( دغه اروپای) ولاړ دي ، د اروپا فکري جوړښټ په هره شعبه کي اسلامي ثقافت ځانګړې اثر لري خو ټولو نه زیات اثر د اروپای تهذيب په هغه شعبه دي چي موږ ورته ( تسخیر فطرت او سائنسی وِجدان) نوم ورکوو اروپا کي سائنسي ترقی چي موږ په کومو عواملو پيژنو هغه جستجو ، تحقیق ، د تحقیق ضابطه ، تجربات ، مشاہدات ، پیمائش وغيره ده ۔ دغه ټول شیان اروپا ته معلوم نه وو نه یونانيانو ته ،، دغه تحقیقي او فکري عوامل د عربو له خوا نه اروپا کي متعارف شوي.

نن دغه خبره ډیره حوصله موږ ته راکي چي غربي مفکرینو دغه ستر حقیقت په خپله همیش منلي دي ۔ جوزف اسکاټ (Joseph Scoot ) او سی اي بوزورتھ (Clifford Edmund Bosworth) خپل کتاب ” اسلامي ورثه ” ) (Islamic Inheritance کي داسي ليکلي : په دغه امر کي هیڅ شبهه نشته ده چي د اروپا ساينسي علومو باندي د اسلامي ساينسي فکر ډیر ژور اثر غورځیدلي د غرب علمی  شاةِثانیه(Renaissance) باندي نور هم اثرات غورځیدلی خو بنيادي ټولو نه ستر اثر اندلس نه راغي بیا دوهمه درجه کي ايټاليا او فلسطين نه اثر راغي ځکه صلیبي جنګونو (Crusades war) مغربی هیوادونو خلک فلسطیني مسلم ثقافت او سائنسی اسلوب سره روشناس يعني اشنا کړل.

دغه اعترافِ حقیقت سره سره اروپای محققینو ښکاره په دي سوال هم توجو ورکړی چي دغه انقلاب د کوم شي د اثر لاندې راغي او ددي محرک څه دي؟؟؟

رابرټ ایل ګلک (Robert L.Glick) لاندي ليکني سره ددغه حقيقت ښکاره اظهار کړي :
دا یو تصدیق شوي حقیقت دي چي د دنیا شعوري ترقي کي عربو ډیر لوي کردار ادا کړي خو داي بیا ورپسې ددغه ترقي نسبت جناب محمد ﷺ د اثر نتیجه بولي.

ریورنډ جارج بش (Reverend George Bush) په خپل کتاب ” حیاتِ محمد ﷺ ” (The Life of Muhammad s.a.w) کي ډیر صراحت سره ليکلي:

” د الہامي کتابونو په حوالہ یو تاريخي انقلاب هم دومره وسیع او خپاره اثرات نه لرل لکه څومره چي د پیغمبر انقلاب راوړلی انقلاب وو،، کوم چي هغه په مضبوط بنیادونو باندي درولې وو.

د غور او د سوچ خبره ده چي کوم بنيادي اصول چي موږ لرودل نن ورنه هغوي استفاده کوي افسوس بیا هغه وخت کي راشي چي د ساینس اصلي مشرانو نه ناخبره ملحدان او سیکولران نن سبا د غربیانو په صفتونو نه مړيږي او د خپلو مشرانو د خدمتونو نه نا خبره دي.

اوس راځو اوسني ایجادونو ته نو دا خبره یاده ولري اوسني ټول ایجادشوی شیان د ټولو مذهب منونکو مشترکه ایجادونه دي هر تحقیق کي د مسلمان، عیسایې یهودی، هندو، ملحد د ټولو مشترکه برخه ده.

علامه ندوی صیب ليکلي چي نن سبا ایجادت د ډلو له طرف نه صورت نيسي چي هیچا پوري خاص کيدای نشي نه د مسلمانانو کوم عیب دي.

خو بیا هم هر کله چي اسلامي او ساينسي علوم بیا په پوهنتون او مکتب کي یو ځای شروع شول نو مسلمان به بیا د عالم په عروجي نقطه کي قرار ولری ان شاءالله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x