شعـــــرونه

نعتيه غزل/ ملا محمد مطمئن

ملا محمد مطمئن
حسـینه،نازنــــینه،پیغمبــــره خوږ نبي
قربان شمه له تانه ده زړه سره خوږ نبي

دا ټول ځمکې،آسمان دي ستا له رویه پیدا شوي
په همه کائنــــاتو کـــې بهتـــره خوږ نبي

ده ستا په راتلو کل جهان روښانه شو ښایسته شو
ده جـــهل تاریکیــو تـــه ســـحره خوږ نبي

نه شته پکې تفریط اونه افراط پکې ځای شوی
په ادیانو کې ستا دین دی برابــره خوږ نبي

چې په کومه لار به لاړې ده پاک الله محبوبه
کوڅې،کلي به ټول وه معــطره خوږ نبي

ریاست کې،امارت کې وې ده هر چا سخه وړاندې
ده ټول جهان پیشــوا خیرالبشــره خوږ نبي

زما عاجز بنده بس دغه یو ارمان په زړه دی
چې رب وای دروستلی ستا تر دره خوږ نبي

رسوله مطمئن دې شفاعت په طمعه ناست یم
ته وکړې شفاعت مې په محشره خوږ نبي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x