نړۍ

د لبنان پلازمينه بیروت کې د يوې درنې چاودنې له امله ۵ تنه مړه او ۵۰ نور ټپيان دي

نن ټکی اسیا: عربي رسنۍ د لبناني چارواکو له قوله لیکي چې د لبنان پارلمان مخته هغه مهال درنه موټر بم چاودنه وشوه چې د ماليې پخوانی وزیر محمد شطح له همدې ځایه د تېريدو په حال کې یوې مهمې غونډې ته روان وه. چاودنه ډېره قوي وه چې له امله يې نزدې ودانیو ته هم سخت زیان اوښتی دی. په چاودنه کې د محمد شطح په ګډون پنځه تنه مړه او پنځوس نور ټپيان دي. ويل کيږي چې محمد شطح د لبناني حکومت د اپوزیسیون قوي غړي، د لبنان د پخواني لومړي وزیر سعد حریري مشاور او خپل ګاونډي هيواد سوريه کې د بشار الاسد کلک مخالف وه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x