نظــر

افغانان نړيوال حثيت نه لري

شمس رحمانزی – پونه انډیا

د افغانستان موجوده اساسي قانون نهه دېرشمه ماده وايي (…..هر افغان حق لري د قانون له حکمونو سره سم له افغانستان څخه بهر سفر وکړي او بېرته راستون شي.

دولت له هېواد څخه بهر د افغانستان د اتباعو د حقوقو ساتنه کوي.)

له بهرنيو هېوادونو سره د اړيکو او د پورته مادې د عملي کولو لپاره افغان دولت د بهرنيو هېوادونو په پلازمینو کې سفارتونه او په لوی ښارونو کې قونسل ګرۍ لري. دولت په مېلونه بودجه د سفارتونو او قونسلګريو لپاره ځانګړي کوي. خو له دې سره سره په بهر کې مېشت افغانان له هغه حقوقو څخه چې نړيوال قوانين او افغان دولت ورکړي ترې محروم کيږي. له افغانانو سره ښايي توپیري چلند او رويه د نړۍ په ډېرو هېوادونو لکه ايران، پاکستان، سعودي عربستان او نورو کې موندل او په ډاګه شوي وي خو دلته يې نوي او تازه بېلګې وړاندې کوم.

د پوهنتون له رخصتيو څخه په ګټه اخېستنې، د افغان او هندوستان دولتونو د ټولو نفاذه قوانينو په پام کې نېولو سره مې، د هندوستان دننه ځينو ایالاتونو ته سفر درلود. د لنډ مهاله استوګنې لپاره مې له يو هوټل څخه لېدنه وکړه. د ځان په پېژندګلوۍ کې مې ځان له افغانستان څخه معرفي کړ. د هوټل څښتن پرته له دې چې په کرايه او نورو مسايلو راسره جوړه وکړي، د افغانستان د نوم په اورېدو سره يې زما غوښتنه رد کړه او ويې ويل (پدې هوټل کې د فغانستان اتباعو لپاره جواز نشته.) خبره مې ډېره سخته ونه نېوله، فکر مې وکړ چې ښايي د هوټل څښتن بهانه کړي وي تر څو زما سره له دغه معاملې تېر شي. کابو اته نورو هوټلونو ته لاړم. په ټولو شرایطو سره جوړ راغلو. د راجېسټر په وخت کې د هېواد پاسپورټ لازمي وو نو په نه زړه او وېره سره به مې چې د افغانستان پاسپورټ ورښکاره کړ، د هوټل ځښتن به د استوګنځي له راکړې انکار وکړ. دا مساله په ډېرو هوټلونو کې تکرار شوه. کله مې چې په ژوره او جدي توګه د علت پوښتنه وکړه نو ځواوبونه داسې وو:

– افغانستان کې جګړه او ترورېزم دی

– د نورو هېوادنو اتباع په اسانۍ سره د افغانستان پاسپورټ اخلې او بېلګې يې ايران او پاکستان وړاندې کړې.
– افغانان د هېواد دننه په خپلو کې په جګړه او تعصب اخته دی، چې ډېره ځله دغه مساله په بهرنيو هېوادونو کې هم د دوی ترمنځ پيښيږي.

– افغانان هغه اصول او مقرارت نه پلي کوم چې نور کورني او بهرني اتباع يې تر سره کوي او دلته هغه قانون او مقرارت دي. بېلګې هم يې وړاندې کړې.

– افغانان بده او عصبني رویه کوي، ډول ډول نشه يي توکي کاروي او د ښځو پر وړاندې يې شتون وېره منځ ته راوړي.

او داسې ډېر نورې بېلګې او علتونه مې په مختلفو استوګن ځايونو کې وارېدل.

ځينو هوټلونو له پورته ياد شوي بېلګو څخه خپله ځانګړي وېره درلودله او ځينو ته بيا د پوليسو له خوا په رسمي ډول ويل شوي وو.

د نړيوال حثيت ستونزه يواځې محصلين، کارګر، ګرځندوی او عادي افغانان نه لري بلکې، لوړ رتبه دولتي مامورين او ډېپلوماټان هم له ډېر بد چلند سره مخ دی.

د هندوستان په مهرشترا ايالات کې يو ځل پوليسو څو افغان محصلين بنديان کړي وو. د موضوع د حل لپاره مو په همدې ايالات کې له افغان قونسلګرۍ سره اړیکه ونېوله، قونسل جنرال او ورسره څو ډېپلوماټان راغلل. خو ټوله ورځ هغوی ته دا اجازه هم ور نه کړل شوه چې له خپلو محصلينو سره يواځې وګوري. د موضوع په اړه پوښتنې او خلاصون خو پر ځای پرېږده.

راځو دې ته چې دا هر څه ولې؟

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د افغانانو زورونه، وهل ټکول، توپيري رويه او چلند ولې؟

جګړه، ترورېزم او تعصب مو يا خپل توليد او يا هم راباندې تپل شوي. او دغه ستونزې مو د هېواد دننه دي. هر کله چې يو افغان له هېواد څخه هر ځې نو له يو لړ ډېرو ثبت او راجسټر پورسو ورسته سفر کوي. او په بهرني هېواد کې هم دغه هغه هېواد د قوانینو اړوند ځان ثبت او رجسټر کوي، ټولې قانوني پروسې پرمخ وړي.

د نوموړو ستونزو لوی سبب او لامل په سفارتونو او قونسلګريو کې د نه اهله او نه پوه ډېپلوماټانو شتون او ټاکنه ده.

په بهرنۍ پالېسۍ، نړيوالو اړيکو، ډېپلوماسۍ، په لایحه د واظيفو او خپل مسوليت نه خبره او يا غافله دي.
مونږ دا خبره منو چې، افغانان هم د نړۍ پّ ډېرو هېوادونو کې داسې ګړنې تر سره کړې چې، د افغان په نوم يې داغ پوري کړ. خو دا کسان به په زرو کې يو او يا له دې هم کم دي. د هېواد موجوده اساسي قانون ۲۵ ماده کې راځي (جرم يو شحصي عمل دی.

د متهم، تعقيبول، نېول او توقيفول او پر هغه باندې د جزا‌‌ء تطبيق بل هېچا ته سرايت نه کوي.) دا ماده نه يواځې د افغانستان په اساسي قانون کې ده بلکې په نړیوالو او د نړۍ په دېرو اساسي قانونو کې شته. خو د دغه مادې تطبيق او عملي کول قوي کار او ډېپلوماسۍ ته اړتيا لري. تر څو د يو مجرم، جرم بل ته سرايت ونه کړي.

لنډه دا چې که چېرې در څخه پوښتنه وشوه چې د حکومت او ولس تر منځ واټن څه ته وايی، نو ځواب يې په بهر کې د افغانستان د سفارتونو او قونسګريو او هلته مېشتو افغانانو تر منځ حال او وضعيت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x