دپښتو ادب یو بل ستوری قمر راهي هم پریوت
نن ټکی اسیا: دپښتو ژبې نوميالى شاعر، اديب او کالم لیکونکی قمر راهي د ٨٩ کالو په عمر کې پرون د پنجشنبې په له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې قمر راهي د خپل ځانګړي سبک هغه شاعر و چې ټول ادبپال يې ادبي هڅو ته د قدر په سترگه ګوري او په ادبي موضوعاتو کې يې خبرې مستقل وزن درلود. نوموړي په پښتو کې درې کتابونه ” ځله” “څيره” او مشال ليکلي دي چې دريواړه کتابونه ځانګړی اىبي مقام لري او د پښتو شعر مينه وال ورته په درانه نظر ګوري.
د ارواښاد قمر راهي د شهرت لامل د هغه لوړ علمي شخصيت، ادبي نقد، په تول پوره شاعري او د پښتو علمي ادبي مجله “قند” دی قند دپښتو هغه علمي ادبي مجله وه چې د قمر راهي تر مشرۍ لاندې خواوشا درې لسيزې وړاندې د مردان د شوګر ملز له لوري خپريده او د خپل وخت تکړه او وتلو ليکوالو علمي لیکنې، مقالې او شعرونه پکې خپريدل. د دې ترڅنگ به قند په علمي ادبي موضوعاتو او شخصيتونو ځانګړې ګڼې هم خپرولې. ارواښاد راهي له ډېره وخته مریض و او د سمبر په ۲۶ د پنجشنبې په ورځ د ورپيښې ناروغۍ له امله يې له دې فاني نړۍ د حق داعي ته لیبیک و وایه . د نوموړي جنازه نن د جمعې په ورځ د خيبر پښتونخوا ایالت دمردان سيمې د پيرانو ډاگې کلي کې پخپله پلرنۍ اديره کې خاورو ته و سپارل شوه