افغانستان

په کابل کې افغان دارالعلوم حافظانو ته د پگړۍ تړلو ستره غونډه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۵ل): په پلازمېنه کابل، بگرامۍ ولسوالۍ کې د افغان دارالعلوم په انگړ کې ۲۵ تنه حافظانو ته د قرآن کریم د حفظ د فراغت په ویاړ د پگړۍ تړلو مراسم ترسره شول.

په یادو مراسمو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د راغلو گڼ شمېر علماوو او پوهانو ترڅنگ زرگونو هېوادوالو گډون کړی و. غونډه د قرآن کريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې علماوو او پوهانو خپلې ارزښتناکې ويناوې وکړې او ترانه ويونکو ترانې زمزمه کړې.

ويناوالو د افغان دارالعلوم هغه هڅې وستايلې چې د زده کوونکو د سالمې روزنې په لار کې يې کوي، ځانگړی ښوونيز نصاب، د روزنې ۲۴ ساعته نظام، د ديني علومو تر څنگ د عصري علومو او  مختلفو ژبو زده کړه هغه څه و چې د ويناوالو له خوا زیاته ستاینه وشوه او په اړتيا يې ټينگار وکړ.

ويناوالو په ټینګار د غونډې گډونوال او هېوادوال وهڅول، چې د داسې ديني مرکزونو تر څنگ ودرېږي، ويې پالي او هر ډول مالي مرسته يې وکړي او همدا ښوونیزې ادارې او خدمتونه يې د هېواد د ټیکاو او پرمختګ لامل وبلل.

د غونډې يوه برخه د افغان دارالعلوم د زده کوونکو ويناوو ته ځانگړې شوې وه، چې په دې لړ کې يو تن زده کوونکي په بېلابېلو ژبو د غونډې گډونوالو ته ښه راغلاست وويل، ورپسې د زده کوونکو له خوا په پښتو، دري، عربي او انگليسي ژبو ويناوې او ترانې وړاندې شوې چې د گډونوالو د ډېرې پاملرنې وړ وگرځېدې.

ورپسې د افغان بنسټ د ښوونيزو ادارو (افغان دارالعلوم، افغان مرکزي ښوونځي او افغان ښوونځي احمدشاه بابا مېنې څانگې) په کچه يو يو تن د کال غوره ښوونکي ته تقديرنامې ورکړل شوې، دغو دریو تنو استاذانو ته، چې د کال په اوږدو کې د زده کوونکو په ښوونه او روزنه کې د مثالي استاذ رول لوبولی وو د افغان بنسټ د مشرتابه له خوا د بیت الله د مبارک زیارت او عمرې جائره اعلان شوه.

په یاده غونډه کې هغو زده کوونکو ته، چې د روان ښوونیز کال په کلنۍ ازموينه کې يې لومړی، دويم او دريم مقامونه تر لاسه کړي وو، جائزې ورکړل شوې او په پای کې د راغلو علماوو په لاس د قرآن کريم حافظانو ته پگړۍ ور په سر کړل شوې.

غونډه د هېواد د وتلي عالم شيخ الحديث عبدالمالک قدوسي په تفصيلي دعا سره پای ته ورسېدله.

د افغان دارالعلوم پېژندنه

افغان دارالعلوم د افغان بنسټ ښوونیزه څانگه ده، چې له ۱۳۹۱ کال راپدېخوا په پلازمینه کابل ښار کې ښوونیز او روزنیز فعالیت لري، د خپلو ښوونیزو کړنو په لړ کې، په پښتو او دري ژبو سربېره د دیني زده کړو په برخه کې په عربي ژبه معهد، د قرآن کریم د حفظ برخه او یو لړ کلتوري او فرهنگي فعالیتونه هم لري، چې د “النادي الأدبي” او د زده کوونکو د ذهني رشد او ښې روزنې په موخه شاوخوا پنځه “دیوالي جريدې” لري، همدا راز لوی علمي کتابتون یې هم د زده کوونکو او عامه مینه والو لپاره جوړ او تاسیس کړی دی.

اوسمهال په افغان دارالعلوم کې شاخوا ۷۰۰تنه هلکان او نجونې سبق وايي، چې له دې څخه ۳۲۰تنه یې هلکان طالب العلمان په لیلیه توگه هستوگن دي. د ښوونیزو خدمتونو تر څنگ ټولو زده کوونکو ته په وړیا توگه روغتیايي خدمتونه او درملنه هم د یو مجهز کلینیک او ډاکترانو لخوا تر سره کېږي.

راپور: حماد

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x