ټولنیزه برخه

د آنتوني رابینز له ویناو‌‌‌‌ؤڅخه!!!

ژباړه: حامد حقمل

دوهمه برخه!

۱۱ــ کله چې د یوې نوې موخې لپاره ځئ او له یوه ګواښ او یا له یوه خڼډ سره مخامخ کیږی، په یاد ولری چې داسې خڼډونه مخکې هم ستاسو په ژوند کې وؤ،

او تاسو په هغوي برید کړی او بریالي شوي یاست!

۱۲ــ کله کله داهم باید زده کړو چې څنګه کولای شو نا خوښ ارزښتونه یو له بل سره پخلا کړو.

۱۳ــ دا په یاد ولرئ، هر څومره چې خپل حواس ورته متوجه او یا هم ورته پاملرنه وکړو هماغه په لاس راځي.

۱۴ــ زموږ یعنې هر یوه لپاره هره ګړۍ او هر خت او ځای شته دی تر څو ښه ژوند جوړ کړو!!

۱۵ــ په هغه وخت کې زموږ سرنوشت او یا هم تګلاره معلومیږي کله چې موږ پریکړه او یا هم تصمیم ونیسو.

۱۶ــ که چېرې په خپل منځ کې یو ښه مراقبت ونلرئ، دا به ستونزمن وي چې تاسو له خپلو اعواطفو څخه ښه خوند او مزه یاهم ښه ګټه واخلئ.

۱۷ــ دا مهمه نه ده چې ټول وګړي دې سره هم فکره او یا دا چې سره یو شان وي، تر څو یو له بل سره ملګري وي.

بلکه د هغوي د نظرلید او لیدلوري توپیر ته باید پام او په عین وخت کې باید یو بل ته درناوی ولري.

۱۸ــ تشه او یا هم کموالی یوازې او یوازې ستاسو په ذهن کې شتون لري، هر کله مو چې ذهن ته دغه تشه یا کموالی ورسید.

نو په ډيره بیړه او تیزی سره هغه بیرون او بهر کړئ .

۱۹ــ هرکله چې پریکړه او تصمیم نیول تاسوته ډیر ستونزمن شول، نو پوه شئ چې د هغه علت یوازې یوشی دي.

او هغه دا دي چې تاسو فکر د روښنایی ارزښت له لاسه وړکړی دی.

۲۰ــ زموږ پوښتنې، زموږ فکرونه رغوي او جوړوي.

نورپه بله برخه کې ……

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x