نظــر

دشور وي ديرغل ۳۴مه کلیزه اود امریکا د یرغل ۱۲مه کلیزه شوه

دغه ليکنه په ګران هيواد(افغانستان)باندي دسره پوڅ ديرغل ٣٤ کليز‌ي په اړه مي ليکلي ده

له هغې ورځې راپدیخوا چې دوخت دسترابرقدرت اړوند دوراسا ترچترلاندې د شوروي اتحاد لخوا د  ( ١٣٥٨ کال د جدي پر شپږمه)چې د ١٩٧٩ کال  دسمبر ۲۷ نېټې سره سمون خوري پر افغانستان يرغل وکړتراوسه پورې درامنځ ته شوي اور په لمبو کې افغانستان سوځي اودهیواد ټولې ملي اومعنوي ارزښتونه مو ترپښولاندې کیږي .

نن د دسمبر ۲۷ نېټه ده چې د مرغومې، جدي له شپږمې نېټې سره برابره ده، لۀ نن څخه ۳۴ کاله مخکې پر همدې ورځ شوروي ځواکونو پر افغانستان د خپلې خوښې د يوه واکمن د واکمنولو او د کمونيست پلوه رژيم د ساتلو په موخه پر افغانستان يرغل وکړ

 زموږ په ګران هیواد افغانستان باندې دسره پوځ دیرغل دادي ۳۴کاله پوره کیږي ولې تراوسه پورې هم د دغه خونخوار ځواک له امله درامنځ ته شوي اور لمبې نه دې مړې شوې بلکې لاد تازه کیدو په حال کې دي.

د ١٣٥٨ کال د جدي شپږمه نېټه وه چې تر ۱۰۰ زرو ډېرو شوروي ځواکونوچې په ذغره والو ټانګونواودوخت دپرمختللو جنګي وسایلوتیارو جیټ اوهلیکوپترو په واسطه يې د ځمکې او هوا له لارې افغانستان ته ننوتل د خپلې خوښې د يوه واکمن د واکمنولو او د کمونيست پلوه رژيم د ساتلو په خاطر په افغانستان برید وکړ.

 روسانود یرغل پرمهال  په هغه وخت کې حفيظ الله امين د حکومت پرګدۍ ناست ؤ ، روسانو هغه د دارالامان په ماڼۍ کې مړ کړ، د ده د کابينې غړي وتښتېدل او د حکومت کنټرول روسانوپه لاس کې واخيست چې بیايې خپل بل ګوډاګی د ديموکراتيک خلق ګوند مشرببرک کارمل پرګدۍ کښيناوه .

د پخواني شوروي نړيواله پاليسي د خپلو ګټو څخه دفاع او په نړيواله ټولنه کي د خپلو پلويانو زياتول ؤ دغه راز د پخواني شوروي ستراتيژيستانو له نظره  پر نړۍ د واکمن کيدو لپاره تر ټولو وړاندي د هغې حلقې ماتول پکارؤ چي د پخواني شوروي د نفوذ د مخنيوي لپاره  جوړه شوې وه .په دې حلقه او کړۍ کي  تر ټولو مهمه او ماتيدونکې حلقه افغانستان په ګوته شوی ؤ . د دې هيواد د ماتيدو لپاره هغوی په خپل برياليتوب ډاډمن او د دې ډاډ لپاره يې  درې بنسټيز لاملونه وړاندي کول : لومړی داچي د خپلو پخوانيو پلانونو پر بنسټ د هغوی له نظره په افغانستان کې د وګړودويم اکثريت په اسانتيا تر نفوذ لاتدې راتلای شي او د مليتي شعارونو په طرح کولو سره به په افغانستان کي  خپلي هيلي تر سره کړي  ؛دويم داچي امريکا د ويتنام په جګړو کي ماته خوړلې او د شوروي سره د بيا جګړې لپاره زړه نه ښه کوي ؛او دريم داچي د پخواني شوروي دفاعي اردو په تعروضي او جګړه ايز اردو اړول شوې وه.

دوخت د شوروي د ستراتيژي جوړونکو له نظره ،افغانستان خوړلو ته تياره ګوله ( لمړۍ ) پرغوړيد لي د سترخوان پرته وه . په ځانګړي توګه د دې ګولې خوړل هغه وخت ورته لا اړين وګرځيدل چي د افغانستان واکمنو د امريکايې پاليسيو ملاتړ ته په څرګنده مخ واړاوه ،له هغه وروسته  پخواني شوروي واکمنانوپه بيړه لومړی  په افغانستان کي د شوروي پلوي نظام د مينځ ته راوستلوزمينه برابره کړه او بيا يې د١٣٥٨ لمريز کال د مرغومي یا جدي په شپږمه نېټه په ډيرې بيشرمۍ شوروي پلوی نظام ړنګ او پر ځای يې د کاجي بي روزل شوي ګوډاګی د قدرت ګدۍ ته ورساوه.

پخواني شوروي خو خپل ګوډاګی د قدرت ګدۍ ته د سره ټانک پر ميل پورته کړ ، خو د لسو کالو خونړيو جګړو وروسته د پخواني شوروي ستراتيژيستان پوه شول چي  هغوۍ د حساب پايله هم هاغسي چي هغوی وړاندوينه کړي وه هم هغه شان ده خو په يوه تفاوت او هغه داچي :  د لسو کالو جګړو وروسته پايله دا ده چي  افغانستان به  د نړۍ پر مخ د يوه هيواد په توګه ترسيم نه شي ، خو يوازي په همدې نوم کي تيروتنه شوې وه ، هغوي وليدل چي د نړۍ د هيوادونو د لړۍ څخه افغانستان ورک نه شو بلکي پخوانی شوروي د نړۍ د هيوادونو د لړۍ څخه ورک شو؛ او په لسو ټوټووویشل شو.

د روسانو په لس کلن يرغل او نښتو کې تر يو ميليون پورې افغانان شهیدان شول، او کابو درې ميليونه نور ژوبل اوټپیان شول په ميليونونو افغانان دنړۍ گوټ گوټ ته کډوال شول، هېوادمو د جګړې په اور کې وسوځېده، د شوروي د يرغل له امله افغانستان له پراخې ويجاړۍ سره مخامخ شو او د پرمختگ په برخه کې هم افغانستان کلونه کلونه شاته ولوېد.

دسره پوځ دیرغل  له امله درامنځ ته شوي اور له امله مو دهیواد ټول تاسیسات لمنځه لاړل په زرګونو کیلومتره سړکونه مودهغو مایونو اوجګړو له امله ویجاړ شول کوم به چې افغان قهرمانو مجاهدینوسو رمخوشوروي سرتیرواودهغوی مزدورانوته  په کې کمینونه نیول دغه راز مو دهیواد ټولې  فابریکې ، کانونه، ښوونځي ،علمي مرکزونه لمنځه لاړل اوبل آخره هیوا د مو له یوه لوی ناورین سره مخ شو، ولې هیره ده نه وې د سره پوځ له ننوتلو سره سم  د دغه هيواد په گوټ گوټ کې په دین ،وطن او آزادۍ مین افغانان راپورته شول لوړې زده کړې ې نیمګړې ،مدرسې ، حکومتي لوړې اوټیټې چوکۍ اوخپل کورکلی اوهیواد کې دپرد یوتراشغال لاندې پرې نه ښودل اوسمدستي يې دسره پوځ  اودهغه د ګوډا ګي نظام پروړاندې عمومي پاڅون پيل کړل او د سره پوځ او د کمونستی نظام د دړې وړې کیدو په خاطر يې مقد س جها د پیل کړ.

شوروي ځواکونه چې په ډیره مغرورۍ دخپلو ګوډاګیوپه ملتيا دافغانستان داشغال خوبونه لید لي وو لس کاله و جنګیدل ولې دافغان  باتورواومجاهدو میړنییو پر وړاندې روانه جگړه یې با یلوله اولیدلي خوپونه يې دروغ شول اوسرټيټې شرمینده ددوی دوروستي پوځي جنرال ګروموف په ملتیا يې په ډیره بیړه لمړی دافغانستان له ټولو ولایتونو نه کابل ته راټول اوبیا يې دحیرتانو دبندر له لارې دتېښتې لاره غوره کړه اوله افغانستان څخه وتښول .

کله چې له افغانستانه د سرو لښکرو وروستی قومندان جنرال ګروموف د وتلو په حال کې و، په شونډو يې يوه ترخه موسکا غوړېدلې وه، چې دا ډول موسکا معمولاً په جګړه کې د ماتې خوړونکي قومندان په خوله خورېږي.

دروسانودیرغل پرمهال دجهاد دیومخکښ مجاهد دخولې خبره ده چې ویل يې کله چې دروسانوکتارونو اودهغوي پوځي هډې له ستروننګونوسره مخ شول اونه يې شوای کولای له یوولایت نه بل ولایت ته لاړشي ځکه چې په لاروکې مجاهدینوله سختو کمینونو سره مخ وو اودوی له دې پرته چې هیواد پریږدې بله لار نه درلوده ځکه چې ددو داکملاتو لارې له هوا اوځمکې ټولې دمجاهدینو له لارې بندې شوې .

دوخت لویه امفراطوري سورپوځ چې له سلو زرو زیات پوځیان يې دافغانستان داشغال په خاطررالیږلی وو د ډېرو زيانونو له گاللو وروسته له ماتې سره مخامخ شول له ١٠ کلنې جگړې وروسته د شوروي اتحاد شاوخوا ١٥ زره عسکر ووژل شول، دافغانستان څخه دشړل شویو پخوانيو روسي عسکرو يوه ټولنه اټکل له مخې شاوخوا ٢٦٥ سرتېري يې په افغانستان کې تري تم شوي او دوی ګومان کو ي چې  په هغو عسکرو کې ٣٠ يا ٤٠ تنه ښايي لا تر اوسه ژوندي وي..

دجدي شپږمه نيټه د افغانانو لپاره په وينو لړلې سره ورځ ؛ د پخواني شوروي لپاره  قبر او هديرې ته دلويدلو توره ورځ او د پخواني شوروي حريفانو ته شنه او زرغونه ورځ ده

. دا دی له افغانستانه د روسي ځواکونو د وتلو شل کاله پوره کېږي، خو لاهم په دغه هېواد کې جګړه روانه ده، او لاهم د هېواد د امنيت لپاره تر سلو زرو ډېر بهرني پوځيان مېشت دي

که څه هم افغانانو وکولای شول له روسي ښیکلا ګر ځواک څخه ۳۴کاله وړاندې خپله خاوره آزاده او استقلال ترلاسه کړي ولې په افغانستان کې دیوبا ثبا ته اسلامي حکومت په رامنځ ته کیدو کې پاتې راغلل اوله امله يې په هیواد کې وران کارې کورنۍ جګړې پیل شوې اوله برکته يې داد ی روسي ځواک مات شو ولې په هیواد مو یوبل یرغلګرځوا ک د امريکا په مشرۍ دناټو ځواکونوپوځیانود دتیرو ۱۲ کالو راپدیخوا د تش په نوم ترهګرۍ ضدجګړې اودافغانستان د بیارغونې تردروغجن شعار لاندې افغانستان دلسګونوزرو بهرنیوسرتیرو په واسطه اشغال کړي اوپه سختوګواښوونو دادی داشغال دواوږدیدو ګوت څنډنې کوي .

پرافغانستان باندې امریکا ۱۲ کاله وړاندې ۱۳۸۱ لمریزکال دتلې یامیزان دمیاشتې په ۱۵مه چې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر د ۷ مې سره سمون خوري  دشمالي ټلوالې په ملتيا پر افغانستان د بريدونو د پيل اعلان وروسته له هغې وکړ چې پر امريکا د سپتمبر ۱۱ مې بريدونو وروسته د دغه هېواد هغه مهال ولسمشر جورج بوش طالبانو ته ګوتڅنډونه وکړه، چې اسامه بن لادن وروسپاري او د القاعدې روزنځايونو له منځه وړلو کې ورسره همکاري وکړي، که نه نو جګړې ته دې ملا وتړي. طالبانو دغه غوښتنې رد کړې او د امريکا پر وړاندې يې ننګوونکی دريځ خپل کړ.

  که چیرې ښه په غور سره په افغانستان باندې د شوروي اود امریکا یرغلو ته ځیرشو نو له ورایه په څرګندو ټکو لیدل کیږي چې دواړه هیوادونه د خپلو گټو او پولو د خوندي کولو په هڅه کې افغانستان ته راغلي دي.

دقاضي حبیب الرحمن ابراهیمی ليکنه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x