دیني، سیرت او تاریخ

د نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۱۱)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

ايا ښځه کمترين مخلوق دئ؟

شيخ الاسلام محمدتقي عثماني صاحب دا سوال داسي ځوابوي:

ښځه هيڅکله کمترين مخلوق نه دئ، بلکې د نر په مقابل کي کمزورې ده، لکه موږ چي ئې په مشاهده سره وينو، له همدې کبله د کسب او معاش مسئوليت د ښځې له اوږو څخه ليري شويدئ، له همدې کبله ئې په جايداد کي هم برخه نيمايي ده د نر په پرتله.

د نر او د ښځې د پيدايښت فلسفه:

د لومړي ځل لپاره الله جل جلاله حضرت آدم عليه السلام له خاورو څخه پيدا کړ او بيائې له حضرت آدم عليه السلام څخه دده جوړه (بي بي حوا رضي الله عنها) پيدا کړه، چي له دې څخه موخه داده چي دوی دواړه يوه ځانګړې مينه سره لري او ددوي دواړو مينه او اړيکې د انساني نسل د بقاء لپاره ده. الله جل جلاله فرمايي:
يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً (سورت النسآء: ۱)

ژباړه: ای خلکو له خپل رب څخه وويريږئ، هغه چي تاسي ئې له يوه نفس څخه پيدا کړي ياست او د هغه جوړه ئې له هماغه څخه پيداکړه او له هغو دواړو نه ئې ډېر نارينه او ډېري ښځې خواره کړل.

نر پر ښځه باندي حاکم دئ:

امام نووي رحمة الله عليه يو باب ټاکلی دئ چي سر ليک ئې دئ (حق الزوج علي المرأة) يعني د خاوند حق پر خپله مېرمن باندي- چي په دې کي ئې دقرآن کريم دا ايات راوړی دئ:

الله جل جلال فرمايي:

الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّـهُ بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ (سورة النسآء: ۳۴)
ژباړه: سړي پر ښځو باندي حاکمان دي، له دې کبله چي الله ځيني ددوی ته پر ځينو نورو غوراوی ورکړيدئ او له دې امله چي نارينه (د ښځو لپاره) خپله شتمني لګوي.

قوام: و هغه چاته ويل کيږي چي د انتظام ذمه واره وي.

په دې ايات کي د نر فضيلت او حاکمتوب له دوو وجهو په سبب بيان شوی دئ لومړی داچي الله جل جلاله چي کوم صلاحيتونه په نر کي ايښي دئ هغه ښځه نلري، فطري جوړښت او دوهم داچي نر پر ښځه باندي په دې حاکم دئ چي خپل مال په ښځه باندي مصرفوي نو له همدې کبله نر حاکم دئ.

سړی فطرتاً پر ښځه باندي لوړ مقام لري:

په قرآن کريم کي راځي:
الرجال قوامون علي النسآء

ژباړه: سړي پر ښځو باندي حاکمان دي.

نر پر ښځه باندي په فطري ډول سره لوړوالی لري، عقل يې زيات دئ، هغه د سياست د ډکر دئ، ټول حقوق په ښه ډول سره و سرته رسولای شي، ننګ او ناموس ساتل د نر کار دئ، د مال ګټل، د ښځې د خوراک، څښاک او کالو کفيل هم خاوند دئ،له همدې کبله که د خاوند ښځه نا اهله وي نو خاوند دا حق لري چي و ښځې ته سزا ورکړي خو د سزا کيفيت يې هم معلوم دئ، لومړی به ورته پند او نصيحت کوي، که دا طريقه اغېزمنه نه وه نو بيادي ورڅخه په ځاي کي بېل شي، که دغه طريقه هم اغيزمنه نشوه نو بيا جسماني سزا ورکولای شي، خو هډوکي او پښتۍ به يي نه ماتوي پر مخ به ئې نه وهي.

په دنيا کي بهترين شی نېکه ښځه ده:

وعن عبدالله بن عمروبن العاص رضي الله عنهما ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: الدنيامتاع وخير متاعها المرأة الصالحة. (صحيح مسلم کتاب الرضاع حديث نمبر: ۱۴۶۷)

ژباړه: د حضرت عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روايت دئ چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم و فرمايل چي دا دنيا ټوله (خير متاع) ده يعني دا هغه شی دئ چي انسان ورڅخه ګټه پورته کوي، خوند ورڅخه اخلي او ددنيا په ټولو شيانو کي چي انسان ګټه ورڅخه اخلي هغه نېکه او صالحه ښځه ده.

نور بیا..

لمنلیکونه: (فتاواي عثماني ټوک ۱، پاڼه: ۱۳۸/ ليکوال: شيخ الاسلام محمد تقي عثماني صاحب) خپرونکي: مکتبه معارف القرآن کراچي

(تفسيرعثماني ټوک ۳، پاڼه: ۶۳/ ليکوال: شيخ الاسلام حضرت علامه شبيراحمد عثماني رحمة الله عليه- خپرونکي: دارالاشاعت کراچي)

(اصلاحي خطبات ټوک ۲ ، پاڼه: ۷۹/ ليکوال: شيخ الاسلام محمد تقي عثماني صاحب- خپرونکي: ميمن اسلامک پيلشرز)

(حجة الله البالغة دوهم ټوک، پاڼه: ۷۸۸- ۷۹۰/ ليکوال: حضرت شاه ولي الله محدث دهلوي رحمة الله عليه/ خپرونکي: تاج کتب خانه پيښور)

(اصلاحي خطبات ټوک ۲، پاڼه: ۶۷/ ليکوال: شيخ الاسلام محمد تقي عثماني صاحب- خپرونکي: ميمن اسلامک پيلشرز)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x