دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۳۵برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

ډاکټر ټي وي اين پرسود(Dr. T.V.N. Persaud) چې داناتومي پروفيسردی دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

یو نالوستی کس (حضرت محمد صلی الله علیه وسلم) داسې درست ساینسي حقایق د جنین پوهنې په هکله وړاندې او بیان کړيدي، چې ټوله نړۍ ورته حیرانه ده او د دې خبرې تصدیق ډاکتر مور هم کړی او ویلي یې دي چې دا بل څه نه دي؛ بلکې وحې ده، دی یو عادي کس ؤ، موږ د ۱۴۰۰ کاله مخکې خبره کوو، دی نالوستی هم ؤ.

یادونه: په قرآن کریم کې دساینس په هکله تر۷۵۰ زیات ایاتونه شتون لري- خوددې مطلب دانه دی چې قرآن کریم دساینس یوکتاب دی، بلکې قرآن کریم دبشریت دتعمیریو لارښود دی، دهدایت یوه تحفه ده، دژوند تګلاره ده اوداسی نور….، داچې ساینس پوهان پکښې ساینس لټوي، ډاکتران پکښې طب لټوي اوداسی نور… نورڅه پکښې لټوي داپه دوی پوری اړه لري، خوپاتي دي نه وي چې قرآن کریم یوداسی الهي کتاب دی چې دبې شماره علومو سرچې نه ده.(جُبیر)

ساينس پوه پروفيسر جولی سيمپسن (Joe Leigh Simpson) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

د مذهب او علم الوراثتی ترمنځ هیڅ ټکر نشته، په قرآن کریم کې ښکاره څرګندونې شته چې ټولي دساینس سره پوره سمون خوري، بلکې ساینس ته یې پوره تقویه هم ورکړه، موږ ویلی شو چې محمد صلی الله علیه وسلم هر څه راوړي دي هغه دالله له لورې دی.

نور بیا…

لمنلیکونه:

Author and editor of over 20 books, and has published over 181 scientific papers. Co-author of The Developing Human (5th Edition, with Keith L. Moore). He received the J.C.B. Grant Award in 1991. Professor Peraud presented several research papers.

Dr. T.V.N. Persaud is a Professor of Anatomy and Head of the Department of Anatomy, and a professor of Pediatrics and Child Health, University of Manitoba, Winnipeg, Manitoba, Canada. He is the author or editor of 25 books, and has published over 181 scientific papers. In 1991, he received the most distinguished award presented in the field of anatomy in Canada
He is the President of the American Fertility Society. He has received many awards, including the Association of Professors of Obstetrics and Gynaecology Public Recognition Award in 1992
Joe Leigh Simpson, Professor of Obstetrics and Gynecology at the North Western University in Chicago in the United States of America

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x