fbpx

شاپور وايي چې زه بل چا دوکه کړی یم

محمد رحيم سکندر

د شاپور ځدراڼ له دوهمې ویډیو داسې ښکاري چې په اوله مرکه کې هم په لوی لاس دېته مجبور شوی چې په کرکټ بورډ پسې هغه څه ووايي چې په حقیقت کې کرکټ بورډ ور شک هم نه دی.

شاپور په دوهمه ویډیو کې وايي:

((ماته به سلېکټر، چیرمېن او نورو مشرانو ویل چې کوچ ته ښکنځلې وکړه)).

کله چې یو ملي لوبغاړی په خپل داسې ساده توب اعتراف کوي، معلومه خبره ده چې ځینې کړۍ او متعصبین د کرکټ بورډ پرمخ تګ نشي زغملی، له قوم پرستۍ او سمت پرستۍ په ګټې اخیستنې غواړي چې دغه پاکه او پرمختللې ادره په خپل بېرته راتګ سره مرداره او له منځه یوسي.


اول خو په لومړۍ مرکه کې چې له یوې نړیوالې او مشهورې رسنۍ خپره شوه؛ د ژورنالېزم هیڅ اصول نه دي مراعت شوي، ځکه که شاپور یې راغوښتی نو باید د کرکټ بورډ مشر نیسم الله دانش او یا شفیق ستانکزی هم راغوښتل شوي وای.


خو دوی قصداً غوښتل چې د خلکو بې ځایه احساسات راپورته کړي او متعصبین یا اداره کوونکي یې ګټه ترې واخلي.

تاسو به خپله د کپټان اصغر ستانکزي ویډیو لیدلې وي، چې ویلي یې وو: ((شاپور ته ما هیڅ نه دي ویلي چې زه دې اخلم خو کرکټ بورډ دې نه اخلي، شاپور ما دا څلور میاشتې نه دی لیدلی، کله چې یو لوبغاړی په کورني کرکټ کې برخه نه اخلي، ښکاره ده چې کارکردګي یې ښه نه ده نو چې کارکردګي یې ښه نه وي، مونږ خو کور ته نشو پسې ورتلی، دلته نور لوبغاړي دي چې له شاپور زر چنده ښه ځلیدلي؛ که وایې نخلو د دوی له زحمت سره ظلم دی او کرکټ مو تبا کیږي))

اوس تاسې ووايئ چې کله یو ملي لوبغاړی په دې نه پوهیږي چې لوبغاړی اخیستل د کرکټ بورډ کار دیکاردی او که د غوراوي کمېټې او کپټان، نو له عام ولس خو ګیله نه ده پکار.


که ټولنېزو رسنیو ته پام وکړو د شاپور بې بنسټه ادعاوو ستره بې اتفاقي، سمت پرستي او قوم پرستي رامنځته کړې ده، د شاپور اکثره پلویان د نورو په خوله ادراه کیږي، له اصلي موضوع خبر نه دي، پرته له دلیل او منطقه په کرکټ بورډ او پلویانو پسې ښکنځلې او دروغ تړي، بر عکس د کرکټ بورډ پلویان په دلیل او منطق بحث کوي، خو هغوی ته هم ښکنځلې کیږي، ګني خپله یې تعقیب کړئ.

له دېنه هم معلومیږي لکه شاپور چې اخلاق نه مراعتوي همداسې یې پلویان هم دي ( هغه مرغۍ په یو ځای کېني چې بڼکې یې یو شان وي).

ټول عمر هم یو لوبغاړی نه لوبیږي او که لوبیږي باید اخلاق او قانون هم مراغت کړي.
له پاکستاني محمدامر نه خو والله که شاپور هم تکړه وي، محمد امر قانون مراعت نه کړ، پنځه کاله په کرکټ بند شو، هیچا لاریون ونه کړ.

همدا شان جنید خان په سږني بي پي ال کې ټاپ بالر و او دی، خو په ملي لوبډله کې نشته.

یو وخت قحط الرجال و، کریم صادق به هم په زور په لوبډله کې ځان شاملولو.
خو اوس الحمدالله چې د یو ښکلي دوران سم تېر نه وي، لس نور ښکلي مو په خدمت کې وي.

هغه وخت مو دا سندره هم خوښېده:

چې د ښکلو ارزاني شوه بیا به ګورو.

خو اوس د خلکو ذوق ښه شوی ( ارواه یې مړه ده).

شاپور په مرکه څو ځایه دروغ ویلي دي.

ده وویل چې دوه کاله یې نه یم لوبولی، ولې په ۲۰۱۶ نړیوال جام کې ونه لوبیده؟

د کرکټ بورډ ځواب :

شاپور څو عمده مشکلات لري:

– د بال سرعت او بال ته د منډې تناسب یې برابر نه دی، ده ته ډېر پخوا ویل شوی و چې دا منډه کمه کړه خو تراوسه نه ده توانیدلی.


– په تمرین کې ډېره برخه نه اخلي او خاصه دلچسپي نه لري، همدارنګه فټنس یې هم سم نه دی ځکه نو فیلډنګ یې ډېر خراب دی او اکثرا که دریم پرلپسې توپ اچوونې ته راوستل شي نو ستړی ښکاري.


– لږ غوسناک او د ټیم لوبډلمشر او کوچ سره ښه رویه نه ښیی او کیدایشي علت یې هم هغه میراثي سوچ وي چې دا کرکټ خو ما دلته رارسولی.


– په تیره شپږیزه کې شاپور ونه لوبید، البته چې په یوه ټیم کې اخیستل شوی هم وو، چې ده بیا لوبډلمشري غوښته چې بیخي ورته جوړ نه دی. په همدې خبره خپه شو او شپږیزه یې ونه لوبوله. اوس چې یو لوبغاړی د ملي ټیم نه د خرابې کارګردګی په وجه لیري شوی وي او شپږیزې په شان لوبې ونه لوبوي نو د انتخاب کمیټه یې په کوم اساس وارزوي.


– نن سبا کرکټ هغه پخوانی نه دی چې توپ اچوونکی به ټول عمر توپ اچوونکی و. د یوه بالر لوبغاړي لپاره پکار ده چې په توپ وهنه کې یو څه کوشش وکړي چې کله نا کله ورته ضرورت شي نو یو څه وکړای شي چې شاپور بالکل توپ وهنه باندې کار نه کوي.

که د دولت ځدران او شاپور ځدران نه یو باید واخیستل شي نو هر څوک چې وي دولت ځدران به اخلي، ځکه هغه د توپ اچوونې تر څنګ توپ وهنه هم کولای شي.

د شاپور ځدراڼ کرکټ نه کولو دوه لامله دي:

یو دا چې د لوبو لپاره په رسمي سفرونو کې نظم او ډیسیپلین نه مراعات کوي، له روزونکي او نورو کسانو سره شخړې کوي او دوهم دا چې اوس وخت کې د ده له مرورتوب څخه ځینې تخریبکاره کړۍ ناوړه ګټه پورته کوي او د خپلو غیر سالمو اهدافو د رسېدو له پاره له ځدراڼ صیب سوء استفاده کوي.

شېر اغا همکار صیب مو د شاپور ځدراڼ کور ته ورلېږلی، له پلار څخه مو یې غوښتنه کړې چې شاپور ځدراڼ صیب چا غلط کړی کرکت ته نه راځي لطفا تاسو یې پوه کړئ او کرکټ ته یې حاضر کړئ.

د شاپور ځدراڼ د شخصي کرېکټر او اخلاقو ور ها خوا یو بل شرط دا هم دی چې وایي د ده ورور غمی ځدراڼ دې لوبډلې ته راشي، که دا ورسره نه ومنل شي دی لوبه نکوي.

دا چې دلته اداره ده، اصول او قواعد دي ټول لوبغاړي یې مني خو محترم شاپور ځدراڼ یې نه مني او غواړي هر څه چې دی ووایي هماغسې وشي، که موږ داسې د هر لوبغاړي په فرمایشونو وړاندې ځو د کرکټ نتېجه به منفي وي او موږ ته د کرکټ وده او پراختیا لومړیتوب لري.

کرکټ بورډ ته په ننوتلو د تلاشۍ خبره یې یاده کړې ده، د ادارې د اصولو له مخې د هر کارمند او لوبغاړي موټر چې کرکټ بورډ ته ننوځي د موټر شاوخوا یې د چېکېنګ یا پلټنې یوه ځانګړې شیشه یا هنداره ګرځول کیږي تر څو د موټر لاندینۍ برخه وکتل شي چې خدای مه کړه بهر خو به چا ور پورې څه نښلولي نه وي، دا پلټنه یا تلاشي عادي ده، له ټولو ننوتونکو څخه اخیستل کیږي او دا تلاشي د کورنیو چارو وزارت په لارښوونه اخیستل کیږي او نه اخیستل یې زموږ صلاحیت ندی.


د شپږیزه لوبه کې یې ویل چې دی د میرویس اشرف تر لوبډلمشرۍ لاندې لوبه نکوي، په وینا یې میرویس اشرف به د ده سره عکسونه اخیستل او اوس څنګه شاپور د میرویس اشرف لاندې لوبه وکړي، نو شاپور د میرویس لوبډلمشري نه منله او له لوبې ووت.


د انضمام الحق خبره یې کړې ده، همدې رادیوګانو او ژورنالستانو ته به موږ د انضمام تلفون شمېرې او ایمېل ادرس ورکړو دوی دې ترې وپوښتي، دا ادعا یې یواځې په کرکټ بورډ ونکړه، دا یې په انضمام هم تور ولګاوه محبور دی هغه یې هم سپیناوی ورکړي، له انضمام سره د ده ستونزه راغلې وه، کله چې انضمام لومړي ځل لپاره زېمبابوې ته زموږ سره کوچ لاړه، ډرېسېنګ روم کې شاپور ځدراڼ له انضمام سره خوله ووهله، سپکې سپورې یې ورته وویلې او شاپور یې کابل ته راولېږه .


انضمام په نړیوال جام کې شاپور نه غوښته، ویل یې دی د شاپور د ډیسیپلین ذمه نه اخلي، موږ ورته د
شاپور سپارش وکړ چې خیر دی ته منحیث د یوه روزونکي لکه معنوي پلار یې له تېروتنې ور تېر شه او اجازه ورکړه .


همدا ډول په ۲۰۱۴ کې چې موږ نړیوال جام ته تللو شاپور ځدراڼ له روزونکي کبیر خان سره سوک او څپېړې وار کړې، په چیغو شو او د همبانټوټا میدان شیشې یې ماتې کړې، موږ هڅه وکړه ستونزه مو ځای پر ځای حل کړه او موضوع مو رسنیزه نکړه.

تمبلي + بد اخلاقي= په کور کېناستل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د