د یرموک جنګ او د مسلمان او مسیحېانو تهذېبي کشمکش !!!

لیکنه : ابو خالد عثمان

دا نن سبا د کفر او اسلام تهذیبي کشمکش اوسني نه دي, دا هغه وخت سره اړیکه نیسي کله چې عساکرِبلادِ اسلام او د بازنطیني سلطنت مسیحی پوځونه په 637 ع کال کې د شام په ځمکه د یرموک جنګ لپاره مخامخ شول هغه وخت نه دا تهذېبي کشمکش شروع دي .

6 ورځني معرکې تاریخ کې د نړي پر مخ ځان سره حیرانېدونکي تغېرات راوړل, کله چې نوي اسلامي تهذېب د رومیانو یو ستر تهذېب او تمدن مخ ته ودریدو  او بازنطینېانو په زړه ومنله چې د عربو دښت وبیابان نه پورته کیدونکي د توحېد نعره ښه په عروج کې ده ډېر ژر به دغه توحېدیان عیسوي کابو تمدن او کابو اکثرېت لرونکي مذهب نېست ونابود کې او یو نوي بدلون به راشي .

دغه وخت کې عیسوي پاپان په لرزه لرزه راټول شو , او اسلام يې خپل ځان لپاره څرګند زوال ومنلو، او د یرموک تاريخي معرکې کولو فیصله يې وکړه , فکر يې وکړو چې یو جنګ سره به اسلام ختم کو ( لاکن دغه الهی دین کله ختمېدل لري ) د همدې لپاره جنګې اصول جوړ کړاي شو.

قسطنطېنیه نه د بازنطېنیانو مشر په اروپا کښي اعلانات وکړل , د اعلان مهمه نقطه دا وه چې کافر عرب (infidel Saracens) په یروشلم قبضه کول غواړي.

او ددي قبضي له وجې د مسیحیت وجود ته خطر دي دغه وخت پاپانو عربو ته ځکه د کافر نسبت وکو چې خپلو عیسویانو ته دا باور ورکې چې اسلام د یهوديت نه هم دوي ته ستر خطر دي .

او دي اعلان سره مسیحیانو کې د پام وړ تغېرات راغلل او د مقدس جنګ لپاره مسېحې لښکرونه جمه کیدل شروع شو بازنطېني بیرغ پورته کړاي شو د عېسویانو لښکرونه ورلاندي راټول شول تارېخ لېکلي چې له دوه سوه زرو نه ډير د صلېب بنده ګّان راټول شول تر څو محمدي( ﷺ ) مبارکه ډله ختمه کې .

د دغي زماني خطرناکه سلاح دوي سره وه , لښکر اماده دي باران مېده مېده روان دي د هرقل باچا ورور تیوډور سر لښکر کومندان تیارسي ولاړ دي ,( Defence group ) دفاعي کمر بند تشکیل شو حرکت لپاره صفونه تیار شول صلېب راوړل شو د صلېب پجاریان د صلېب نه ښکته یو یو صف تیرېدل شروع شول تر څو برکتونه ترلاسه کړي
حرکت وشو ټک ټک اسونه مستي کې ټوپونه وهې اروپایان د نشو تماشو لنډغران فکر کوي چې اسلام نوم اخېستل به نړي کې کفر وکرځي لکه نن سبا چې دغه مچان ملحدان یا سېکولران فکر کوي چې اسلام مقدس دین به ختم کې.

د دوه سوه زرو صلیبېانو په مقابل کې ( 40000) زره محمدي (ﷺ) پتنګان د اسلام لپاره خپل تن سره میدان جنګ ته اماده دي , د مسلمانانو کمان او مشري ابو عبېده بن جراح رضی الله تعالی عنه امانتا خالد بن ولید رض ته سپارلي وه , ټکر وشو جنګ شروع شو ۶ ورځې د کفر او د اسلام معرکه روانه وه د بریا په لټه راغلې عیسوېانو ته تارېخي ماتي ور نصېب شوه دی ماتېدو په مسيحي پاپانو ډیره بده اغېزه وکړه د مړو انبارونه ولګېدل د عیسویانو د وجود ټوټو له لاسه منطقه مرداره شوه مسلمانانو زرګونه عیسویان قېد کړل او زرګونه يي قتل کړل .

مسیحېانو سره د مسلمانانو اولني ستر جنګ دي چې دي جنګ نه وروسته اسلام د نړی ستر بدلون طرف ته حرکت کوي , تارېخ لېکلي د دغه جنګ زخمونه د صلیبېانو هېڅ کله هم هېر نشو وخت وخت سره يې د تعصب اظهار کړي او دغه تعصب او کېنه يې اوس هم په زړه کې شته.

د اسلامي تهذېب او تمدن په دنیا باندي غلبه کېدو د عیسوېت دغه زخم لا جوړ نه دي او دغه پاپان وروسته شیطاني پلانونه جوړوي او نوې شیطاني لاري پرانېزي د اسلام خلاف لکه (استشراق او تبشیر ).

تارېخ وخت وخت سره هغه ظلمونو ته اشاره کړي چې په مسلمانانو سلګونه کاله کېدل او دغه وخت کې مسلمانان سخت داخلي انتشار له وجې اختلافاتو کې مبتلا وو لکه نن ورځ .
د عیسویانو د ظلمونو یو مثال!

1099 ع کال کې د حرمتونو ښار بیت المقدس باندي صلېبي غاصبېنو چې کله برېد وکړ نو د وېنې دریابونه یې روان کړ ، لیکوالان چي هغه د وحشتونو سحر لېکي سترګې یې اوس هم له اوښکو ډکي شې , خو الحمد لله هر برېد يې په شا شوي تر ننه ورځ بیت المقدس مسلمانانو سره دي خو تاریخ شاهد دي هیڅ کله هم مسلمانانو او د هغوي حاکمانو له جنګ نه ناوړه ګټه نه ده پورته کړي جنګ کې يې شدت وو او جنګ نه وروسته لاندي شوې منطقه کې د الله رحمت وو .

په 1187 کال کې کله چې صلاح الدین ایوبي د عیسویانو مناطق ونیول یو مثال هم څوک نشي ورکولي چې هغه دي عامه خلکو سره ظلم کړي وي . محمد (ﷺ) لښکر د امن لښکر وو قبایلو به خپله خپلې منطقي اسلامي لښکرونو ته سپارلي ترڅو الهي نظام پکښي نافذ شي او امن سره ژوند وکړي.

مسیحي مؤرخېنو خپلو کتابونو کې ددي خبرو خپله اعتراف کړي ، په دي هیله چې خپل تاریخ هیر نه کړو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د