شعـــــرونه

غزل – دلته بې کاره دي د کار خبره نه کوي څوک

دلته بــــې کاره دي د کار خبره نه کوي څوک
د تورو ستـــــرګو د ګوزار خبره نه کوي څوک

چي پــر ځواني یې تقدیر تاو وي د پېچک په شاني
د هغـــې پیغلــــې د خـــمار خبره نه کوي څوک

په وازو سترګو ورته ګورو کړه پښتو یې ورانه
د داسي مــــشر او غــــدار خبره نه کوي څوک

دا عــــلامه د قیامت نه ده وایه څه به وي نور
زامن اختیار لري د پلار خبره نه کوي څوک

جنــګ پر اوبو د یوې پیغلې وو له بلې سره
نـــورو ویل ولې د وار خبره نه کوي څوک

خالـــي جیبونه عمری وېره هیڅ نه قبلوي
د ازادۍ او د نـــه ډار خبره نه کوي څوک
۰۰۰۰

محمد علی عمری
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x