افغانستان

پګواش نن ورځ د سولي په نامه شپږمه غونډه وکړه – تفصیلي راپور او انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۵ل): د پګواش نړیوالي موسسې نن په کابل کې د سولي لپاره خپله شپږمه ناسته تر سره کړه.

په غونډه کې د طالبانو او حکومت پخوانیو چارواکو، سیاسي کارپوهانو، قومي مشرانو او د پارلمان غړو ګډون کړی وو. په دې غونډه کې په ځانګړې ډول د حراست او ثبات شورا مخکښ مشرانو هم ګډون درلود.

پګواش موسسې تر دې وړاندي هم په کابل کې یوه ستره غونډه جوړه کړې وه چې په اړه یې ویل کېدل د افغانستان له ټولو ولایتونو څخه تر ۲۵۰ زیاتو کسانو ګډون په کښي کړی وو.

د پګواش موسسې یوه ۱۹ ماده ییز پریکړه لیک ترتیب کړی چې په تېره غونډه کې یې هم ګډونوالو ته وړاندی کړی وو او د هغوی نظرونه یې اخیستې وه، دغه پریکړه لیک په ننۍ غونډه کې هم شریک شو او د نظر خاوندانو نظرونه باندي واخیستل شول.

د پګواش مسؤولین وايي چې یاد پریکړه لیک یې د طالبانو سیاسي دفتر استازو ته هم سپارلی تر څو یې هغوی تر نظر تېر کړي او په اړه یې تصمیم ونیسي.

د غونډي یو ګډونوال په اسلام اباد کې د طالبانو پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف وو، نوموړي وویل چې بهرنیان تر اوسه باید په دې پوهه شوي وي چې په افغانستان کې ددوی نظامي حضور ممکن نه دی، «که نه وي پوهه شوي نو ځان دي پوهه کړي.»

نوموړي همداراز هغه افغانان مخاطب کړه چې په افغانستان کې د بهرنیانو حضور او اډې غواړي، «دوی هم باید ځان پوهه کړي چې په افغانستان کې د بهرنیانو شتون ناممکن دی، ددوی په وجود کې افغانستان په رنځ اخته کیږي.»

د نوي ملي جبهې مشر انور الحق احدي وویل چې بهرنیان به بالاخره له افغانستان څخه وزي، خو د هغوی وتل باید د سولي لپاره شرط ونه بلل شي، بلکي د سولي د پلان یو جز وګرځول شي. کله چې د سولي پلان عملي شي، بیا به بهرنیان له افغانستان څخه وزي.

د پګواش موسسې جنرال سکرتر په غونډه کې وویل چې ددوی په هڅو د سولي ۱۹ ماده یېز پریکړه لیک ځیني داسي ټکي هم لري چې باید د مذاکراتو برخه وګرځي او بحث باندي وشي لکه د انتقالي حکومت را منځته کېدل او نور.

د پګواش موسسې همکار او د سولي لپاره فعال خلیل الله صافي نن ټکی اسیا ته وویل چې لاندي مواردو باندي د ننۍ غونډي ټول ګډونوال موافق وه:

١. د طالبانو لپاره د سياسي دفتر پرانستل

٢. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو حذفول

٣. د خارجي قواو تدريجي وتل

٤. په أساسي قانون له سره بيا كتنه

٥. د جنګي او سياسي بنديانو خوشي كول

٦. د شرعي نظام نفاذ

٧. د بشر حقوق، د اسلام د مقدس دين او افغاني دود سره سم د ښځو د حقوقو رعايت

٨. اقتصادي پرمختګ

٩. عالي تحصيلاتو ته لاس رسی

١٠. له ګاونديانو او نړيوالي ټولني سره د متقابل احترام او يو د بل په چارو كي د عدم مداخلت په بنياد حسنه روابط

۱۱. د ملکي تلفاتو د مخنیوی لپاره ګډي هڅي

هغه موارد چې ګډونوالو باندي مختلف نظرونه لرل په لاندي ډول دي:

۱. د اوربند ميكانيزم، تطبيق او نظارت .

۲. د موقتي اداري تشكيل، واكونه او موده.

نوموړي وویل چې پر پورته دوه مادو یې مختلف نظریات را ټول کړي چې له مخې به یې په افغانستان کې د ممکنه توافقنامې په موادو کې تعدیل را منځته شي او بیا به د افغانستان د حکومت او د طالبانو سره شریک شي.

نن ټکی اسیا ته د پګواش موسسې له لوري ترتیب شوی په افغانستان کې د ممکنه توافقنامې ۱۹ ماده اییز پریکړه لیک هم رسیدلی چې د اهمیت له وجي به په جلا توګه نشر شي.

په غونډه کې د ګډونوالو لیست په لاندي ډول دی:

محمد یونس قانوني

محمد اسماعیل خان

عبدالسلام ضعیف

اسد الله خالد

محمد عمر داودزی

انوار الحق احدي

انجینر محمد امین کریم

ډاکټر غلام فاروق اعظم

حاجي روح الله وکیل

فریدون خان مومند

ډاکټر جعفر مهدوي

حاجي عزیز الله دین محمد

مولوي ولي محمد شیباني

محمد صدیق مدبر

عبدالخالق فراهي

ضیاء الحق امرخېل

تمیم نورستاني

محمد حسن حقیار

نظرمحمد مطمئن

فیض محمد ځلاند

عتیق الله صافي

حاجي ولایت خان

اسد الله سعادتي

باختر امین زی

مولوي عبدالحکیم منیب

عبدالصمد شاغاسی

احسان الله کامه وال

خلیل الله صافي

محمد یوسف افتخار (افغان پګواش)

فیض الله مومند (افغان پګواش)

انجینر حزب الله فکري

مولوي سعید الرحمن

قاري مومن

پروفیسور پاولو (د پګواش جنرال سکرتر)

سټیفن بروکنګ (یوناما)

محمد ابوالاحرار رامزپور (یوناما)

مجیب الرحمن عثمان (یوناما)

حاجي وزیر خان زدران

د غونډي پر مهال اخیستل شوي ځیني انځورونه:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

دا ځینې څیرې د افغانانو نمایندګان نه بلکه د اشغالګرانو جنایتکاره مزدوران دي چی باید محکمه کړل شي.

اسماعیل خان – ملي خاین او جنایتکار
قانوني- ملي خاین او جنایتکار
اسدالله خالد – همجنسباز، ملي خاین او جنایتکار
داوودزی – د بهرنیانو جاسوس ملی خاین
احدي- د بهرنیانو جاسوس ملی خاین

عبدالقدیر مهمند

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته ! دربین ما افغانها دو قسم مجالس مروج است مردانه و نامردانه و با گذشت پانزده سال اشغال کنفرانس های نامیمون نامردانه پگواش که یک شاخچه از سی آی ای استخبارات نظم نوین شیطان می باشد که برای فریب مردم مظلوم ما درست شده است مانند مذاکرات اسرائیل فلسطین و مذاکرات افغانها با انگلیسها در ۱۸۴۱که هر وقت صلیبی ها در جنگ شکست می خورند برای فریب ملت ما این کنفرانس های تقلبی را درست میکنند و هم اکثریت اشتراک کنندگان در این مجلس غلام بچه های اجیر می باشند زنان و مردان… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x