افغانستان

تر څو طالبان په سیاسي بهیر نه وي ګډ شوی، جګړه به دوام ولري

نن ټکی آسیا: د برتانوي فوځ رئیس ارکان جنرال سیربیتروول خبردار ورکړی چی کیدای شی طالبان د افغانستان په جنوبي ولایاتو کي هغه سیمي بیرته ونیسی کومي چي برتانوي فوځ په ډیرو قربانیو ورکولو سره د طالبانو له لاسه کښلي وی.

ښاغلي وول د برتانوي ورځپاڼي ټیلیګراف سره په یوه مرکه کي ویلي چي په خاصه توګه د هلمند ولایت هغه مهمي سیمي چي برتانوي فوځیانو په پراخو او غټو عملیاتو سره د طالبانو څخه نیولی، لکه موسی قلعه، مرجه او نوري مهمي ولسوالۍ، کیدای سي بیرته د طالبانو په لاس کي ولویږي.

او زیاته کړې چي راتلونکی کال به د برتانوي فوځ لپاره ډیر سخت کال وي، ځکه چي دوی به خپل فوځونه د افغانستان څخه د 2014 تر پایه باسي، او خپل عسکري عملیاتو ته به د پای ټکی ږدي.
ښاغلي وول ویلي چي طالبانو پر هغو سیمو باندي چي مونږ یی پریږدو، د بیا نیولو هڅي کوي، او که طالبانو دا سیمي یو ځل بیا ونیولي، نو زمونږ لپاره به دا ډیر بد خبر وي.

نوموړي ویلي چي مونږ په افغانستان کي خپل هدف تر لاسه کړ، مونږ د افغانستان په جنوبي ولایتونو کي د القاعده فاعلیت ختم کړ، اوس هغوی نه سي کولای چي ددغه سیمي څخه په استفادې پر برتانیا او غرب باندي بریدونه وکړي. او زیاته یې کړه چي زمونږ د وتلو وروسته به تر هغو په افغانستان کي جګړه دوام ولري، تر څو د طالبانو معتدلي ډلي د افغانستان په سیاسي بهیر کي ګډون نه وي کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x