شعـــــرونه

آه حلبه څه در وشول!!!

عرفان الله عرفاني

څومره ستره فاجعه ده

څه د غم ډکه کیسه ده

ساندې ساندې دي سلګۍ دي

له سینې دې زګېروي خېږي

فریادونه دې څوک ناوري

څه بې رحمه زمانه ده

څه د ظلم انتهاء ده

ټول افق دې دود نیولی

له اُوجود دې لمبې خېږي

ټول بچي دې لولپه شول

د بمونو باران اوري

د سرو وینو سېلاب جوړ دی

له معصومو شهیدانو

کوڅې ډکې د ټول ښار دي

څوک دې نشته د پوښتنې

زه دې چغې فریاد اورم

خو کومک دې کړلی نه شم

ای زما مسلمان وروره

په خدای ډېر درنه شرمېږم

په خدای تاته ملامت

په خدای ډېره ناځواني ده

چې پر تاسو وحشت کېږي

تا کافر په ظلم وژني

په ناموس مو تېری کېږي

ماشومان مو هم قتلېږي

او زه ناست یمه بېغمه

مسلمان هم ځان ته وایم

ماته مرګ له دې بهتر دی

ژوند دې ورک د دووسۍ شي

ژوند دې ورک د غلامۍ شي

ای زما مسلمان وروره

ملامت یم ملامت یم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x