
افغان ماشوم د «لیونیل میسي» سره په قطر کې ولیدله – انځورونه – ويډیو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): افغان ماشوم «مرتضی احمدي» چې د میسي په نامه یې ځانته له کڅوړي کمیس جوړی کړی وو، نن د قطر په پلازمینه دوحه کې د «لیونیل میسي» سره ولیدل.
لیونیل میسي چې د نړۍ په سطحه د فټبال غوره لوبغاړی دی، د ارجنټاین هیواد دی، او د اسپانیا په برشلونه فټبال کلب کې لوبه کوي. نوموړی د نړۍ په سطحه په ملیونونو مینه وال لري.
د برشلونه کلب نن ورځ په قطر کې د سعودي د الاهلي په نامه کلب سره د فټبال لوبه درلودله، ځکه قطر ته تللي وه او هلته افغان ماشوم «مرتضی احمدي» چې د برشلونه کلب رسمي کمیس یې په تن وو، د «میسي» سره ولیدله او هغه د خبریالانو او د لوبډلي د نورو لوبغاړو مخته په غیږ کې واخیست.
Amazing! Leo Messi has met the young Afghan boy who made a Messi shirt out of a plastic bag 👏 (Footage: @roadto2022) pic.twitter.com/1K8cTu6Ul3
— Bleacher Report UK (@br_uk) December 13, 2016
مرتضی احمدي چې د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ دی، انځور یې وروسته تر هغه پر ټولنیزو پاڼو مشهور شو کله چې نوموړي د یوې پلاستیکي کڅوړي څخه ځانته کمیس جوړ کړی وو، د کڅوړي رنګ د ارجنټاین هیواد د فټبال لوبډلي رسمي کمیس ته ورته وو، او پر شا یې د میسي نوم لیکلی وو.
د نوموړي انځور د نشریدو وروسته «لیونیل میسي» هغه ته په خپل لاس امضا شوی کمیس هم رالیږلی وو.
ویل کیږي چې دغه ماشوم ته د برشلونه په ورزشي کلب او مدرسه کې د زده کړي ترتیب هم نیول شوی.