افغانستان

جرمني په افغانستان کي خپل پوځيان د ډېرو شرابو له څښلو منع کوي

نن ټکی آسیا: په افغانستان کي د جرمني پوځ مشرتابه له هغو پوځيانو سره د سخت چلند امر کړی،چې تر حد زیات شراب څښي.
په خبر کي راغلي چي د روان کال 2013 په بهیر کي 32 پوځیانو ته له همدې کبله سزا ورکول شوې او له دې وړاندې په 2012 کي هم یوازي 15 تنو د زیاتو شرابو د څښلو په جرم سزا ګاللې وه.

د تاګیس تسایتونګ په نامه ورځپاڼي زیاتوي، چې دا پریکړه وروسته له هغې وشوه چې کله د جرمني په پارلمان کې د پوځيانو له لورې د زیاتو الکولو د څښلو موضوع راپورته شوه او د دغه هېواد کيڼ اړخي ګوند اعتراض حکومت دې ته اړ کړ،څو د هغو پوځيانو سره سخت چلند غوره کړي چې د دندې په جریان کې زیات شراب څښي.

د نویو قوانینو له مخي جرمني عسکر کولای شي چې د ورځي ۲ وړوکي بوتله عادي (بیره) او یا نیم لیټر د غنمو بیره په غاړه واړوي.
 همدارنګه د شپې پر مهال هم یوازې د یو جام شرابو څښلو اجازه لري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x