امیرالمؤمنین عبدالحمیدثاني - د عثماني خلافت اخیري خلیفه

کله چې امریکا اړ شوه، اسلامي خلافت ته جزیه ورکړي(دویمه برخه)

ژباړه – ذبیح الله شینواری
د نیول شوې، کښتیو د بیا ترلاسه کولو کې بشپړ پاتې راتلو نه وروسته هغوئ په یو تړون لاسلیک وکه؛ د دې تړون دوه وېشت مادې وې، او دا لومړۍ نړیوال تړون وه، چې په انګرېزې نه بلکې په ترکي ژبه لیکل شوی وه. د دې تړون له رویه امریکا ته د هغه بحري کښتۍ واپس ورکړې شوې، او امریکا اقرار وکړ، چې عثماني خلافت ته هر کال ټاکلې پېسې د جزیې په ډول ورکوي، د امریکا لومړنی ولس مشر جارج واشنګټن په یاد تړون لاسلیک وکړ. امریکا د خپلو فوځیانو او کښتیو آزادولو لپاره سم دلاسه شپږ لکه، دوه څلوېښت زره تلایي ډالر ورکړل، او دولس سوه عثماني لیرې یې هم ورکړې، الجزائریانو ژمنه وکړه هغوئ به منځني بحر او بحر اټلانټک کې امریکایي کښتیو مخ نوی نه کوي.

بشپړ یو کال تېر شو، خو د لیبیا حکومت ته ټاکلې جزیې برخه اونه رسېده امریکایانو دا وخت ښه وګڼه او یوسف پاشا یې وهڅوه ، چې دی دې د دې تړون نظر ثاني غوښتنه وکړي. حالات داسې ول د لیبیا فوځیانو معاشونه او د جګړې ضروري سامان لپاره هم شتمنۍ نه وه دوئ بېړۍ هم د اقتصادي ستونزو له امله سمه نه شوه کارولی، په همدې وخت کې امریکا خپلې بېړۍ منځني بحر ته واستولې. په دوئ کې دوه بېړۍ ډېرې نوموتې وې، په دوئ څلور څلوېښت توپونه کېښودل شوي ول.

نومونه یې: (پرېزیډنټ) او (فلاډلفیا) وو، یوه بله بېړۍ هم وه چې دوه دېرش توپونه یې لرل (اي سکس) یې نوم وو او یوه بله وړه کښتۍ نوم یې (انټرپرایز) وو او دولس توپونه یې لرل.

د امریکا دریم ولس مشر (ټامس جېفرنس) غوښتل په دې سیمه کې خپل غښتلی فوځي ځواک وکاروي، له امله به یې په ټوله بحري سیمه کې د امریکا واک شي، هغه خپله مرستیال او وزیر دفاع سره په خبرو کې وویل: مونږ به د طرابلس واکمنو ته داسې سبق ورکړو، چې د دوئ نسلونه به یې یاد وساتي؛ همدا راز به مونږ په نړۍ کې د امریکا حکومت اساس کېږدو.
ولس مشر رچرډ ډل ته د دې بحري پلان مشري ورکړه، او ورته یې وویل: چې هغه دې په دې بحر کې د امریکا واکمنۍ لپاره مناسب اقدامات وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د