افغانستان

د ولسمشر لومړی مرستیال د جوزجان پخوانی والي په جنسي تیري ګواښلی – ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): د جوزجان پخوانی والي او د جنبش ګوند پخوانی مرستیال اوزبک مشر اینجنر احمد ایشجي څه موده مخکي د ولسشمر اشرف غني د لومړي مرستیال جنرال دوستم له لوري په شبرغان کې د بزکشي له میدانه تر وهلو ډبولو وروسته ونیول شو.

د احمد ایشجي زوی بابر ایشجي هغه وخت وویل چې پلار یې د جنرال دوستم کسانو د زرګونو کسانو په مخ کې بیعزته کړ او تر وهلو وروسته یې خپل په کور کې بندي کړ.

د جنرال دوستم ویاند دغه یو تهمت وباله او وې ویل چې احمد ایشجي د وسلوالو سره په لاس لرلو تورن وو ځکه د ملي امنیت لخوا ونیول شو.

احمد ایشجي ۱۶ ورځي د جنرال دوستم په کور کې تر تېرولو وروسته د تیرې (شنبه، لېندۍ ۲۰مه، ۱۳۹۵ل) په ورځ را خوشي شو.

نوموړي په رسنیو کې په خپل لومړي ظهور کې وویل چې په بندي خانه کې خپله د جنرال دوستم په مخ کې وهل شوی، او د جنرال له خوا په جنسي زوروني او لواطت ګواښل شوی دی.

ایشجي په خپل مرکه کې ویلي چې جنرال دوستم وویل : ( راته وې نیسئ، تر څو «لواطت» ورسره وکړم،) خو بیا یې خپلو کسانو ته وویل چې لس نفره باندی تجاوز وکړئ، تر څو یې له «####» ویني لاړي شي، ویډیو او عکسونه یې راته واخلئ، تر څو که یې بیا کله خوله خلاصه کړه، هغه نشر کړو.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د «ملي وحدت حکومت د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې پر ښاغلي احمدخان ایشچي د شوې پېښې له رامنځته کېدو ‎څخه، موضوع په جدیت تر تعقیب او هر اړخیزو څیړنو لاندې نیولې ده.» او ویل شوي چې «د عدالت د تامین په خاطر به هر هغه څه چې د تحقیقاتو په نتیجه کې اثبات شي، د عدلي او قضايي مراجعو له لارې به په بشپړې بي طرفۍ او استقلال اقدام وشي».

باید وویل شي چې جنرال دوستم په فاریاب او جوزجان ولایت کې د عملیاتو پر مهال بې ګناه افغانان یوازي د تعصب او ژبني توپير پر اساس وژلي، کورونه یې ورته سوځولي او له خپلو کلیو څخه ګډوالۍ ته اړ کړي دي. په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د حقوق بشر ادارې هم د نوموړي جرمونه ثبت کړي وه او په اړه یې راپور نشر کړی وو.

د شنونکو په نظر د ګډحکومت سره د نوموړي اختلافات دومره ژور شوي دي چې نور یې په حکومت کې دننه ټولي کړۍ له ځانه خفه کړي او ټول په دې هڅه کې دي چې جنرال دوستم نور له صحنې لیري کړي.

جنرال دوستم په جوزجان کې د خپلو پلویانو په منځ کې ولسمشر اشرف غني په قومي تعصب تورن کړی وو او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله یې یو نااهله مشر بللی وو.

ویل کیږي چې د ملي امنیت شورا د مشر حنیف اتمر او ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي سره هم د نوموړي اختلافات ډیر دي، ځکه هم فکر کوي د فاریاب په عملیاتو کې د نوموړي پر کاروان د طالبانو برید کې دوی لاس لري او غواړي چې د طالبانو په لاس یې ووژني.

د احمد ایشجي په قضیه کې پر جنرال دوستم د جنسي زوروني او همداسي د شکنجې خبرونو یو ځل بیا بشري موسسې، رسنۍ او غربي سفارتونه په حرکت کې راوستلي او په دې قضیه کې یې د څیړونو غوښتنه کړې ده.

د احمد ایشجي مرکه په لاندي ویډیو کې کتلای شئ:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

ایا داهم کلچر دی دا کلچر خو نه افغاني ده او نه انساني ! داڅه څناوران د لندغر زامن داشغالګرو محصول دي !
تف لا نت

محمد عبداللہ

پہ دخنزیر پسی ھم لویہ ڈلہ روانہ دہ اللھم اھدھم والافخذھم اخذ عزیزمقتدر۔

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x