نظــر

یو څو اوښکې

یو ځای ته د رسیدو لپاره هره ورځ د یو بل ملګري په ملګرتیا په یو موټر کې ځم. ملګري مې په لندن کې ماسټري کړي او څه د پاسه ۳۰۰۰ زره ډالره معاش او د څلورو نفرو مشري هم ور په غاړه ده، یوه خبره په پښتو او پنځه انګلیسي کوي، کله هم چې ورسره کیښنې یو غر په بل غر ولي. الله(جلاله هو) حاضر دی، چې ښه ساعت مې ورسره تیر دی کله مې خنده وي او کله مې ژړه وي. ننۍ قصې ېې ژړولی یم.

قصه را ته کوي، چې زمونږ د دفتر مزدور( پیاده رو) ډیر په احترامانه ډول ېې خپله خوله زما غوږ ته را نږدې کړه او داسي را ته وویل: رٌیس صاحب په کور کې څه نلرم که ته مناسبه وګڼې چې ستا په شمول د دې څلورو نفرو څخه یو څه را ته ټول کړې تر څو خپل اولاد ته یو څه ویسم او تا به الله (جلاله هو) په خپلو نعمتونو کې را ونغاړي ؟

ملګري راته وویل، چې ما مزدور ته دا رقم ځواب ورکړ: ستا غوښتنه زه د خپل شان او شوکت څخه ډیره ټیټه وینم پدې معنی چې د څلورو کسانو مشر دې په هر ما تحت کارګر پسې لمن زولۍ کړي او تا ته دې ترې افغانۍ را تولې کړي. غوښتنې ته ېې خنډ شوم او ورته ومې وویل چې ته پوه شه او څلور نفره.

د وخت امیرالمومین ابوبکر صدیق(رضی الله تعالی عنه) به چې کله د سهار لمونځ ورکړ بیا به همداسې پسې ورک شو. یوه ورځ عمر (رضی الله تعالی عنه) ځان سره دا هوډ وکړ چې زه به دی تعقیبوم چې دی مبارک چیرته ځي ؟ ابوبکر(رضی الله تعالی عنه) مخکې او عمر (رضی الله تعالی عنه) ورپسې، بلاخره ابوبکر (رضی الله تعالی عنه) یو کوټنۍ(خیمې) ته ننوته، څه وخت ېې هلته تیر کړ، بیرته را ووت او لاړ.

وروسته عمر (رضی الله تعالی عنه) دې خیمې ته ورننوته ګوري چې په نوموړې خیمه کې یوه کونډه، سپین سرې، په عمر پخه او ړنده ښځه ناسته ده.

عمر (رضی الله تعالی عنه) ترې وپوښتل چې دا نفر څوک ده او دلته څه ته راځي ؟

هغې په ځواب کې ورته وویل چې دا ابوبکر ده هره ورځ راځي کور مې راته جارو کوي غوا راته لوشي او بیا مې ماشومان را ته مړوي او بیرته ځې. عمر (رضی الله تعالی عنه) د دې خبرو په اوریدو سره د خیمې څخه را ووت او په ژړه غونيآاواز ېې داسې وویل: ائ ابوبکره ! قسم په رب چې تا مونږ په راتلونکي کې په ډیر سخت امتحان کې واچولو.

د عمر(رضی الله تعالی عنه) خلافت ته راځو، د عمر (رضی الله تعالی عنه) د خلافت دوران وه د داسې یوه خلیفه او امیرالمومنین چې بادشاهي ېې تر بیت المقدس، اروپا، افریقا او تر اسیا پورې غزیدلی وه او د میلونهاو مسلمانانو، نصاراو او د یهودو مشري ېې کوله، خو نوموړی به د شپې کور په کور ګرځیده چې د غریبو خلکو احوال واخلی او مستحقین په مادي امتیازاتو سره ونازوي، که څه هم د دې دواړو شان او شوکت سره دا کارونه مناسبه نه وه چې د غریب احوال دې په شپه او سهار وختي واخلي، ځکه زما د ملګري د خبرو په اساس چې یو څوک د څلورو نفرو مشر شي بیا د هغه شان او شوکت سره نښایي چې د غریب لپاره یو خیریه کار وکړي.
خو نه! هغو صحابوو به دومره فکر او احساس درلوده چې یو ورځ راتلونکې ده او زما څخه به یو څوک د خپلې مشري ذره ذره حساب اخلي نو همدا وجهه ده چې دوۍ خپل امانت(مشري) په نه ستړې کیدونکو هلو ځلو (شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې) تر سره کولو.

پایله:

زه د دې مخالف نه یم چې یو کس دي په خارج )غرب او شرق ) کې خپلې لوړې زده کړې وکړي بلکې زه د دې مخالف یم چې د هغه ځای فکر، ګران افغانستان ته را نه وړل شي، بدبختانه د څو لسیزو را هستې دغه رقم فکرونه افغان ځوانانو د لوړو زده کړو د حاصلولو سره سم افغانستان ته راوړل( ښه مثال ېې د جدي ۶ مه ده) او کله هم چې نوموړي اشخاص د قدرت ګدۍ ته رسیږي په نتیجه کې دغه اشخاص د افغان د ټپونو لپاره یو مضره مرهم ګرځي نچوړ به ېې دا وې، چې د عام ولس احساسات به را پاروی او یو ځل به بیا افغانستان د وینو میدان ته کشکاوی. که د نړۍ هر علم ته سر ور ښکاره کړو دا خبره به را سره مني چې د یوې منطقې تیوري او فکر په بلې منطقې کې تطبیق کول ډیر ستونزمن کار دي، که افغانستان وګورو تجربو ښودلې چې په افغانتسان کې د بل فکر تیوري د تطبیق پایلې تیارو ته لاره هواره وي، لکه څرنګه چې کمونیزم تیوري د اسلام په خاورې کې تطبیق شوه او پایلې ېې تاسو مشاهده کړه.

نو چې یو کس د څلورو نفرو په مشرۍ کې دومره مغروه وي نوموړی چې کله ولسمشر شي بیا به له غریبه او له ولسه څه ګیله وي چې مقابل کې ېې پاڅون سپیڅلي ګڼي.

 

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x