شعـــــرونه

حلبه ولې؟

شاعر : ملنګ یار

حلبه ولې دې په غېږ کې ماشومان ووژل؟
حلبه ولې دې دا سره او سپین ګلان ووژل؟

حلبه ولې دې زموږ خویندې سرتورې کړلې؟
زر وایه ولې دې زموږ وریندارې بورې کړلې؟

حلبه تاخو مور له ځوی او ځوی له مور جدا کړو
حلبه تا له هرې پیغلې څخه ورور جدا کړو،

حلبه ستا له هر یو کور یې کنډواله جوړه کړه.
پوهیږم نه در باندې چا دا توره شپه جوړه کړه؟

حلبه نه اوري ستا چغې دا جهان نه اوري
زړونه کمزوري لري کړیکې د ځوانان نه اورې

بې غمه خوب کړي کبابونه پولاوونه واهي
ځیني ناڅا کړي په مجرو کې شرابونه واهي

حلبه طمع د کړه لنډه څوک درتللی نه شي
حلبه دلته خلک ګونګ دي غږ کولی نه شي

دا تش په نام مسلمانان دي بهانې لټه وي
ځیني پیسو په سر اخستي څوک فتوې لټه وي

حلبه ځان ته سه چاره ګوره یو چاته مخ کړه
حلبه نه درځي ځوانان ته خپل الله ته مخ کړه

حلبه نه اوري ستا چغې مسلمان کاڼه دي
حلبه نه ویني ستا غوښې انسانان ړانده دي

حلبه وه غواړه له رب نه فریشتې وغواړه
هغه د بدر د غزا مــــــلایـــــکې وغواړه

حلبه کلکه عقیدا کړه سرټیټي ونه کړې
مړشه مرګ حق دی دا شیعه بوت پراستي ونه کړې

خدایه پرې ورخمیږه ډیرې بې اسرې پراتې دي
قبرونه نه لري حلب کې جنازې پره تې دي

د ملنګ یار لاسونه ستا لور ته کاږه دي خدآیه!
څه ناڅه ورکړه تور باڼه یی نن لامده دي خدایه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x