شعـــــرونه

وامعتصما/ عزيز الله حسيني

عزيز الله حسيني

يوه خورکۍ رانه په چيغو کې ځواب غواړي
دمستور پت دخرڅيدو رانه حساب غواړي

ټوک ټوک بدن ديوې معصومې کړې نعرې راپسې
څنګه دې زړه زما دحال د ليدو تاب غواړي

نن بشريت اواسلاميت دواړه وژلى وه چا
ناتوان ضميرمې دکفري نړۍ کباب غواړي

کلى اوکورمې نړيدلى خدايه څه وکړمه
مسجدقيامت رانه نن بيادړنګ محراب غواړي

دښاروګړي لمبيدل که دسرو وينو حوض کې
يو ورځ به غرب هم خپلو وينوته درياب غواړي

څوبه يې لمانځې حسيني دتړمو اوښکو په بار
دتاريخ کرښوکې داورځ يوزرين باب غواړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x