نظــر

کله چې د ولسمشر لومړی مرستیال د خلکو مقعدونه څیري

جیلاني پښتون

همدا اوس مې په بي بي سي فارسي سایټ باندې د مشهور خبریال هارون نجفي زده یو ټکان ورکوونکی راپور ولوست.په راپور کې د مشهور ازبک مشر احمد ایشچي له قوله په هغه باندې د اشرف غني د لومړي مرستیال رشید دوستم له اړخه د شویو تجاوزاتو څخه پرده پورته شوي ده.

احمد ایشچي ویلي چې جنرال دوستم د بزکشۍ د لوبې په مهال وروغوښت خو کله چې نږدې ورغی او غوښتل یې د ستړې مشې په مهال یې لاسونه ورښکل کړي جنرال دوستم ورباندې برید وکړ، ښکنځلې او پوچې خبرې یې ورته وکړې او ورته ویي ویل : ستا او ستا د زوی له کارونو خبر یم اوس چې دې دلته د آسانو پښو ته وغورځوم څوک به دې رانه پوښتنه وکړي؟ وروسته د دوستم محافظانو په ځمکه رانسکور کړم دوستم مې په ستوني پښه کیښوده او نورو راباندې ګوزارونه پیل کړل.

احمد ایشچي وایي: وروسته دوستم په موټر کې واچولم او د خپل کور پر خوا یې یووړم کور ته په رسیدو یې خپلو کسانو ته امر وکړ چې ما له موټر نه راوغورځوي. دغه وخت دوستم امر وکړ چې زما کالي دې وایستل شي د دوستم کسانو له مانه جامې وایستې تر دې چې پرتوګ یې هم را نه ویوست او لوڅ لغړ یې کړم.

احمد ایشچي وایي وروسته دوستم زه خپله لومړی ووهلم او بیا په داسې حال کې چې ما جامې نه درلودې شخصا دوستم داسې حرکات راسره اجراء کړل لکه له ماسره چې لواطت کوي او له دې حالت نه یې ویډیو هم ډکه کړه. وروسته دوستم خپلو نورو کسانو ته امر وکړ چې په ما جنسي تیری وکړي، هغوی هم د دوستم په شان عمل وکړ،دوی دغه ټول حالت په ویډیو ثبتاوو او ددوستم کسانو حتی دده په مقعد کې د وسلې د ننه ایستو هڅه هم کوله چې له امله یې د بي بی سي د راپور په اساس د احمد ایشچي مقعد هم شلیدلی دی چې د همدې حالت څخه یې د دوستم کسانو فلم اخیستی دی.احمد ایشچي وایي چې وروسته دوستم خپلو کسانو ته وویل چې همدا فلم یي وساتئ که یې زموږ خبره نه منله نو به یې ددې فلم په نشرولو تهدیدوو.

احمد ایشچي وایي چې وروسته تر پنځو ورځو پورې چې له دوستم سره بندي و پرتوګ یې نه درلود او همداسې لوڅ لپړ یې ددوستم په شخصي زندان کې ګوزاره کوله.

د احمد ایشچي لخوا ددغه خبرو افشاء د جنرال دوستم په وړاندې پراخ نفرت راپارولی او حتی بهرنیو سفارتونو یې هم په وړاندې غبرګون ښودلی دی.

ښایي د ځینو خلکو ذهن د دوستم لخوا تر دې حده تجاوز او جنایت ونه مني. اما هغوی چې د دوستم غوندې جګړه مارانو له کرکټر او کړنو خبر دي دغه ډول خبره یې په اسانۍ زړه ته لویږي. ځکه جنرال دوستم له دې وړاندې په خپل یوه بل سیاسي مخالف اکبربای باندې هم په خپله تجاوز کړی و خو له دغو ټولو کریهو جنایاتو سره سره ددغه جنسي سادیست په جنایاتو پرده اچول کیږي او د اشرف غني په مشرۍ ړوند اندي یې خپل تر ټولو معتبر سیاسي حلیف بولي تردې چې طالبانو ته هم د دوستم په مټ اخطارونه ورکوي .

د ولسمشر اشرف غني د لومړي مرستیال رشید دوستم لخوا د احمد ایشچي د مقعد څیرل کیدل او له هغه سره په عام محضر کې لواطت ښيي چې د فاحش او ګوډاګي رژیم د جرم، جنایت،وحشت او قساوت چاړه تر هډوکي رسیدلې ده او وطن یو ځل بیا د بدنامۍ، ګډوډۍ او رسوایۍ په داسې حالت کې شپې اړوي لکه د تنظیمي ګډوډۍ په وخت چې یې هیوادوال شاهدان وو. دغه حالت تقاضا کوي چې دروند اولس د دغو بدنامو او بدکارو حاکمانو په وړاندې راپاڅي او یو ځل بیا یې د کولاب او تاشکند به فحشاء خانو وسپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رحمت الله رحمت

رحمت الله رحمت
ناوړه کړنه او ناوړه سرلیک!

عبدالواحداڅګزۍ

داخولا خپل معاون وو هغه به هم دده پشان ظلمونه کړی وی تردی یی لالوی جنایتونه دپاکواو سپیڅلو پیغلو بی حرمتۍ دی دل دالله قهردۍ چه الله پر موږ داجنایت کاران مقرر کړی دی: ستاسوخپل عمل دۍ ای دافغانستان اوپاکستان مسلمانانو وبیریږۍ دالله څخه خپل عملونه سم کۍ خپل رب ته سجدی وکۍ دخپله ربه د تیروګناهو عفه وغواړۍ دآینده فضل ځنی وغواړۍ کم ظالم حکومتونه چه درباندی مسلط دی داټول ستاسو دعملو سبب دۍ الله په قرآن کی فرمایی: ومآ اصا بکم من مصیبت فبما کسبت اید یکم ویعفو ا عن کثیر(۳۰)ط ومآ انتم بمعجزین فی الازض ج وما… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x