خبرونه

د کابل په څلور لارو کې ډېری کاريګر د جنګ ځپلو سيمو دي

[نن ټکی آسیا] په هېواد کې دروانو ناوخوالو په اوږدو کې تر ټولو هغه خلک ډېر وځپل شول چې هغوی تر نورو په اسلام کلکې منګولې لګولې وي، روان ناورين پرلپسې په هغو سيمو کې خپل جنايات تکراروي چې هلته په ټوله مانا خلک د ژوند له هرې اسانۍ وروسته پاتې دي.

د کابل په څلورلارو کې د کار لپاره ولاړ ځوانان ، سپين ږيري او ماشومان ډېری دهغو سيمو او سېدونکي دي، چې هلته اوس هم لا جګړه په درز کې روانه ده او هيڅ ډول بازار فعاليت نه شي کولای.
د کابل په کوټه سنګي چوک کې يو شپاړلس کلن ځوان وايي:
ـ نوم مې ګل ولي دی، د غزني د اندړو د حبيب ګوډلو يم، دلته کارته راغلی يم، په کلي کې مو اربکيان سړی يوې خواته نه پرېږدي.
له ګل ولي نه مې وپوښتل چې ولې د غزني په ښار، يا هم اندړو ته نږدې په کومه سيمه کې ځان ته کارنه پيداکوي؟
هغه زړه نازړه وويل:
ـ هلته بد حال دی، چې کلي ته نږدې کوم کارمار پيداکړم، که اربکيان خبر شي، چې زه دلته په اندړو کې يم، بيامې په زور پوستې ته بيايي، هغوی تل ځوانانو ته وايی، چې له موږسره شئ بس مزې به کوئ.
په همدې چوک کې يو نږدې اتلس کلن ځوان نورنګ د پکتيکا د یحی خېلو اوسېدونکی دی، دی وايي: زه دلته کارته ولاړ یم، کله کله ګوزاره وشي، کله بيا ولاکه درې شپې څه شی وي.
د نورنګ په خبره په کلي کې يې اربکيانو پوستې جوړې کړې او خلک په زور ورغواړي،هغه نن ټکی اسيا ته وويل:
ـ هغوی مو په زور اربکيان کوي، چې بيا په اوړي کې طالبانو ته دښمنان شو، يوه زړه مور لرم، او پلارمې په غزني کې په بټۍ کې کار کوي، زه دلته ترې راغلم.
د کابل ښار د ميوند جادې سره ولاړ کاريګرهارون بيا د غزني د ګيلان دی، د هغه په خبره په کلي کې طالبانو د جاسوس په تور اخطار ورکړ، ښوونځی يې په اتم کې پرېښود او په کابل کې دومره ګټي چې ايله خپله ګوزاره پرې وکړي. هغه وايي:
ـ په کلي کې مو ولاکه يوه خوا پرېږدي، کارونه نشته، کورنۍ وضعه مو خرابه ده، زه د کورنۍ مشر اولاد يم، دلته هم ولاکه ګوزاره کېږي.
له هغه مې وپوښتل چې ولې ځان ته داسې کار نه پيداکوي،چې د کورنۍ يې هم چاره پرې وشي؟
ده وويل: دغسې کارونه په حکومت کې واسطه غواړي،. کنه ولا خط مې هم زده دی، تر ډېرو بې سواده مامورينو تکړه يم، په نورو نظامي ځايو کې کارونه ډېر دي، هغه بله ورځ هم د صاحب خان له کلي زما يو اربکي ملګري زنګ راته وهلی و، ویل يې راشه! ماويل ولاکه درشم، چې زر ډالر راکوي، هغه ماته خوند نه راکوي. بې له هغه مې هم طالبان جاسوس بولي.
د بشري حقوقو پر نامه مؤسسه، دولتي ارګانونه او مدني ټولنې د دغسې ویرځپلو په وړاندې چوپه خوله پاتې دي، په داسې حال کې چې څوکاله وړاندې د کابل په یادو څلورلارو کې له یادوشويو سيمو یوکس هم نه ليدل کېده.
د چارو شننونکو پر باور د جګړې اوږدېدل ښايي کليو اوبانډووالو اوسېدونکو ته لا هم نور په زيان تمام شي، خکه چې هغوی پوره سلنه د جګړې له یوه اړخه سره هم زړه نه لګوي. نو ممکن څوکاله وروسته په هغو سيمو کې چې جګړه روانه ده، مدرسه، ښوونځی، لیک او لوست بېخې له منځه ولاړشي او د کليو خلک د مزدورۍ په خاطر د ښار په خوا مخه ونيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x