دیني، سیرت او تاریخ

ریا د هري نېکۍ لپاره زهر باله سي

عبدالمالک همت

لوی څښتن فرمايي:

﴿مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا نُوَفِّ إِلَيْهِمْ أَعْمَالَهُمْ فِيهَا وَهُمْ فِيهَا لَا يُبْخَسُونَ (15)﴾[هود: ۱۱ : ۱۵]

ژباړه: ۱۵. کوم خلک چي (په خپل عمل سره یوازي) د دې دنیا ژوند او د هغې ښکلاوي(کومي له منځه تلونکي توکي دي) غواړي(او په خپلو اعمالو سره د آخرت ښې او ښادۍ نه غواړي)، موږ د هغو د عملونو بشپړه بدله (اوثواب، لکه روغتیا، امنیت او په روزي کي پراختیا) په دې دنیا کي ورکوو او دلته به د هغو په بدله کي هیڅ کوم کمښت رانه سي.

حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما فرمايي: د ریاکارانو د نېکيو بدله ټوله پر دې دنیا ورکول کيږي او هيڅ کمی به نه پکښي راځي. نو څوک چی په دې دنیا کي د ریا لپاره لمونځ کوي، روژې نيسي یا تهجد لمونځ کوي، د هغو اجر په دې دنیا کي ورکول کيږي او په آخرت کي تش لاس او بې له کومي توښې راپاڅيږي.

د حضرت انس رضي الله عنه او نورو وينا ده: پورتنی آيت د یهودو او نصاراوو په اړه نازل سوی دی. دغه راز مجاهد فرمايي چی دغه آیت د دوه مخو(ریاکوونکو) په هکله را استول سوی دی. مطلب دا چي د هر چا چي له خپله کاره څخه څه موخه او مقصد وي د هغه سره سم معامله ورسره کيږي. چاچي د دنيا د غوښتني لپاره کوم کار تر سره کړی وي، هغه به په آخرت کي په ښه نه ورځي. کله چی د مسلمان موخه او مطلب آخرت وي، نو لوی څښتن هغه ته په آخرت کي ډېره ښه او غوره بدله ورکوي، البته په دنیا کي هم د هغه دغسي نېکۍ په ښه ورځي. دغه مضمون په یوه مرفوع حدیث کي هم راغلی دی. په قرآن کریم کي دي:

﴿مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْعَاجِلَةَ عَجَّلْنَا لَهُ فِيهَا مَا نَشَاءُ لِمَنْ نُرِيدُ ثُمَّ جَعَلْنَا لَهُ جَهَنَّمَ يَصْلَاهَا مَذْمُومًا مَدْحُورًا (18)﴾[لاسراء:۱۷ : ۱۸]

ژباړه: هرڅوک چي (د ښو کړنو په تر سره کولو سره) دغه ژر تېرېدونکي دنيا غواړي (د دې دنيا ژوند او سملاسي ګټه غواړي او پر آخرت ايمان نه راوړي او نه د آخرت په فکر کي وي)، نو هغه څه (، په هغه کچه) چي موږ يې وغواړو او هر چاته چي (مصلحت يې وبولو او) اراده يې وکړو په چټکي سره يې په دې دنيا کي ورکوو ، بيا مو هغه ته (د قيامت په ورځ) دوږخ چمتو کړی دی، په داسي حال کي چي(د دنيا د غوره کولو او له آخرت څخه د انکار کولو له امله به )ملامت او د لوی څښتن له لوروني(رحمت) څخه به شړلی وي، ورننوزي.

په پورتني آیت کي راغلي څرګندوني هم د پورتنيو خبرو تفصیلي بیان دی. یعني د دنیا غوښتونکي چي زموږ څخه هرڅونه دنیا غواړي موږ يې ورکوو. خو له دې امله په دوږخ کي د اوسېدو ځای ورته چمتو کوو، چي خوار او د لوی څښتن له رحمته به لیري او ګوښه پکښي اوسي.

هو، د چا چي هيله او غوښتنه آخرت وي او د خپل همدې مقصد سره سمه کړنه کوي او په عین حال کي د ايمان څښتن هم وي. نو موږ د دغسي کسانو د کوښښونو او هلو ځلو قدر کوو. دغسي کسانو ته د لوی څښتن عطا او مرحمت ډېر زیات او پراخ وي او د هغه رب العالمين نعمتونه له چا څخه نه دي منع.

بل آيت دی:

﴿مَنْ كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الْآَخِرَةِ نَزِدْ لَهُ فِي حَرْثِهِ وَمَنْ كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَا لَهُ فِي الْآَخِرَةِ مِنْ نَصِيبٍ (20)﴾[الشوری : ۴۲ : ۲۰].

ژباړه: د چا چي اراده د آخرت کښت (ثواب) وي(او کار او هلي ځلي ورته کوي) موږ به خپله په هغه کي د هغه لپاره برکت واچوو(ثواب به يې څوچنده کړو) او د چا چي اراده (يوازي) د دنیا کښت وي موږ له هغه څخه د هغه ټاکلې برخه ورکوو، خو په آخرت کي(د ده له خوا پر آخرت باندي د دنیا د غوره کولو له امله) بې برخی پاته کيږي.

نو څرګنده سوه چي ریا د زړه له ډېرو خطرناکو ناروغيو څخه ده، د ریا د غندلو او له هغې څخه د ځان ساتلو په اړه نصوص خورا ډېر دي. حسنات او نېکۍ ټولي حبطه کوي. ځکه نو هر عاقل او پوه سړي ته لازمه ده چي د دې ناروغۍ درملني ته زیات پام وکړي.

د ريا له زاهدۍ زما توبه ده  = چي يې کاندي څوک په رسم او په عدات.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x