نړۍ

امریکايي مسلماني ښځي د ځان ساتني په خاطر حجاب لیري کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): د «یو ایس ای ټوډې» په نامه امریکايي ورځپاڼي خبر ورکړی چې په دې وروستیو کې مسلماني ښځي خپل حجاب ددې لپاره لیري کوي، تر څو يې د اسلام سره کرکه لرونکي امریکایان ونه زوروي.

ورځپاڼه وايي چې د امریکا د وروستیو انتخاباتو لږ مخکې، بیا د ډونلډ ټرمپ د انتخاباتي مهم په دوران کې د مسلمانو ښځو زوروني خورا زیاتي شوې.

ټرمپ په خپل انتخاباتي مهم کې ویلي وه چې مسلمانان باید پرې نه ښودل شي تر څو امریکا ته هجرت وکړي، امریکايي مسلمانانو ته باید ځانګړي پيژندپاڼي جوړي شوي او له نورو هیوادونو څخه راغلي مسلمانان باید وشړل شي.

ورځپاڼي په دې وروستیو کې ځینو پيښو ته هم اشاره کړې او ویلي چې یوه له هغو څخه «میلیسا جراجیک» ده. «میلیسا» وايي چې له هر ډول زورونو سره مخ شوې، خو چې دا یې مجبوره کړه تر څو خپل حجاب پریږدي، هغه د کالیفورنیا ایالت په «سان مارکوس» ښار کې یوه پيښه وه.

زما یو کلن زوی چې د یوه بل هلک سره یې لوبي کولې، د هغه پلار چې خبر شو، په قهر شو، خپل زوی یې لیري کړ، او ماته یې وویل: «له ډیره بیړي انتظار نه شم کولای چې کله به ټرمپ ولسمشر شي، او کله به تاسو بیرته هلته ولیږي له کومي چې راغلي یاست»، بیا یې له ځمکې د لرګیو ټوټې را ټولي کړې او زما پر زوی یې وغورځولې.

میلیسا وايي ما هغه وخت پریکړه وکړه چې نور به حجاب نه کوم، ځکه زما دیني اړتیاوي زما زوی د خطر سره مخ کوي.

ورځپاڼه وايي چې تېره اونۍ د «الهام عمر» په نامه مسلمانه مېرمن چې په دې وروستیو کې د «میناپولیس» ایالت له لوري وکیله ټاکل شوې، کله چې د سپيني ماڼۍ څخه په ټکسي کې کور ته تلله، د ټیکسي چلونکي ورته ښکنځل وکړه، په «داعشۍ» یې ونوموله او د حجاب لیري کولو غوښتنه یې ځیني وکړه.

ورځپاڼه وايي یوه ورځ تر مخه د نیویارک ښار په «ګرانډ سنټرال» اډه کې یوه سړي مسلمانه میرمن د برقي ځینو څخه لاندي وغورځوله او ورته وې ویل: «ته تروریسته یې، خپل هیواد ته وګرځه».

تر دې دوه اونۍ مخکې یوه سړي د پولیسو یوه مسلمانه ظابطه په چاړې وګواښله او ورته وې ویل « لاړشئ خپل هیواد ته ». د پيښې پر مهال هغه په خپل کورني لباس او حجاب کې وه.

ورځپاڼه وايي چې د پورته ذکر شوي ښځي هغه مهال له زورونکي چلند سره مخ شوې کله چې دوی حجاب کړی وو.

په امریکا کې د اکثریت مسلمانو میرمنو حجاب د سر د وریښتانو پټول وي او پر همدې پيژندل کیږي چې مسلماناني دي.

ورځپاڼه وايي چې په دې وروستیو کې د مسلمانانو سره توپيري چلند او زوروني زیاتي شوې په ځانګړي ډول ښځي ډیري ځورول کیږي ځکه چې په حجاب پيژندل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x