نظــر

د سولې په لور یو بل ګام (د کابل نننی کانفرانس)

ډاکټر فیض محمد ځلاند

نن ( ۱۳/۱۲/۲۰۱۶) په کابل کې د پګواش په کوربه‌توب د سولې په اړه یو مهم بحث رابلل شوی و. د دې غونډې ارزښت په دې کې و چې د غونډې وړاندیز تورن اسماعیل خان کړی و، چا چې له طالبانو سره اوږده جګړه وکړه، په تیر حکومت کې وزیر پاتې شو، خپل مسلح کسان یې لرل، په دې وروستیو کې له استاذ سیاف او ګڼو نورو جهادي مشرانو سره یو ځای د حراست او ثبات جبهه رامنځته کړه، په دې وروستیو کې داسې ګنګوسې شته چې دا جبهه کیدی شي د ملي وحدت د حکومت نیمګړی جوړښت ورغوي، د عبدالله او غني ترمنځ ترینګلې اړیکې سمې کړي او حکومت په پښو ودروي.

څه موده مخکې د عمر داودزي صیب سره مو لیدنه وشوه، هغوی په تاکید وویل چې د حراست جبهه د سولې په اړه تصمیم لري چې جدي کار وکړي، دا یو ستر پرمختګ دی. له طالبانو سره د جګړې یو لوری د شمال پخواني جبهه ده، چې تر ډیره اوس د حراست په تړون کې را یو ځای شوي ده. له دې امله، د حراست له خوا د سولې په بهیر کې هلې ځلې د سولې روان یون اسانه کوي.

د پګواش نننۍ ناسته هم د تورن اسماعیل خان په وړاندیز د پګواش په کوربه‌توب راغوښتل شوي وه، چې تر ډیره په کې د سولې په بهیر مهم بحثونه وشول.

د سولې لوري نه یواځې دولت، طالب او ملت وبلل شول، بلکې د بهرنیانو سره د هغوی په ستراتیژیکو موخو، نظامي ځواکونو شتون. د غونډې پیل د پګواش د مشر پاولو لخوا وشو، هغه وویل چې د سولې بهیر ډیر له کړکیچ او کړاو ډک دی، خو پیل یې په کار دی، د سولې نننی بحث د همدې پیل د کړۍ یوه مهمه حلقه ده، موږ ورته بحثونه په تیر کې له طالبانو، حکومت او ګڼو نورو لوریو سره کړي، د همدې بحثونو په اوږدو کې مو یوه نولس ماده‌ییزه د سولې تګلار جوړه کړي، چې د میلمنو مخې ته پرته ده، هیله ده چې هر څوک نظر پرې ورکړي.

د سولې د دې نولس ماده ییزې تګلارې په اړه نظریات مختلف و، خو ټولو ته منلی نظر دا و چې په دې بحث په کار دی، ځکه ګڼې داسې مادې دې چې کیدی شي دا بهیر له خنډ سره مخ کړي، یا هم سوله ستونزمنه کړي. بهرنیانو ته وتلو د پاره د دري کلن مهالویش ټاکل یو ښه پرمختګ دی، چې که په دې اړه طالب لوری سلا شي، کیدی شي دا پاتې ګڼې ستونزې لکه د اساسي قانون بیاځلی لیکل یا تعدیل، د اوربند مسله، د نظام د ډول موضوع او ورته نورې ستونزې حل شي.

له دې امله بحث په دې را څرخیده چې څوک کولی شي د سولې په برخه کې لومړی ګام پورته کړي؟ موږ ته څه په کار دي د یو بیطرفه جوړښت په توګه؟ حکومت ته څه په کار دي؟ نړیوالو ته او بیا طالبانو ته څه په کار دي؟

ټول ګډونوال په دې سلا و چې جګړه د حل لار نه ده، تر هر څه دمخه باید جګړه ودریږي، په دې برخه کې ولسي فشار ته لار هوارول لازمي دي، ولس باید نور چوپ پاتې نه شي، ځکه د جګړې ټول تاوان ولس پري کوي. په دواړو لوریو کې ځینې داسې کړۍ یا کسان شته چې له جګړې ګټې پورته کوي، او یا هم د پردیو په لمسون جګړه کوي.

ښه دا ده چې د جګړې د بندیدو په اړه ولس وپوهول شي، ولس خپله اراده تمثیل کړي، ولس په ټولو لوریو فشار راوړي چې له جګړې لاس واخلي، یو بل تاثر چې په تالار کې موجود و، هغه دا چې ټولو ویل چې د بهرنیانو د وتلو د پاره باید لار هواره شي، هغه د مهالویش ټاکل یې تر ټولو ښه لار ده.

یو بحث چې په تالار کې مطرح شو او بحث پرې ونه شو، هغه د طالبانو سره د سولې د بحث په اړه دا پوښتنه وه چې ایا طالبان به په اوسني نظام کې ادغامیږي او که نه د سولې په پایله کې به بیرته د نظام د نوي کیدو بحث ته لار هواریږي. دا هغه بحث دی چې دلته کابل میشتي سیاسي ټیکداران، د سیاسي دکانونو رنګ فروشان یې باید خپل منځ کې حل کړي، ځکه د اوسنې نظام وثیقه اساسي قانون خو تر هر چا زیات دوی ډیر ځلې مات کړی او معامله یې پرې کړي.

ولس باید نور په دې بحثونو ونه غولیږي، د ورته غونډو ګټه همدا ده چې ولس ته د سولې بهیر روښانه شي، د سولې او جګړې پلویان په ګوته شي او د سولې مزل را لنډ شي.

د سوکاله، لوی افغانستان په هیله!

یا رب توفیق

له نړۍ نیوز څخه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاري احسان

محترم ځلاند صاحب ستړیاوي مو دستایلو وړ دي، خو یو ټکي ته مو باید پام وي، چې غربیان (یهود) په وعده خلافي، فریب او چل کې تاریخ لري.
خدای مه کړه، چې تر اولسي پشار لاندي دشام (حلب) نقشه عملي نه سي، چي دا دامریکایانو ډیر په ګټه ده، ددې لپاره یو کوشش دداعش پدیده هم وه. خو نه وچليده.
مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x