
غور ولایت کې د سختو واورو له امله د ژوند چارې په ټپه ولاړې دي
د غور ولایت چارواکي وایي، چې د دې ولایت په شپږو ولسوالیو کې سختو واورو نښلونکې لارې تړلي او د ژوند چارې يې په ټپه درولي، چې کم له کمه زر کورنۍ بېړنۍ مرستو ته اړتیا لري.د غور د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریس حمیدالله دادفر وایي،چې د کرنې وزارت غورته د شپږ زره ټنه غنمو ځانګړي کول منلي،خو خو وایي چې دوه میلونه افغانۍ یې د ليږدولو لپاره نه لري.دادفر ويلي چې، که غور ولایت ته عاجلې مرستې ونه ليږل شي، د د غه ولایت خلک به له ستونزو سره مخ شي.غور له هغو ولایتونو څخه دی،چې په هر ژمي کې دغسې جدي ستونزې لري.