نړۍ

ګام په ګام د سوریه حلب ښار – د نن ورځي پېښې (۲)

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): د حلب ښار چې د سوریې دولتي پوځونه د «روسي بمبار ، د ایران او شیعه ملیشو په ملاتړ یو ځل بیا تر خپلي ولکې لاندي راوستلی، د نړیوالو بشري موسسو په قول په کښي بشري ناورین را منځته شوی دی، ښار د درندو بمباریو له وجي په بشپړه توګه د اوسیدونکو پر سرونو ویجاړ شوی او په زرګونو ملکي وګړي په کښي وژل شوي.

د حلب ښار د بشار الاسد وسلوالو مخالفینو د انقلاب په لومړیو کلونو کې نیولی وو، او تر اوسه یې له ځانه سره ساتلی وو، خو په دې وروستیو کې روسي او سوري ځواکونه د ړندو بمباریو او زیاتي ملکي وژنو په واسطه وتوانېدل چې ښار یو ځل بیا تر خپلي ولکي لاندي راولې.

ځکه چې د حلب اړوند خبرونه زیات دي، نن ټکی اسیا یوازي د نن ورځي د «خبرونو سرټکي» د خپلو لوستونکو په وړاندي ږدي، دغه خبر به د ورځي دوران کې تازه ساتل کیږي:

– کویټ د حلب د اوضاعو د څېړلو لپاره د عربي هیوادونو د وزارتونو په کچه د بیړنۍ ناستي غوښتنه وکړه.

– د سوریې دولتي پوځ: د حلب په اړه هره پریکړه باید د روسیې او ایران له لوري هم ومنل شي.

– د ترکیې ولسمشر طیب اردوګان: ۱۸۰۰ داعش وسلوال او د اکرادو جنګیالي د ترکيې په شمال کې د پوځ په عملیاتو کې ووژل شول.

– سرچینې: نظام ځواک د ملاتړو ملېشو په ګډون د حلب پر ختیځه برخه درنده بمباري کوي.

– سرچینې: د کلابنده حلب په نوي بمبار کې درنه مرګ ژوبله را منځته شوې.

– د ترکیې بهرنیو چارو وزیر: د سوریې دولتي ځواکونه او نور تنظیمونه قصدا غواړي چې د حلب په اړه څه اتفاق ونه شي.

– وسلوال پاڅونکوونکو رویټرز ته وویل: که څه هم د حلب څخه د ملکیانو او وسلوالو وتل ځنډېدلي خو اوربند بیا هم ادامه لري.

– د حلب څخه د کلابنده ټپيانو لومړنۍ ټولۍ غربي څانګې ته ووتل.

– ترکیه وايي چې د خیمو ښارګوټی به جوړ کړي تر څو د حلب ۸۰ زره کډوال په کښي میشت شي.

-د ملګرو ملتونو ځانګړي استازی سټیفن دیمستورا وویل: مونږ اسناد او انځورونه لرو چې په حلب کې ډیري غټي سیمي د بمبار په واسطه له منځه وړل شوې.

– دیمستورا: تر اوسه ۴۰ زره ولسي خلک له حلب څخه وتلې، ۵۰ زره لا کلابند پاته دي.

– د ملګرو ملتونو په امنیتي شورا کې د روسیې نماینده: د ختیځ حلب څخه ملکي وګړي د «ادلب» او نورو سیمو په لور حرکت کوي .

– بانکي مون: تر دې مخکې په حلب کې ۳ ځله د اوربند په اړه ناکام شو، که مو دا ځل هم اوربند ونه کړ، تاریخ به مو نه وبخښي.

– د الجزیرې سرچینې: نن شپه به د کلابنده ملکیانو لومړنۍ ټولۍ وایستل شي.

– سرچینې: وسلوال به د خپلو سپکو وسلو سره د حلب لویدیځ ته وایستل شي.

– د مخالفینو مرکچي: په حلب کې پر اوربند اتفاق وشو.

– فرانسې نن د حلب په اړه د امنیتي شورا غونډه را بللې ده.

– په اردن، لبنان، جرمني او ترکیه کې د حلب سره د یوون په موخه لاریونونه وشول او د روسانو بمبارۍ وغندل شوې.

– د برتانیې پرلمان د حلب اوضاع څیړي.

– سرچینې: د سوري نظامي ځواک له لوري په بمبار کې ګڼ شمېر ملکیان وژل شوي، بمبار په «المشهد او صلاح الدین» کلي کې شوی.

– سرچینې: هغه سیمي چې د وسلوالو مبارزینو په لاس کې دي، له ولسي وګړو ډکي دي.

د پرون ورځي خبرونه:

د روس باندنيو چارو وزیر سیرګي لفروف وایي: امریکایان حلب کې د روغې جوړې غوښتنې کوي، خو انساني مرستو ته د خوندي لاري وړاندیز ردوي.

سعودي عربستان ملګرو ملتونو نه، په سوریه کې د امن او سولې په اړه د ځانګړې بيړنۍ غونډي غوښتنه وکړه. او د قطر هیواد په ځانګړې توګه د “حلب” په اړه د عربي هیوادونو ټولنې د استازيو په سطحه د بیړنۍ غونډي غوښتنه وکړه.

د ترکیه باندنيو چارو وزیر د حلب په ختیځ کې د سوریه د دولت په وژنو او قتلونو غم او غوسه ښکاره کړې ده او وایي چې د بستر الاسد نظام ولسي خلک له حلب نه وتلو ته نه پریږدي. هغه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د بشار نظام په ډلیېزو وژنو لګیا دی.

د حلب په اړه نن د ځیني عربي رسنیو خبریالانو پخپلو راپورونو کې وویل چې هلته مکملې کورنۍ له نړیدلیو ودانیو لاندې پاته دي او دا راایستلو یې څوک نشته. د حلب د بیړنیو مرستو اداره وایي: سل زره ولسي وګړي حلب کې محاصره دي او ړندو بمباریو لاندې مرګ ته انتظار کوي، دا اداره د دې ولسي وګړو د خلاصون لپاره د مرستي وروستی غږ کوي.

روسانو نن وویل: د سوریه دولت مرسته به په حلب د مکمل کنترول تر لاسه کولو پوري جاري لرو.

د روسیې د باندنيو چارو وزیر سیرګي لفروف پخپلو څرګندونو کې وویل: د حلب په اړه له واشنګټن سره د مشورو لړۍ پر بنده لاره ودریدله.

نن د حلب د روانو وژنو او قتلونو د غندني په نیت ترکیه استنبول کې ترکان د روسیې قونصلګري مخته د احتجاج په توګه رایو ځای شول او له روسانو یې په حلب کې په ولسي وګړو د بمبار بندولو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو ادارې هم پخپل وار حلب کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه، څو د ټپیانو درملنه او د انساني مرستو رسولو ته موکه برابره شي. ملګرو ملتو کې د بشري حقوقو ټولني ویاند وویل: حلب کې د انساني حقوقو تر خطرناک حده سرغړونه کیږي. هغه زیاته کړه: د سوریه دولت او عراقي ملیشې په حلب کې ولسي وکړي وژني. دا راز د بشر د حقوقو ادارې ویاند د حلب په اړه ژوره خواشیني ښکاره کړه او د اسد نظام یې د ولسي وګړو په قتل پړ وباله.

د سوریه دولت مخالفینو وویل چې روسیه د ولسي وګړو د خوندیتوب په اړه ټول وړانديزونه رد کړل او له محاصره سیمو د عامو خلکو ایستلو لپاره د موقت اوربند مخالفت کوي.

ځایي سرچینې وایي: د حلب ښار کې لسګونو کورنۍ د خوړو او درملو له کمښت سره مخامخ دي. د حلب ښار اوسیدونکي له مختلفو رسنیو او خواله رسنيو له لاري په نړیوالو غږ کوي چې د حلب اوسیدونکي له عام وژنو وژغورئ. د سوریه نورو ښارونو لکه ادلب او د ترکیه ځيني ښارونو کې د حلب د جګړې پر خلاف غږونه پورته کړي دي.

سیمیېزي سرچینې وایي: نن چې د بشار الاسد ځواکونو او د هغوی ملاتړو د حلب ښار ځیني سیمې لکه الفردوس، الصالحین او بستان القصر ونیول ځای په ځای یې 79 کسان اعدام کړل. دوی د حلب په ختیځ کې په زاړه ښار پوره کنترول لري چې د حلب ښار 95% برخه ده. او کومي سیمې چې یې تراوسه په واک کې نه دي له هغو نه ګڼ شمیر ولسي وګړي په تيښته دي.

  • سرچینه: الجزیره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x