افغانستان

د حزب اسلامي مشهور قومندان «زرداد» کابل ته را ورسید – انځورونه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): په جنګي جنایتونو متهم د حزب اسلامي مشهور قومندان «زرداد» چې د برتانیې حکومت په افغانستان کې په نویمو کلونو کې د بشري جنایتونو په تور بندي کړی وو، د افغانستان د حکومت په غوښتنه خوشي شوی او نن ورځ کابل ته را ورسید.

نوموړي ته په کابل کې د «اتل» په نامه هر کلی وویل شو او د هوايي ډګر څخه دباندي خلکو د هغه انځورونه په لاس کې نیولې وه، او په استقبال کې ولاړ وه.

قومندان زرداد:

زرداد د قتل، غلا، اختطاف او نورو جنایتونو په تور له تېرو څو کلونو راهیسې په لندن کې بندي و. خو له افغان دولت سره د ګلبدین حکمتیار تر جوړجاړي وروسته د نوموړي د خوشې کیدو خبرونه ورکړل شوي وه.

هغه وخت په ټولنیزو پاڼو کې د حزب اسلامي کره سرچینو ویلي وه چې قومندان زرداد له بنده ازاد شوی او ډیر ژر به کابل ته راورسیږي.

زرداد فریادي د لارې شکولو، وژلو، اختطاف، غلا، د خلکو په تعذیب او نورو جرمونو کې مشهوره څېره بلل کیږي. نوموړي په نویمو کلونو کې د کابل-جلال اباد په لویه لاره د خپلسرې تالاشۍ پاټک جوړ کړی و.

د هغه په پاټک کې د خلکو د تعذیب او شکنجې لپاره یو تن ګومارل شوی و چې په «سپي» یې شهرت درلود، هغه به لارویان د سپي په څیر داړل.

د طالبانو په راتګ سره قومندان زرداد لندن ته وتښتېد، خو د هغه په لاس د ځوریدلو افغانانو له شکایتونو وروسته په برتانیه کې ونیول شو او په بند محکوم شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

حزب اسلامي د ګوډاګی ادارې د پایښت وروستی حلقه ده چې له جګړه ییز ماموریت پرته د بل هیڅ تمه ترې نشي کېدای.

دوی به تر ډېره د کابل له ادرسه ایران ته وغاپي تر څو د افغانستان معضله هم د شام په شان سیمه ایزه او پیچلي کړي.

خپلواک

د زرداد راتګ او په حکومتی کچه استقبال یا استقبال ته اجازه دا خبره لا په ډاګه کړه چه حزب ته د داعشی ملیشو د قوماندی دنده تسلیم شوه چه د زرداد او دوستم په شان داړه مارانو ته استقبال او مهمی دندی سپارل کیږی

سلیمان زاهد

زه شخصآ ستاسی ویب پانی ته احترام لرم ، خو د ا مضومن له شخصی خصومت نه بولم ، دلته نور دیر دی چه د لغړزنو سره به یی نکاح تړلی ، د خلکو په سرونو به یی لوبی کولی ، رقص مرده ، او د خلکو کورونه به یی تالا کول ، ځانته به یی ګدا ، فنا ، ګلم جم ، بچی زمبور ، طوفان او ږلی ویل . زدرداد باره کی چه زه معلومات لرم جکمتیار ورته د زیات زهد له کبله شیخ ویل ، نوستاسی فضاوت او معلومات له شخصی عقدو او تعصب نه ډک دی

محمد

سلیمان زاهد صاحب !
ډیره د تعجب خبره ده تر اوسه ما دا خبره نه اوریدلی وه او داسی می خیال ته هم نه وه تیره سوی چې یو څوک دی ورته شیخ ووایی او دده ظلمونه خو دونده مشهوره وه چې هر افغان په خبر دی – او دا چې اوس یی فرنګیان د بنده آزاده وی دا هم ډیر پیچ ؤ تاب لری که ښه فکر ورته وکړی نو به په وپوهیږی –

غوربندی

زاهد صاحب

زرداد ته یې ځکه شیخ ویل چې د ده د چهاراسیاب دارالخلافه د هغه په پاټک چلېده، حزب اسلامي سره هماغه مهال متعهدو خلکو فاصله ونیوه کله چې زداد د حزبي هویت سمبول وګرزېد.

زرداد له غلا، شوکه ماری او لنډغرتوب پرته بل کوم کمال لري چې بې لارې او بې هدفه حزبیان یې استقبال کوي،

pattang

انډيواله غلط پوهیږې دلته هر جنایتکار غندل شوی او وبه غندل شي ! خو ګیله پر دې ډېره کوو چې دحزب اسلامي ګوند کو م چې د اسلامي مقرراتو د ساتلو د ګوند طمعه ترې کېږي څرنګه کولی شي چې يو غل لوچک کوم چې دسپي په نوم مشهور وو په دې ګوند کې ځای ورته ور کړي ؟؟؟ خو دتعجب خبره نده ګوند دلوچکانو مجموعه ده چې مسالونه یې مولو ي شلګری او نور هغه فاسدین دي چې په فاسد دولت کې جګې جګې چوکۍ لري او دسی ای اې نه معاشونه اخلي ! ګلبدین خپله کوم شخصیت ندی… نور لوستل »

محمد عبداللہ

کندھم جنس باھم جنس پرواز
کبوتر باکبوتر باز با باز

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx