نظــر

دا لا کومه تفریح ده!

زموږ په هیواد کی د ځینو کسانو ټوقی هم عجیبه دی او تفریح هم. ډیر ځل مو اوریدلی چی په ټوقه ټوقه کی یو کس د بل ژوند اخستی.

دا خبره می هغی پیښی پوری را یاده شوه چی څو میاشتی مخکی د ستمبر په څلورمه نیټه د بغلان ولایت په دوشی ولسوالی کی یو پولیس د ماهیانو د ښکار کولو لپاره په سیند باندی د راکټ د مرمی ګزار وکړ. مرمی په سیند کی نه بلکه په هغه ماشومانو ولګیده چی د سیند پر غاړه یی لوبی کولی. په نتیجه کی شپږ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړ.

په افغانستان کی هغه تیره ورځ د یلدا شپه لمانځل کیده خو زما په ذهن کی د هغو ماشومانو د وژل کیدو انځورونه تیریدل. دی پیښی زما په ذهن کی زموږ د عمومی ذهنیت او په خاصه توګه د امنیتی ځواکونو په اړه پوښتنی راپورته کړی.

هغه ځواکونه چی دعوه کوی چی د وطن او د ولس څخه د دفاع وظیفه په غاړه لری خو بیا د همدی ولس په هکله بلکل بی تفاوته دی. دی پیښی ته په کتو ذهن کی تشویشونه را پورته کیږی چی دوی به څنګه د یرغلګرو له پټو سازشونو ځان وساتی او خپل دین او وطن ته به متعهد پاته شی.

دا پیښه د هغو راپورونو تائید هم کوی چی ویل کیږی په امنیتی ځواکونو کی اکثره کسان په نشیی توکو روږدی دی یا دا چی په افغان ځواکونو کی اکثره پخوانی ټوپکیان راټول شوی. ځکه چی د یو محتاط، بی علمه، او ظالم ټوپکسالار نه پرته بل څوک داسی عمل نشی ترسره کولی.

په همدی توګه دا پیښه د دغو ځواکونو روزنه هم تر سوال لاندی راولی. اول خو د ماهیانو د ښکار لپاره د راکټ استعمال مطلق جرم دی خو چی استعمالوی یی هم نو د لوی سیند په ځای راکټ په وچه لګیږی. نو دا هم معلومه شوه چی بهرنیان زموږ ځواکونو ته څنګه روزنه ورکوی او په ائنده کی هم د داسی روزنی ورکولو لپاره خپل شتون ته ادامه ورکول غواړی.

د انسان زړه په یو وار نه سختیږی بلکه ابتدا یی په حیواناتو او د الله تعالی په نورو مخلوقات له ظلم څخه پیل کیږی. او د دغو حیواناتو د بی ځایه اذیت او په جنګ اچولو نه خوند اخلی. زموږ په ټولنه کی د سپیو او نورو حیواناتو جنګول ددغو کسانو په زړونو کی ظلم د څپو د خاموشه کولو لپاره یوه بهانه ده تر څو دوی په دی عمل سره خپل ظالمانه هوس پوره کړی.

پیغمبر علیه السلام په حیواناتو د رحم کولو حکم فرمایلی. د اسلامی اصولو له مخی یو مسلمان ته نه دی پکار چی یو حلال ځناور یا مرغه په داسی طریقه حلال کړی چی ډیر تکلیف ورته پری رسیږی. همدا شان د شپی ښکار کول هم د اسلام په مبین دین کی منع دی ځکه چی شپه د ارام او راحت لپاره ده.

د برق او بمونو په ذریعه د ماهیانو ښکار په افغانستان کی عام رواج دی. ونی له بیخه وهل کیږی او یا یی په بارودو الوزوی، ترڅو بیا تنکی شنی لښتی راپورته نکړی. همدا وجه ده چی زموږ په سیندونو کی ماهیان نه لیدل کیږی، زموږ په غرونو او دښتو کی شنه بوټی، ونی، غرڅی او هوسی نه ښکاری او په فضا کی مو د مرغانو خواږه اوازونه نه اوریدل کیږی.

سائنس هم نن پدی اعتراف کوی چی په کوم ځای کی شنی ونی او ځنګلونه موجود وی هلته بارانونه ډیری کیږی. زه فکر کوم که غرونه مو شنه وای، حیواناتو پکی ژوند کولی او فضا مو له ښائسته مرغانو او سیندونه مو له ماهیانو ډک وای نو کیدای شوای چی د هغوی په وجه الله تعالی په موږ د رحمت بارانونه ورولی وای او دا به زموږ د زرق د پراخیدا سبب ګرځیدلی وای.

نن هم وخت له موږ سره مل دی، خو دا فضا، دا سیندونه، دا غرونه او ځنګلونه به هغه وخت بیرته خپل طبعی ښکلا تر لاسه کړی چی موږ په خپل فکر کی تبدیلی راولو. په خپل ځان کی ښه اخلاق، په یو بل باندی د ترحم او له دین او وطن سره د واقعی مینی جذبه را ژوندی کړو.

په همدی هیله

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x