ټولنیزه برخه

ماشوم څنګه کتاب لوستنې ته لېوال کړو ؟

ژباړه : عطا محمد میاخېل

ماشوم ته د هغه کتاب لوستل ډېر خوند ورکوي او ورسره مینه پیدا کوي، چې د کیسې خیالي موجودات الوتنه پیل کړي، کتارونه په رښتیني ډول حرکت وکړي او غږ یې پورته شي او سوی د سپوږمۍ د رڼا لاندې ویده شي .

کله چې د خپل ماشوم له پاره کتاب لولئ، نو دا فرصت تر لاسه کوئ، ترڅو د کیسه ایزو موجوداتو او شخصیتونو په غږونو سره خبرې وکړئ، تخیلي چلند وکړئ او حتی د یوه ماشوم په څېر واوسئ . په بل عبارت له واقعي شخصیت څخه بهر شئ او د کیسه ایزو شخصیتونو په څېر چلند وکړئ، تاسو تصمیم نیسئ، چې څومره هیجاني واوسئ، خوشالي وکړئ یا هم خواشیني څرګنده کړئ او حتی غوسه شئ . څومره باید په یوه شخصیت باندې ټینګار وکړئ او څومره اړینه ده، چې د کیسې هیجان زیات کړئ، په دې ترتیب د کار پایله به په فرد پورې محدوده وي .

ماشوم په ډېر کم عمر کې ( د تي خورۍ پرمهال ) چې د اصطلاحګانو مانا نه شي درک کولای او د هغوی ترمنځ په شته توپیر باندې نه پوهېږي، ستاسو د بېلابېلو غږونو له اورېدو او دغه راز ستاسو د احساساتو له لیدو څخه خوند اخلي . ستاسو په وسیله د کیسې د عبارتونو ادا کول، د یو شمېر نښو نښانو لرونکي دي، چې مفهوم یې یوازې تاسو او ماشوم مو درک کولای شي .

د خپل ماشوم له پاره څنګه کتاب لولئ ؟ په ورو غږ، په تودې او خوندورې لهجې سره، په شور او هیجان سره او یا ….. ؟ د خپل ماشوم له پاره په هره تګ لاره، چې کتاب لولئ، کولای شئ مخکې له مخکې هغه ته نیږدې شئ او د یو بل ترڅنګ له اوسېدو څخه خوند واخلئ .

کله چې ماشوم په کم عمر کې له کتاب لوستنې سره آشنا شي، ستاسو ملتیا له هغه سره مرسته کوي، چې ورو ورو خپل فردي مهارتونه پراخ او بشپړ کړي . تر ټولو ارزښتمنه لاسته راوړنه له کتاب سره د مینې پیدا کول دي .

د ماشومانو له پاره د کتاب ټاکل :

د داسو کتابونو په لټه کې شئ، چې مصورې کیسې ولري او هغه کتابونه، چې له مطالعې څخه یې تاسو هم خوند اخلئ او دغه راز هغه کتابونه، چې ستاسو د ماشوم له خلق او خوی سره همغږي ولري .

د کتاب ټاکنې له پاره، د خپل ماشوم د ژوند پړاو په پام کې ونیسئ او وګورئ، چې په کومه بشپړیزه دوره کې دی . د ماشومتوب لومړنۍ دوره، هغه دوره ده، چې هلکان ډېر شمېر بوختونکو مهارتونو ته مخه کوي او له نوو شرایطو سره مخامخ کېږي . د بېلابېلو ماشومانو له پاره بېلا بېل کتابونه موجود دي . کابو د هرې موضوع په اړه کتابونه شتون لري .

نړۍ ته د دویم ماشوم راتګ، له ماشوم څخه ساتنه، د ملګري موندل، واقعي او غیر واقعي دوستان، ښوونځي ته تګ، ښه او بد اخلاق، عواطف او احساسات، همکاري کول، ډاکټر ته تګ، له خور او ورور سره یوازې اوسېدل، ویده کېدل او حتا مذهبي مراسم .

آیا تر اوسه د یوه کتاب د یوه عبارت له لوستلو څخه وروسته، تاسو ته دا فکر نه دی پیدا شوی، چې دا موضوع هماغه موضوع ده، چې غوښتل مې له خپل ماشوم سره یې شریکه کړم ؟ د ماشومانو د کتاب لوستل له لویانو ( والدینو ) سره دا مرسته کوي، ترڅو وتوانېږي، هغه څه چې په خپل ذهن کې یې لري، بیان کړي، هغه څه، چې کله وخت والدین نه شي کولای، چې د ادا له پاره یې اصطلاح پیدا کړي .

د خپلو ماشومانو له پاره هغه کتاب وټاکئ چې :

ـــ دواړه یې له لوستلو څخه خوند اخلئ او له موضوع سره یې مینه لرئ .

ـــ د هغه له لوستلو څخه ستاسو ماشوم د اخلاقو په اړه یو څه زده کوي .

ـــ له تاسو سره مرسته وکړي، هغه څه چې په خپل ذهن کې مو دي، بیان یې کړئ .

ـــ له ماشوم سره مرسته وکړي، ترڅو له ځانه ښه او مثبت احساس ولري او په خپلو نوو وړتیاوو باندې پوه شي .

ـــ له ماشوم سره مرسته وکړي، چې پوه شي، په شاوخوا نړۍ کې یې نور ماشومان هم شتون لري، چې ورته احساسات او شرایط لري .

ـــ له ماشوم سره مرسته وکړي، ترڅو د کورنۍ، ټولنې او دودونو د ارزښتونو په مانا پوه شي.

د تي خورۍ دوره

د تي خورۍ پرمهال د ماشوم د خوښې وړ کتابونه :

ـــ ماشوم له زېږون څخه وروسته ستاسو د کتاب لوستنې له غږ څخه خوند اخلي، د هغه له پاره ستاسو په زړه پورې او تود غږ د نړۍ تر ټولو خوندور څیز دی، تر هغه وخته، چې ماشوم په حوصلې سره ستاسو خبرو ته غوږ نیسي، نو کتاب لوستنې ته دوام ورکړئ .

ـــ مخکې له خوبه، کله چې ماشوم له کوم څیز سره لوبې کوي او هغه په ځمکه را غورځوي، کتاب لوستنې ته د غوږ نیولو له پاره تر ټولو غوره او مناسب وخت دی .

ـــ ماشوم ته دا شونتیا ورکړئ، چې په خپله تګلاره له کتاب سره آشنا شي . په دې عمر کې د ماشوم خوښېږي، چې شیان وزدویي، څیرې یې کړي، پرې کېني او یا هم پرې ودرېږي . په دې اساس له هغو کتابونو څخه ګټه واخلئ، چې نرمې او کلکې پاڼې ولري .

ـــ هغه کتابونه، چې په هره پاڼه کې یو بشپړ او مشخص انځور لري .

ـــ هغه کتابونه، چې ډېرې لنډې کیسې او د ماشوم ژوند پورې اړوند موضوع ګانې لري .

د نوې په پښو راتګ دوره

د نوې په پښو راتګ په دوره کې د ماشوم د خوښې وړ کتابونه :

ـــ د بېلابېلو موضوعاتو په اړه، لنډې کیسې .

ـــ کارتي کتابونه ( د کتاب هره پاڼه یو جلا کارت دی ) او هغه لنډې کیسې، چې د ماشوم له ورځني ژوند څخه یې سرچینه اخیستې ده .

ــــ هغه کتابونه، چې موزون شعرونه لري او هلکان کولای شي، چې تکرار یې کړي .

ـــ هغه کتابونه، چې واحد مضمون لري . د بېلګې په توګه هندسي شکلونه، رنګونه یا د الفبا حروف لیکل شوي دي .

ښوونځي ته له تګ څخه مخکې دوره

ښوونځي ته له تګ څخه په مخکې دوره کې د ماشومانو د خوښې وړ کتابونه :

ـــ هغه کتابونه، چې لوړه او لږ پېچلې کیسه لري .

ـــ هغه کتابونه، چې موزون شعرونه لري او د ماشومانو د ورځني ژوند په اړه لیکل شوي دي او د هغوی د نړۍ د پراختیا او د هغوی د پوهې د کچې لوړېدو له پاره ګټور دي .

ـــ لطیفې، لوړې کیسې، سیمه ایزې او دودیزې کیسې، چې وېرونکې نه وي .

په پای کې د دې ټکي یادونه اړینه ده، چې هېڅکله له بریده زیات په مطالعه باندې ټینګار مه کوئ، ځکه چې دې امر معکوسه پایله لرلې ده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x