ټولنیزه برخه

ټیلیفون او تنکی ځوان، دوست که دښمن ؟

ژباړن : عطا محمد میاخېل

آیا تاسو هم په خپل کور کې تنکۍ پېغله لور او تنکی ځوان زوی لرئ ؟ هرو مرو له دې مشهورې جملې؛ بس ده، موبایل وسوځېده، وچاوده، د میاشتې په آخر کې دومره پیسې نه شم ورکولای ! آشنایي لرئ .

ستاسو تنکی ځوان کورته له رسېدو سره سم، ځان په خپله کوټه کې زنداني کوي او په ساعتونو له خپلو ملګرو سره په ټیلیفون خبرې کوي او ستاسو له نظر هېڅ نه وایي ! تعجب مه کوئ . دا وضعیت په بشپړه توګه طبیعی دی او حتی د ډېری ارواپوهانو له نظره، په ټیلیفون باندې له بریده ډېرې خبرې کول، د ماشومانو د ځوانېدو نښه ده .

د ټیلیفون له اختراع څخه مخکې، تنکي ځوانان د کورنۍ تر ټولو ډېرې خبرې کوونکي کسان وو او د دوی له لاسه به مور او پلار ګنګس او سرسامه وو . د ټیلیفون په اختراع سره او بازار ته د هغه وړاندې کېدل، تنکي ځوانان یې سر سخت پلویان شول او ورو ورو د کور له فضا څخه لرې شول . له بده مرغه په دې وروستیو څو لسیزو کې په یوې ټولیزې او شخصي وسیلې باندې د ګرځنده ټیلیفونو بدلېدل، دا موضوع لا پسې شدیده شوه . په حقیقت کې ټیلیفون په ځانګړې توګه ګرځنده ټیلیفون، دوه اړخیزه او تضادي ګټه اخیستنه لري . له یوې خوا په دې وسیلې سره والدین کولای شي، خپل زوی کنټرول کړي او پام پرې وساتي او له بلې خوا ټیلیفون هغه وسیله ده، چې تنکی ځوان له هغې څخه په ګټه اخیستنې له ټولنې او بهرنۍ فضا سره، په ډېرې آسانۍ اړیکه ټینګوي .

دا مه هېروئ، چې همدا اړیکې تنکی ځوان د خپګان له شره ژغوري، هغه د ټیلیفون له لارې د نویو دوستانو په پیدا کولو سره دې پایلې ته رسېږي، چې یوازې او بې ګټې نه دی او نور ورسره مینه لري .

تنکۍ ځواني د حساسیت سن دی، هر ډول جدایي ورته خواشینونکې ده او د هغه په اند خبرې کول د یوې اړیکې د دوام له پاره یوازینی ډاډمن لامل دی . د تنکیو ځوانانو دا خوښېږي، چې د ځان او د خپلو لېوالیتاوو په اړه خبرې وکړي .

خبرتیا :

   د هغوی له پاره د نورو لیدل، ډېر ستونزمن تمامېږي، په پایله کې ټیلیفون، یوه ډېره مناسبه وسیله ده، چې تنکي ځوانان د خبرې کولو پرمهال، د مخاطب له سترګو څخه ځان پټوي . ښایي ستاسو له نظره د تنکي ځوان ټیلیفوني خبرې بېځایه او عبث وي، خو باید پوه شئ، چې دا خبرې د هغه د شخصیت جوړونې له پاره ډېرې مهمې او اړینې دي .

تنکي ځوانان په ټیلیفون باندې په ساعتونو له هغه زده کوونکي سره چې سبا به یې په ښوونځي کي وویني، خبرې کوي او که چېرې ترې پوښتنه وکړئ، چې څه دې ویل، نو په یاد به یې نه وي . په حقیقت کې یې د ټیلیفون تر شاه دیالوګ ترسره کاوه . ډېری وخت د هغه په یوازې توګه اوږدې خبرې کول دنننی حس لري . په عین حال له مقابل لوري سره خپله اړیکه ساتي، مګر د هغه خبرو ته غوږ نه نیسي .

په حقیقت کې په خپل دننني حس کې ډوب شوی . د ټیلیفون درنه قبضه او د تنکي ځوان بېځایه خبرې کول له یوې خوا له خپلو والدینو څخه تېښته او له خپلو دوستانو سره د راز خبرې کول، له بلې خوا، د ټولو والدینو له پاره کړاو زېږونکي دي . ټیلیفون د ټولو کورنیو له پاره، چې په خپل کور کې تنکی ځوان لري، د دعوا او شخړې موضوع ده . دې جنجال او شخړې ته د پای ټکي کېښودو له پاره یوازینۍ لار، له تنکي ځوان سره خبرې کول او په ټیلیفون باندې د خبرو کولو له پاره هغه ته د برید ټاکل دي . نباید اجازه ورکړئ، چې ټیلیفون د تنکي ځوان او د هغه د کورنۍ ترمنځ د اړیکو په وړاندې په خنډ باندې بدل شي .

په خپل کورکې په ټیلیفون باندې د خبرې کولو له پاره قوانین وضع کړئ . د بېلګې په توګه : د خوړو د خوړلو پرمهال زنګ وهل او یا هم ټیلیفوني اړیکې ته ځواب ورکول منع دي .

ډاډه اوسئ، په ځیرکتیا سره کولای شئ، ټیلیفون د خپلو زامنو د پرمختګ او ودې له پاره په یوې وسیلې باندې بدل کړئ . نباید په زور سره د یوه تنکي ځوان دننني پټنځای ته دننه شئ او په عین حال کې کله وخت هغه ته اجازه ورکړئ، له هرچا سره یې چې زړه غواړي خپل حال شریک کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x