افغانستان

خوست: څلور پرله پسې بمې چاودنو کې ۲۵ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن غرمه شاو خوا یوولس بجې د خوست ولایت مرکز سرګردان څلور لارې کې د پولیسو په یوه پوسته کې پر له پسې ۲ چاودنې وشوې. د خوست امنيه قومندان چاودنې تاييد کړي خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي. د عیني شاهدانو له قوله دوهمه چاونه هغه مهال وشوه چې پولیس د اولې چاودنې وروسته د پيښې ځای ته راورسیدل.د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې د پوليسو په يوه پوسته کې دننه ۴ پرله پسې بمي چاودنې وشوې، چې له امله يې ټول ۱۲ پولیس او استخباراتي کارمندان وژلشوي او۱۳ نورټپيان شول. مجاهد وايي چې په چاودنو کې مالی زیان هم اوښتي خو د زیانونو په اړه کره معلومات نلري.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x