سرنوشت: امریکا د دوستم د جنایاتو ملاتړې ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): ازبک قومي مشر احمد ایشچي تر ترک قومي مخور اکبر بای وروسته دویم هغه کس دی چې د جنرال دوستم تر بريد لاندې راځي او توند غبرګونونه را پاروي.

له کابله خپرېدونکې خپلواکه ورځپاڼه «سرنوشت» د دوستم د سرغړونو تر شا د امریکا لاس بولي.

د ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم دوه اوونۍ وړاندې قومي مشر احمد ایشچي زنداني کړ او له دوو اوونيو وروسته يې خوشي کړ، چې له خوشي کېدو وروسته ایشچي ټکان ورکوونکې څرګندونې وکړې.

دې قومی مخور دوستم پر دې تورن کړ، چې پر ده يې د جنسي تېري هڅه کړې او د هغه يې لوڅ تصویرونه اخیستي دي.

سرنوشت کاږي چې دوستم تر دې وړاندې هم جنایات ترسره کړي چې نه یوازې پوښتنه يې نه ده شوې، بلکې پر لوی لاس خوله پرې پټېږي.

«دوستم په دې وروستیو کې په شمال کې هم قومي وژنې پیل کړې او د امریکا په ملاتړ یې د افغانستان په شمال کې ګڼ کسان د طالبانو په نامه ووژل. په رسنیو کې د دوستم دا جنایتونه رسوا شول او د بشري حقونو ځینو بنسټونو هم په دې اړه غبرګون وښود، خو نه حکومت او نه هم د دوستم نړیوالو ملاتړو دغه غږ واورېد.»

ورځپاڼه د دوستم د جناياتو له یادولو وروسته امریکا په افغانستان کې د جنایتکارانو روزونکې او ملاتړې بولې:

«د دوستم دغه وحشت ښيي چې امریکا زموږ لپاره په افغانستان کې څه ډول وحشي او جنایتکاران انسانان ساتلي دي او ملاتړ یې کړی دی. د دوستم په شان نور جنایتکاران هم شته چې مخامخ د امریکا او نورو بهرنیو هېوادونو ملاتړ لري او هره ورځ په افغانستان کې وحشت کوي. »

ياده دې وي عبدالرشيد دوستم په شمالي ولایتونو کې څو ځلې د عملیاتو په نامه ولسي وګړي لوټلي، ځورولي وژلي او د دوی پر وینا پر ناموسونو يې تېري کړي دي، خو افغان حکومت د دې جګړه مار په لنډه اعلامیه کې د پېښې د څېړلو یاده کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د