افغانستان

په افغانستان کې د ممکنه سولي لپاره د پګواش موسسې له لوري وړاندي شوې ۱۹ مادې – بشپړ متن

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): نن ټکی اسیا هغه ۱۹ مادې تر لاسه کړي چې د پګواش موسسې یې په اړه په دې وروستیو کې د افغانستان د سیاسي اړخونو او مخورو شخصیتونو سره بحثونه پیل کړي دي.

د پګواش موسسې جنرال سکرتر پروفیسور پاولو وايي چې دغه ۱۹ مادې یې د افغاني اړخونو تر منځ په تیرو شپږو کانفرانسونو کې د بحثونو څخه ترتیب کړي چې د سولي په موخه د پګواش ادارې له خوا ترتیب شوي. خو ټینګار کوي چې اوس هم نهايي نه دی او لا نور بحثونو او مجلسونو ته اړتیا لري تر څو یې په اړه اجماع را منځته شي.

نوموړي وویل چې د كابل د پروني مجلس په تعقيب د راتلونكي جمعې په ورځ د ختيځو ولايتونو د قومي مشرانو، علماوو، د پارلمان او ولایتی شورا له غړو، ځوانانو او مدنی ټولنو له استازو سره د سولې د ممکنه هوکړه لیک په اړه غیر رسمی مشورتي غونډه هم لرم.

ددغه موسسې یو همکار او د سولي لپاره فعال خلیل الله صافي نن ټکی اسیا ته وویل چې د پګواش په شپږم کانفرانس کې چې تېره ورځ تر سره شو، د ممکنه توافقنامې اکثره مادې د ګډونوالو له خوا ومنل شوې خو دوه داسي مادې وې چې پر سر یې مختلف نظرونه ورکړل شول او د همدې نظرونو پر اساس به په دغه مادو کې نور تعدیل هم راشي.

نوموړي وویل چې لاندي یولس مادې تېره ورځ په اجماع سره ومنل شوې:

١. د طالبانو لپاره د سياسي دفتر پرانستل

٢. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو حذفول

٣. د خارجي قواو تدريجي وتل

٤. په أساسي قانون له سره بيا كتنه

٥. د جنګي او سياسي بنديانو خوشي كول

٦. د شرعي نظام نفاذ

٧. د بشر حقوق، د اسلام د مقدس دين او افغاني دود سره سم د ښځو د حقوقو رعايت

٨. اقتصادي پرمختګ

٩. عالي تحصيلاتو ته لاس رسی

١٠. له ګاونديانو او نړيوالي ټولني سره د متقابل احترام او يو د بل په چارو كي د عدم مداخلت په بنياد حسنه روابط

۱۱. د ملکي تلفاتو د مخنیوی لپاره ګډي هڅي

هغه موارد چې ګډونوالو باندي مختلف نظرونه لرل په لاندي ډول دي:

۱. د اوربند ميكانيزم، تطبيق او نظارت .

۲. د موقتي اداري تشكيل، واكونه او موده.

نن ټکی اسیا ته د پګواش له خوا ترتیب شوي د ممکنه توافقنامې ۱۹ مادې رسیدلي چې د خپلو لوستونکو د لا زیاتو معلوماتو لپاره یې کټ مټ خپروي:

د پګواش اداره:

لومړنی یاددښت: مونږ لاندې ځینې هغه ټکي وړاندې کوو چې د افغانستان د دولت او د طالبانو د خوځښت تر منځ په یوه شوني تړون کې په پام کې نیول کېدلی شي. دغه ټکي ساده او نیمګړي دي او لا زیاتې څرګندونې او په عمومي ډول غځونې ته اړتیا لري. مونږ سپارښتنو، مشاهدو، څرګندونو او د نورو ټکو شمولیت ته ښه راغلاست وایو. مونږ په قوسونو [ ] کې ځینې شوني اضافي/ بدیل ټکي بیانوو. د ځینو احتمالي لانجمنو ستونزو د ښوولو لپاره یاددښتونه زیات شوي دي.

د افغان سولې پروسې د شوني تړون اړونده ځینې ټکي

د افغانستان خلک له ۳۷ کاله جنګ جګړو (او بهرنیو یرغلونو) څخه وروسته د سولې بیا راتلو ته ډېرې هیلې لري. ټول خلک له جنګ څخه ستړي دي. د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ پرلپسې جنګونه به هېڅ یوه پلو ته بامفهومه ”برې“ ور په برخه نه کړي. له همدې امله یوه بیړني جوړجاړي او تړون ته عاجله اړتیا لیدل کیږي څو په پاې کې د افغانستان په ټولو سیمو کې وسلې پر ځمکه کېښودل شي. لاندې ځینې هغه لومړني ټکي وړاندې کیږي چې د دغه راز یوه تړون په تشرېح کولو کې باید په نظر کې ونیول شي.

  1. د تړون د لاسلیک کېدلو پر وخت باید په ټول افغانستان کې اوربند رامنځ ته شي. د تړون په وخت کې باید طالب ځواکونو ته په خپلو ځایونو کې د پاتې کېدلو اجازه ورکړل شي څو بیا پخلاینې لپاره یوه توافق ته سره ورسیږي څنګه چې یې لاندې یادونه شوې ده. د قلمرو د کنترول په اړوند، دوه اصلي لوري (اوسنی افغان دولت او طالبان) د افغانستان د قلمرو په همغږي مدیریت باندې موافقه کوي. د اوسنې دولت او د طالبانو د خوځښت تر منځ د انتقالي حکومت لپاره د وړاندیز په اړه هم باید په مناسبه توګه پوهه ترلاسه شي. په لمړني ممکنه فرصت کې د اور بند تامین د افغانستان د ټولو خلکو مشترکه هیله ده.
  2. د اوربند د تصدیق لپاره باید یو مناسب مېکانېزم رامنځ ته شي. د اوربند په تصدیق کې ځانګړي رول، ځانګړو ملي کمېټو،ولایتی کمیټو او په احتمالي توګه ملګرو ملتونو یا د اسلامی کانفرانس سازمان ته ورکول کېدې شي.
  3. تړون کوونکې دواړه لوري به یو ځاې کار وکړي څو د افغانستان په ټوله خاوره کې د توکو او د خلکو د خوځښت او ګرځېدنې د بشپړې او چټکې ازادۍ ضمانت وکړي.
  4. هغه تور لستونه باید له منځه یوړل شي چې د طالبانو له خوځښت یا له کوم بل سیاسي خوځښت سره د تړاو لرونکو خلکو ګرځېدنه محدودوي..
  5. په هغه صورت کې چې د تړون ټکي په ښه نیت سره پلي شي، د تړون له لاسلیک کېدو څخه وروسته د دریم کال په پاې کې به د بهرنیو پوځي ځواکونو شتون ته د پاې ټکې کېښودل شي. هغه ځواکونو ته به استثنا ورکړل شي چې په افغانستان کې د بېلا بېلو بهرنیو هېوادونو د دیپلوماتیکو ماموریتونو خوندیتوب کوي.
  6. افغانستان به هېڅکله د هغو خلکو کوربه ‌توب ونه کړي چې له کوم بل هېواد، په ځانګړي ډول د مختلفو سیاسي، مذهبي او اقتصادي جوړښتونو درلودونکو هېوادونو سره نړیوال جنګ ته د ودې ورکولو موخه ولري. ټولې خواوې په دي برخه کې د همکارۍ کولو لپاره په بشپړه توګه ژمن دي.
  7. د طالبانو د خوځښت [یا نورو وسلوالو ډلو] جنګیالي، چې اوسمهال بندیان دي، په احتمالي توګه د بښنې د اوسني قانون [او موافقه شوو تعدیلاتو] مطابق باید ازاد شي. په دي بخښنه کې به د ملکي وګړو د نړیوالې وژنې، زبر زنا یا نورو شخصي تاوتریخوالو اړونده قضیې تر پوښښ لاندې ونه نیول شي.
  8. ټول هغه افراد چې له طالبانو سره بندیان دي باید آزاد شي، په هغه صورت کې چې د قتل د جرم، زبرزنا او یا د شخصي تاوتریخوالي د نورو ډولونو مرتکبین شوي وي، باید د محاکمې لپاره د افغانستان دولت ته وسپارل شي.
  9. د تړون دواړه لوري باید د بیان او نظر د ازادۍ تضمین وکړي. هر ملکي وګړې به قانون ته په درناوي د وینا د ازادۍ حق ولري. د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو حقونو بشپړ درناوې باید وشي او دغه درناوې باید د قانون له لوري تضمین شي.
  10. افغانستان یو اسلامي هېواد دي او د افغانستان قوانین دغه اصل ته درناوې کوي. البته له هیچا سره باید د مختلف مذهب یا یوې ځانګړې سیاسي نظریې درلودلو له مخې تبعیض ونه شي او نه سزا ورکړل شي. د اسلام څخه سرغزونې او د ادیانوسپکاوي به اجازه ورنه کړل شي او د اوس په څېر به د سرغړونې په صورت کې مجازات شي.
  11. په اساسی قانون باید له سره بیا کتنه وشي، نوې اساسي قانون به د دي تړون له لاس لیک څخه یو کال وروسته افغان ولس ته د تصویب لپاره وړاندې شي. په بیا کتنه کې باید د تړون د پلي کیدو لپاره ټول اړین مواد او نور هغه مواد شتون ولري چې په احتمالي توګه د افغانستان د سیاسي ډلو او خوځښتونو له لوری یی په ګډه سپارښتنه کیږي. ټاکل شوی اداره ( لویه جرګه) کولې شي د اوسني افغان حکومت او طالبانو له لوري نور ځانګړي وړاندیزونه تصویب او یا رد کړي.
  12. په اساسي قانون کې باید په هر حالت د جنس، نژاد ، مذهبي او سیاسي باورونو څخه په ازاد ډول د ټولو افغانانو پر حقوقو ټینګار وشي، څو خلک د ډېرې لوړې کچې پوهنیز سیستم ته لاسرسې پیدا کړي، (قانوني) اقتصادي فعالیتونو ته وده ورکړي، ټولو دولتي منصبونو ته د رایه ورکولو او رایې اخېستلو، د شخصي ملکیت اړونده یو شان حقونه او همدا راز عدالت، طبیعي زېرمو او روغتیايې خدمتونو ته یو شان لاسرسې ولري.
  13. دواړه لوري موافقه کوي چې افغانستان به د اقتصادي ودې، د طبیعي زېرمو د مدیریت او د چاپېریال او کلتور ساتنې لپاره نړیوالې همکارۍ ته ښه راغلاست وایې. افغانستان به د نړۍ له نورو هیوادونو په ځانګړي ډول له نږدې او لرې ګاونډیانو سره دوستانه او د همکارۍ اړیکي ولري. د هغو بهرنیانو شتون ته به ښه راغلاست وویل شي چې د افغانستان په بیاجوړونه او پرمختګ کې مرسته کوي.
  14. افغانستان ته باید داسی شرایط برابر کړې شي چی په کې ټولو اتباعو ته د ټرانسپورټ، تعلیم ، روغتیا او د نورو خدمتونو په شمول اسنتیاوې برابرې کړې شي، البته دا کار د نړیوالې ټولنې په مرسته شونې دې.
  15. د طالبانو د تحریک جنګیالیو د بیا یو ځاې کېدنې او پخلاینې یوه پروسه باید تعریف شي. د بیا یو ځاې کېدنې په یادولو سره، موږ په ځانګړي ډول له وسلوالو ځواکونو او ملي او ولایتي پولیسو سره په خپله خوښه د پخوانیو جنګیالیو یو ځاې کېدنې ته رجوع کوو.
  16. د ناقانونه نشه یې توکو د کرنې ، پېر او پلور مخنیوې باید وشي.
  17. د تړون له لاسلیک څخه وروسته به په یو مناسب وخت کې عمومي ټولټاکنې (په دواړو ملي او ولایتي کچو) ترسره شي. د ټولټاکنو د پروسې مناسبه څارنه باید وشي. له ټولټاکنو څخه وروسته به د هېواد اداره په بشپړه توګه نوي ټاکل شوي حکومت ته وسپارل شي. ګټونکې ګوند یا د ګوندونو ایتلاف به په اساسي قانون کې د ټاکل شوې مودې لپاره د هېواد چارې اداره کړي.
  18. د هېواد قوانین باید د شریعت له احکامو سره برابر وي. د دغه اصل د پلي کولو لپاره به د انتخاب شوو او بې پرې علماوو د یوې ادارې پنځول اړین وي.
  19. د قدرت د غیر مرکزي کولو د پروسې شونتیا هم باید په پام کې ونیول شي، چې ممکن خلک دا فرصت ولري تر څو منتخب والیان او ولایتی شوراګانې وټاکي او هغوئ د ملي قوانینو مطابق د ولایتي قوانینو د تصویبولو صلاحیت ولري.

کله چې تړون نهایي شي، هغه ټول هېوادونه به د دغه تړون د مادو د درناوي لپاره راوغوښتل شي چې په افغانستان کې ځانګړې علاقه لري او د دغه تړون د بريالي پلې کېدو لپاره به د ښه نیت له مخې او تر خپله وسه همکاري وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

د سولې اطراف هغه دي چې په جګړه یا دښمنی کې سره اطراف وي. طالبان یا د ازادیخواهانو ملي مقاومت د جګړې او سولې یو له اطرافو څخه دی چې واحد مشرتابه او مشخص اهداف لري او اوامر یې د ماتحتو غازیانو او پلویانو لخوا مرئی الاجرا ء دي. د کابل حکومت په هېڅ صورت کې د جګړې او سولې له اطرافو څخه نه شي شمېرل کېدای، په لاندې دلایلو: ۱- د حكومت ټول واک د یرغلګرو هیوادونو په لاس کې دی، په بل عبارت د تصمیم نیولو هیڅ ډول صلاحیت نلري یعنې لاسپوڅي دي، د دوی د تعین، تبدیل… نور لوستل »

غوربندی

پګواش شاید د شل په معنې نه وي خبر خو دا چې تصادفا یې ۱۹ مادې تراشلې دي ښیي چې له بلواکو لاسپوڅو سره په دې وخت ضایع کوونکو ناستو به دا نوولس مادې شل نکړي.

غوربندی

د حل لنډه لار څه ده:

مدني فعالان دې د ټولو په سر کې د خپلو سوله ییزو فعالیتونه ددې پر ځای چې د افغانستان منازعه بین الافغاني انځوروي، له اشغال لاندې امریکایي انځور کړي او بیا له پګواش او ملګرو ملتونو په ملتیا افغاني سګشویان قانع او په یوه خوله امریکایي یرغلګرو ته نه! او له ځنډ، قید او شرط او تدریج پرته د عاجل او سمدستي مسوولانه او ابرومندانه وتلو توصیه وکړي.

په دې سره به لاسپوڅي ددې جوګه شي چې وولس یې د بیا بښلو په اړه عاطفي فکر وکړي.

محمد عبدالله الخراسانی

دا pug wash دی او که pig wash دا نوم څه معنی لری؟
دا نوم یی سه بیډوله غوندی ده که pug wash وی سپی مینځلو ته وایی او که pig wash وی بیا خنزیر مینځلو ته وایی خو خیر په هر صورت چی دا حکمتیار صاحب د تور لیست څخه ووتو کنه

محمد عبدالله الخراسانی

سوله موجود وو او په تور لیست کی هم نه وو چی کله دشیطان دبندګانو سره مو اختلاف راغی او وجنګیدو په تور لیست کی شو تر کلونو کلونو جنګیدلو وروسته همدا به مو ثمره وی چی له صفره بیرته صفر منو. کوم انسانان چی مادی پرمختګ پسی منده وهی:خه توجه وکړی، نه پر مختګ شته او نه ترقی دا توله بربادی ده د ۱۸۰۰ میلادی راپدیخوا چی دکفارو او ددجال دډلو لخوا کوم صنعتی انقلابونه راغلی دی اصلا دا یو دجالی حرکت دی چی تول خلک خطاء ویستی دی د پرمختګ او د ترقی د کاذبو شعارونو تر نوم… نور لوستل »

محمد

د پګواش نوم ډیر مناسب دی ځکه چې دوی هم ، دا ځان خرڅوونکې خنزیران یا سپیان مینځی او داسی یی خلګو ته ښیی چې دوی هیڅ مسئولیت نلری –

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x