افغانستان

یو پولیس له اوه مېله وسلو سره طالبانو ته واوښت

نن ټکی آسیا: په لوېدیځ کې د هرات امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې تېره شپه شاوخوا ۲ بجې د هرات د شپږمې امنیتي حوزې یو پولیس له اوه مېلو او څو ګرځنده تلیفونونو سره طالبانو ته اوښتی.
د هرات د امنیه قوماندانۍ یوې معتبرې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې طالبانو ته تسلیم شوی سرتېری سعید احمد د فیض محمد زوی چې د شپږمې حوزې په پل رنګېنه سیمت کې یې ماموریت ترسره کاوه، په نېمه شپه کې طالبانو ته اوښتی.

د سرچینې په خبره ، نوموړي له ځان سره اوه مېله وسلې، دوه ګرځند ټیلفونونه او یو عراده موټرسایکل هم بیولي.
د هرات د امنیت آمر جنرال عبدالحمید هم طالبانو ته د خپل سرتېري اوښتل ومنل او زیاتوي چې نوموړی د پښتون زرغون ولسوالۍ ته د تګ په نیت له دوی رخصت اخستی.
د جنرال عبدالحمید په وینا ، د پښتون زرغون ولسوالۍ پولیسو ورته نن سهار خبر ورکړی چې نوموړی طالبانو ته تسلیم شوی ،او ډاډ يې ورکړی چې دوی یې د لټون په عملیاتو کې موټرسایکل بېرته لاس ته راوړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x