نړۍ

طالبانو په «حلب» کې د ملکیانو ټولوژنه غندلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سوریه هیواد په حلب ښار کې د ملکي وګړو ټولوژنه غندلې او له ټولو اړخونو څخه یې غوښتنه کړې چې د «ملکي او بې دفاع مسلمانانو ژوند ته هیڅ ډول زیان ونه رسوي او د هغو په وړاندې روان زور زیاتی پای ته ورسوي».

په خبرپاڼه کې د سوریه قضیه د ټولي اسلامي نړۍ لپاره یو امتحان او ازمویښت بلل شوی او د «اسلامي نړی، اسلامي کنفرانس، د اسلامي نړۍ له عالمانو او ټولو ذی دخلو خواوو څخه غوښتنه» شوې چې په حلب کې د روان وضعیت په اړه بې تفاوته پاته نه شي، او «د ښځو، ماشومانو او بې دفاع ولسي خلکو د ځورولو مخه ونیسي».

په خبرپاڼه کې پر ملکي وګړو بمبارۍ او بشري ناورین د هیڅ راز توجیه وړ نه دی بلل شوی، او په «جګړه کې د راګیرو بې دفاع خلکو خصوصأ د هغو ښځو او ماشومانو سره ژوره خواخوږي » ښودل شوې چې تر اوسه کلابنده پاته دي.

باید وویل شې له څو ورځو راهیسي د سوریې نظامي ځواکونه د روسي الوتکو د بمباریو او د ایران شیعه ملیشو په ملاتړ وتوانېدل چې د حلب ښار یو ځل بیا ونیسي او په دغه نړیدلي ښار کې د انتقام په خاطر د ملکي وګړو اعدامونه پيل کړي.

ویل کیږي چې په دې وروستیو څو ورځو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون په زرګونو کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي، او په سلګونو کسان اوس هم تر نړیدلیو ودانیو لاندي ژوندي پاته دي.

په ښار کې هیڅ روغتیايي اسانتیاوي نشته او نه هم د ټپيانو او مړو د انتقال لپاره د بیړنیو مرستیو ټیمونو ته اجازه ورکول کیږي چې خپل کار وکړي.

که څه هم داسي ویل کیږي چې اوربند اعلان شوی خو روسي او دولتي ځواکونو نن یو ځل بیا بمبارۍ کړې وې چې له امله یې بیا هم مرګ ژوبله رامنځته شوې.

تر اوسه د ښار له ختیځي برخي څخه تر ۳۰ زره زیات ملکي وګړي کډوال شوي او ویل کیږي چې تر ۸۰ زره زیات نور کلابنده پاته دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x