policharkhi

د پلچرخي تر ټولو «سپين ږيری او ناروغ بندي» د مرګ پر حال دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): د هيواد په زندانونو کي د بنديانو د ناوړه وضعیت يو ځوروونکی اړخ دادی چي د ټولو بشري حقوقو او انساني خواخوږۍ خلاف لا هم ګڼ شمېر د زیات عمر لرونکي ضعيف کسان بنديان دي .

د غرني ولایت د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي دینارخيل د عبدالکريم زوی چي عمر يې له ۹۰ کلونو اوښتی له څو کلونو راهيسي په پلچرخي زندان کي ساتل کېږي ، نوموړی چي د بندي کېدلو وروسته د څو کلونو راهيسي پرلپسې له سختو ناروغیو کړېږي  چارواکو لخوا له توهين آميزه چلند او نه پاملرني سره مخ دی .

نن ټکي آسيا ته رسېدلي معلومات ښيي چي حاجي دينارخيل د نژدې دريو کلونو راهيسي له سختي عصبي ناروغۍ سره سره د عمر د ډېروالي او ضعف له وجهي د فلج له ناروغۍ هم کړيږي ، د نوموړي د ناروغۍ له سختېدلو سره بندیانو څو ځلي د زندان چارواکو ته خبر ورکړی چي که يې درملنه ونه کړئ د نورو بنديانو په شان به دا بوډا بندي هم خپل ژوند له لاسه ورکړي .

د پلچرخي محبس بنديان وايي چي د دغه سپين ږيري بندي د ناروغۍ په شدت سره شپږ ورځي مخکي چارواکو نوموړی د کابل څلورسوه بستريز روغتون ته انتقال کړی او هلته يې دده جراحي عمليات تر سره کړيدي مګر دوه ورځي مخکي يې زندان ته بیرته پداسي حال کي راوړ چي د بېهوښۍ په حال کي وو او د علميات شويو ځايونو سم پانسمان يې لا هم نه وو ورکړی .

حاجي دينارخيل چي اوسمهال د ډېر عمر او سختي ناروغۍ له امله د مرګ او ژوند پر پوله ولاړ دی په زندان کي د نور وخت تېرولو توان نلري او له خپلو مسلمانو وروڼو هيله لري چي دده په خلاصون کي مرسته وکړي .

دپلچرخي محبس څخه یوه بندي د خپل نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل : «که څه هم اشرف غني د ډېرعمر لرونکو بنديانو د خلاصون ژمنه کړيوه خو هغه خپله ژمنه هیره کړې، خو د افغانستان باحساسه افغانان باید د یو عمر خوړلې بې ګناه معذور افغان د ژوند ژغورلو په لټه شي او خپله ایماني او وجداني وجیبه دي ادا کړي.»

هغه د نوموړي د خلاصون په اړه د مرستي غوښتنه وکړه او پر افغانانو یې غږ وکړې چې د نوموړي د خلاصون لپاره اواز اوچت کړي، هغه وویل «د حاجي دينارخيل دوسیه نمبر : 0427 دی، د پلچرخی محبس ، د ۴ بلاک ، په ۲ منزل کې د خپل ژوند وروستی شیبې شماري».

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد عبدالله الخراسانی
میلمه
محمد عبدالله الخراسانی

د ظلمونو اوج دی