ننګرهار: يو قومندان د خپلې مېرمنې خور تښتولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): د ننګرهار په ښېوه کې د سیمې قومندان خدای رحم د خپلې مېرمنې خور تښتولې ده.

د نجونو پلار نادرخان له طلوع تلویزون سره په خبرو کې پر خپلې بې وسۍ وژړل او په وينا يې هیڅوک يې مرسته نه کوي.

د هغه په خبره خدای رحم چې د بل زورواکي ګل کریم کس دی، ده ورته خپله مشره لور په نکاح ورکړې وه، خو د واده په لومړۍ شپه يې پر هغې د «پېغلتوب د نیستي» تور ولګاوه او پر هماغه شپه يې د ده کشر لور هم یووړله او نکاح يې ورسره وتړله.

د نادرخان کشره لور د سید جمال الدین ښوونځي زده کوونکې او شاوخوا ۱۳ کاله عمر يې درلود، چې نیمه شپه کې يې له کوره په رینجر کې یووړل شوه.

نادرخان؛ د نجونو پلار

د نجونو د پلار په خبره ولایتي اداره او کابل کې يې ګڼې ادارې پخپلو چیغو ستړې کړې دي، خو چا يې غږ نه دی اورېدلی.

د نادرخان له خبرو ښکاري، چې قومندان د هغه مشرې لور ته هم طلاق نه دی ورکړی، دی خپله خبره پرلپسې تکراروي: «کفر کې داسې کار شوی، کافر داسې کار کوي!؟»

د همدې کورنۍ د ښځينه غړو او د سیمې د یو قومې مخور ویډيو هم خواله رسنیو کې خپره شوې، چې پکې د قومندان د چاپې کیسه کوي.

ښځينه وايي چې د دوی له کوره يې نجلۍ پر زور وړې يووړه او د کور نورې ښځينه يې هم نیمې لوڅې کړې، ویښتان يې پرې شکولې او ګرېوانونه يې ور څېرلي دي.

یاده ویډيو کې ښځينه افسوس کوي چې اشرف غني ته يې رایه ورکړې او له هغه يې د حکومت تمه لرله.

دوی ګواښ وکړ چې که يې غږ وانه ورېدل شي، په یوه حکومتي اداره کې به ځانونو ته اور واچوي.

د کورنۍ نارینه وايي چې دوی تر ولایته او امنیه قومندانۍ څو ځلې تللي راغلي دي، خو چا يې غږ نه دی اورېدلی.

نادرخان وايي چې د ننګرهار جنايي مدیر ورته په ډاګه وویل چې غریب سړی یې، پیسې نه لرې په کور کرار کېنه!

یاده دې وي دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې د ولسمشر غني لومړی مرستیال دوستم هم پر یو ازبک قومي مخور د جنسي تېري د هڅې پر تور تازه تورن شوی دی.

تر اوسه د ننګرهار سیمه يیزې ادارې د یادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

ویډيو:

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه
عبدالله

خشونت عليه زنان د ملغون قانون نتجه ده .
د کفري ديموکراسي د تحکيم نتجه ده .
د کفري اشغال نتجه ده .