د روسیې او طالبانو اړیکې د امریکا لپاره ننګوونکی ګواښ

عبدالرحیم (ثاقب) – لیکوال او سیاسي شنونکی

په سیاست کې مواقف د مصالحو تابع وي ،او مصالح بیا د هر چا لپاره د هغوی د لید لوري مطابق خپل خپل تعبیرلري.

په افغانستان کې له تیرو څلورو لسیزو راهیسي د افغان لانجې د ښکیلو لوریو او د هغوي د مُمَوٍلٍینو مصالح او مواقف هم د دوی د تعبیرونو مطابق عیار او تفسیر کیږي.

د شوري اشغال په مهال واشنګټن د کابل د واکمن رژیم خلاف د جهادي ډلو حمایت کاوه ځکه چې مصالح يي ور پوري تړلي وو خو اوس بیا د امریکايي اشغال په مهال قضیه بر عکس ده.

له کله چې په دې وروستیو کې د طالبانو او مسکو ترمنځ د اړیکو خبرې ګرمې شوې امریکا او ناټو یې په اړه اندیښنه ښودلې او په غیر مستقیم ډول یې له طالبانو سره د روسیې اړیکې د افغانستان په داخلي چاروکې د مسکو لاس وهنه بللې.

د مسکو اعتراف:

د افغانستان لپاره د مسکو خاص استازي ضمیر کابلوف او په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیسکی په جلا جلا ډول په خپلو رسمي څرګندونو کې اعلان وکړ چې هیواد یې په افغانستان کې له طالبانو سره سیاسي روابط لري .

په کابل کې د روسیې سفیر له طالبانو څخه د سیاسي حمایت د اعلان د توجیه په خاطر وویل: دا چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د امریکا د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقومندان په توګه اعتراف وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو له منځه وړل ناشونی دی ، په دې سره امریکایان په افغانستان کې د امنیت په ټینګولوکې ناکام او داعش د ټولې سیمې لپاره د یوه تهدید په توګه په سیمه کې دروسیې مصالح ګواښې نو مونږ مجبور یو چې له طالبانو سره د یوه سیاسي ځواک په توګه اد خپلو مشترکو مصالحو د تحقق لپاره اړیکې ولرو.

خو امریکایانو او ناټو دواړو همزمان د مسکو د دغه اعلان په وړاندې توند غبرګون ښکاره کړ، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیکلسون او په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په وروستۍ غونډه کې د ناټو سرمنشي ینس ستولتن‌ برگ له طالبانو څخه د مسکو د حمایت اعلان د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله وګڼله او له هغوي څخه يي وغوښتل چې له دې کاره لاس واخلي.

په کابل کې د روسیې سفیر د امریکا او ناټو په غبرګون کې وویل چې تاسو(امریکایان) په افغانستان کې د امنیت په راوستلو کې ناکام شوي یاستئ ، له طالبانو سره زمونږ روابط په افغانستان کې زمونږد دیپلوماتیکو نمایندګیود امنیت او خوندیتوب په خاطر دي او یواځې مونږ نه ؛ بلکې د امریکا په شمول برتانیا سعودي عربستان، آلمان، ایتالیا، ایران، پاکستان، چین او قطر هم له طالبانوسره سیاسي اړیکې لري.

د مسکو او طالبانو د روابطو تدرج :

د مسکو او طالبانو روابط په ۲۰۰۷ کې پیل او په ۲۰۰۹ کې مسکو ته د طالبانو د یوه دری کسیز پلاوي په ورتلو سره مضبوط شول.

له روسانو سره د یاد طالب پلاوي د مخامخ خبرواترو په ترڅ کې هغه مهال روسي لوري طالبانو ته ویلې وچې زمونږ د تجربې له مخې به امریکایان په افغانستان کې داسې ماتې خوري لکه مونږ( روسانو) چې د تیرې پیړۍ په اتیایمې لسیزې کې وخوړه ، خو هغوی به تر خپلې ناکامي وروسته هڅه وکړي چې په افغانستان کې بی ثباتي رامنځته کړي چې د دې بي ثباتي منفي غیزې به حتما د روسیې تر پولو را رسیږي ، لهذا مونږ مجبور یو له افغانستان سره په پوله خپل مصالح خوندي او د هغوی د خوندیتوب لپاره په یاد هیواد کې له مسلطو لورویو او خپلو ټولو ګاونډیانو سره ښه روابط ولرو.

د وخت حساسیت

اوس مهال په سوریه کې د مسکو لخوا د امریکا په مقابل کې د بشار الاسد د حکومت ملاتړ ښکاره نتیجه ورکړه .

د نړیوالو رسنیو د وروستیو رپوټونو له مخې همدا اوس اوس د بشار الاسد پلوي ځواکونه د روسانود ملاتړ په مټ دې ته نیږدي شوي چې حلب استراتيژیک ښار له خپلو مخالفینو څخه تصفیه کړي، چې په دې سره به د سوریې په پنځه کلنې جګړه کې پوځي معادله په ټولیز ډول د بشار الاسد په ګټه بدله شي.

روسان غواړي له امریکایانو سره د پوځي زور آزموینې عین سیناریو په افغانستان کې هم تکرار کړي چې هرومره به یې نتیجه د روسانو په ګټه او امریکایانو په شکست پایته رسیږي.

اوس مهال په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه او د هغوي په ملاتړ جوړشوی حکومت یوهم د دې جوګه نه دی چې په افغانستان کې جګړې او نا آمنۍ له منځه یوسي، له منځه وړل څه بلکې غواړي نورهم د مختلفو سازشونو په کارولو سره افغانستان نا امنه او بي ثباته کړي.

دغه بي ثباتې په عمدي ډول د افغانستان او د هغه د ګاونډ د نا آرامه کولو په غرض رامنځته کیږي چې منفي اغیزې به یې حتما تر مسکو پوري هم ور رسیږي.

د سیمې د بی ثباتي دا تکتیک امریکایانو په عراق کې له وړاندې تجربه کړی چې د دوي په ګټه يي ښې پایلې لرلې.

په کال ۲۰۱۱م کې له عراق څخه د امریکايي ځواکونو تر عقب نشیني وروسته امریکایانو هلته د مذهبې او قومي اختلافاتو په راپورته کولو سره وکړای شول په عراق کې کورنۍ جګړه پیل کړي.

د داعش د ظهور په شمول په عراق کې ټولې موجودې ستونزې د هغه امریکايي تخریبي پلان محصول دي چې له یاد هیواد څخه یې تر خپل پوځي پرشاتګ وروسته هلته عملي کړ.

مونږ ګورو چې نن د عراق په شمول سوریه، یمن او په مجموع کې ټول منځنی ختیځ د هماغه تخریبي پلان له امله بي ثباته او د نیابتي جګړې ډګر ګرځیدلي.

امریکایان غواړي عین تکتیک د منځنۍ اسیا د بي ثباته کولو لپاره په افغانستان کې هم عملي کړي ، هماغه ده چې روسانو او ایران په سیمه کې د امریکا د پوځي او استخباراتي سیالانو په توګه د واشنګټن دغه عزم درک کړی او د هغه د شنډولو لپاره يي هلې ځلې پیل کړي.

له طالبانو سره د مسکو او تهران نوي علائق هم د دغو هلو ځلو له جملې څخه شمیرل کیږي چې غواړي د طالبانو په حمایت سره امریکايي عزائم په سیمه کې شنډ کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دائيمي غړي په توګه د روسیې لخوا د طالبانو سیاسي حمایت له شکه پرته چې د امریکایانو او ناټو لپاره یو ننګونکی ګواښ تلقي کیږي ؛ ځکه په دې سیاسي حمایت سره روسانو په مستقیم ډول هغه وفاق (نړیواله اجماع) له منځه یو وړه چې امریکایانو د تروریستانو په نوم د طالبانو د ټکولو او له منځه وړلو لپاره جوړه کړې وه، ښايي د وخت په تیریدو سره چین، ایران او ځیني نورهیوادونه هم د روسيي په اقتفاء د طالبانو سیاسي حمایت اعلان او له هغوي سره سري سیاسي روابط برملا کړي.

له طالبانو څخه د روسیې حمایت د لانجې بل اړخ:

که څه هم چې په کابل کې روسي دیپلوماتیک چارواکي له طالبانو سره یواځې پر خپلو سیاسي علائقو اعتراف کوي خو په حقیقت کې سیاسي روابط د هر ډول روابطو او مرستو لپاره مقدمه بلل کیږي.

تیره دوشنبه چې کله مشرانو جرګې په کابل کې د روسیې سفیر له طالبانو سره د اړیکو د اعلان په اړه احضار کړ نوموړی وویل چې مونږ له طالبانو سره پوځي مرستې نه کوو، په افغانستان کې په سلګونوزره پخوانۍ وسله شتون لري ، تاسو که په هرنوع وسلې شک لرئ د هغې نوعیت مونږ ته راوړئ چې مونږ د هغې د تولید او افغانستان ته د رارسیدو په اړه مکمل معلومات درکړو ، نوموړي دا هم وویل چې مونږ د روان کال د فروري د میاشتې په اخیر کې لس زره میله کلاشنکوفونه د افغانستان له ملي اردو سره مرسته وکړه ، که چیري هغه د افغان ځواکونو لخوا په طالبانو پلورل شوې او دهغوی لاسته رسیدلي وي د هغه مسؤلیت مونږ ته نه بلکې خپله افغان چارواکو ته راجع کیږي.

په هرصورت د روسانو او طالبانو ترمنځ نوي اړیکې که له یوې خوا طالبانو ته په سیاسي لحاظ د اهمیت وړ بلل کیږي خو له بلې خوا د فغان قضیې د لا ستونزمن کولو لامل هم ګرځي .

ځکه بهرنی حمایت به افغانستان د بهرنیو قوتونو ترمنځ د سیالۍ په میدان بدلوی چې له امله به افغانستان هم د سوریې، اویمن په شان د سیالو لوریو ترمنځ د جګړو ډګر وي او افغانان به ورکې قرباني کیږي.

له بلې خوا له روسانو سره د طالبانو اړیکې خامخا د ولس په منځ کې د هغوی پر جهادي حیثیت هم اغیز کوي ؛ ځکه ولس روسانو ته د افغان غمیزې د اصلي عاملینو په سترګه ګوري او هغوی د یونیم ملیون افغانانو قاتلین ګڼي.

همدا راز د امریکایانو په خلاف روان مقاومت چې تر اوسه پوري فقط په یوې ملي او افغاني روحیې سره پرمخ بیول کیدو، که اوس چیري روسان وغواړي چې د مقاومت په وروستۍ مرحله کې له دغه مقاومت څخه د امریکایانو خلاف ابزاري استفاده وکړي دا به د دوهم ځل لپاره د دې لامل کیږي چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو شکست به د افغانانو د ولسي مقاومت په ځای د روسانو پوځي حمایت ته منسوبیږي نه د افغان ولس جهادي مقاومت او سرښندتو ته .

خلاصه :

د طالبانو دا شعار او غوښتنه چې امریکايي ځواکونو دې چې هرڅومره ژرممکن وي له افغانستانه ووزي د افغان لانجې تر ټولو غوره ، عاجل او مناسب حل دی ، ځکه څومره چې دا ځوکونه دلته ځنډیږي په هماغه اندازه ورسره سیمه ییز او نړیوال حساسیتونه زیاتیزي او د وضعیت کنټرول د دوی له لاسه نور داسې وزي چې له امله یې افغانستان او سیمه ټوله ور سره بي ثباته کیږي.

په سیاسي لحاظ د روسانو او په مجموع کې نړیوالو لخوا د مقاومت حمایت او په رسمیت پیژندل له شکه پرته چې د مقاومت د بریالیتوب او نړیوال مشروعیت لامل ګرځي ، خو د مقاومت د حمایت په پلمه په افغانستان کې د روسانو او بل هر اجنبي لوري نفوذ د مقاومت د انحراف لامل کیږي او ډیرې نامطلوبه پایلې له ځان سره لري.

طالبان باید د دغه نزاکت په درک کولو سره تر بهرني اړخ په ولسي کچه د مقاومت تقویه کیدو ته متوجه وي ، ځکه تیر ۱۶ کلن بهیر دا ثابته کړه چې که د ټولې نړي پوځي، استخباراتي، مالي او سیاسي ملاتړ هم له چاسره وي ، خو چې ملي او ولسي حمایت ونه لري د هغه سالمه واکمني په افغانستان کې ناشونې ده.

پای

تبصرې (2)

  • د روسي بلاک له پاشل کېدو وروسته په روسیه او شاوخوا جمهوریتونو کې د القاعدې په ادرس جهادي فعالیتونه ډېر د پام وړ وو، خو دا برلاسي ددې پر ځای چې لا قوي او پراخه شي هغه وخت په ټپه ودرېدل چې اشغالګر امریکایان د افغانستان په اشغال کې خپل هدف ته ورسېدل،

  • محترم ثاقب صاحب دروسیی که زوړدغاښودرد پیادوو بیاافغانستان ته نه راځی اوموږته موجوده ددنیا دملکو په زیاته بیادروسیی اوچین حمایت اونژدی والۍ ډیر ضروری دۍ ولی چه دوی اصلی غړی دی اودویټو حق لری ددوی په حمایت امریکا اوناټو مجبوریږی له افغانستانه فوجونه وباسی دبله پلوه ددوی شکست په اوکراین کی هم ددوی دمتحدینو پلمه ده دناټو ټول غړی امریکاپه زور افغانستان ته راوستلی دی دابدماشان دبن ترکمفرانس وروسته امریکاپر ملک وتفل(لکه شمالی ټلواله اودوستم......)دا زموږ لویه کامیابی ده چه داغربی نجسان زموږدملکه ووزی زموږکلتوراودین خرابوی ماامریکااویورپ ډیر ښه لیدلی ۴۰کاله می تګ راتګ او کار کی کړۍ دۍ باور وکه حیوانان ډیر پربهتردی.
    په احترام عبدالواحد اڅګزۍ ۱جدی ۱۳۹۵