ټولنیزه برخه

جنازه ایرلاینز

کله چی موږ د دې دنیا څخه بلی دینا ته روانیږو ، داسی وګڼیً لکه کوم بل هېواد ته چی ځو ، یعنی کوم هېواد او څنګه ؟

هغه چی جزیًیات یې په غولونکو سفری رسالو کی نسته بلکی صرف په قرآن او حدیث کی موندل کیږی .

هغه چی طیاره به یې انډیین اېرلاینز نه وی ، بریټیش اېروېز به نه وی ، او نه به هم ګلف اېر یا امارات وی ، بلکی دا به « اېر جنازه » وی .

هغه چی زموږ د بار او بُنې اجازه به تر ۳۰ کیلو پوری نه وی بلکی صرف زموږ اعمال به وی ، خو مهمه نه ده چی هر څومره وزن هم ولری .

تاسی د اضافه بار لپاره پیسې نه تحویلوﺉ . بلکی هغه بېله پیسو څخه ستاسو د خالق په رضا سره وړیا انتقالیږی .

هغه چی زموږ لباس به د پیری کارډن یا ورته عالی ټوکر څخه نه وی بلکی ساده نخی سپین کفن به وی .

هغه چی زموږ خوش بویی به د چېنل ، پېکو ربان څخه نه وی بلکی کافور یا عطر به وی .

هغه چی زموږ پاسپورټ به هندﺉ ، یا برتانوﺉ ، یا فرانسوﺉ یا امریکایی نه وی بلکی اسلام به وی .

هغه چی زموږ د اوسېدو ویزه به د شپږو میاشتو یا بلی کومی مودې لپاره نه وی بلکی لا اله الا الله به وی .

هغه چی هوایی خدمتګارانی به یې ښځینه نه وی ، بلکی عزرایل او د هغه غوندی به وی .

هغه چی د ټکټ امتیاز او سرویس به یې اوله درجه والا یا ایکونومی نه وی ، بلکی یو معطر یا خورا بد بویه ټوټه ټوکر به وی .

هغه چی زموږ د ورتګ ځای به د هیترو اول نمبر ټرمینل یا د جدې نړیوال ترمینل نه وی ، بلکی وروستی « قبرستان ټرمینل » به وی .

هغه چی زموږ تم ځای به یو په غالیو فرش او اېرکنډیشن اطاق نه وی ، بلکی شپږ فټه ژور تور او تیاره قبر به وی .

هغه چی د امیګریشن آفیسر به یې د علیاحضرتی یا سپینی ماڼۍ او نورو افسران نه وی ، بلکی منکر او نکیر به وی .

هغوی صرف دا چیک کوی چی هغه ځای چی ته یې غواړې ، د هغه مستحق یې که یا .

هغه چی د ګمرک د افسرانو یا پلټونکو شتون ته اړتیا نسته .

هغه چی ترانزیټ توقف یې برزخ دی .

هغه چی زموږ د سفر آخری منزل به هغه باغ وی چی تر لاندی یې ویالې بهیږی او یا به هم له اوره ډک دوږخ وی .

دغه سفر په پیسو نه بلکی وړیا دی ، نو ځکه تاسو هیڅ مصرف نه لرﺉ .

دغه پرواز قطعأ نه یرغمل کیږی ، نو ځکه د تروریسټانو له درکه هیڅ تشویش مه لرﺉ .

په دغه پرواز کی به خواړه درنکړل سی ، نو ځکه دا تشویش مه کوﺉ چی هغه به حساسیت ولری یا به حلال وی که یا .

د پښو غځولو لپاره تشویش مه کوﺉ ؛ تاسو هغه ته ځکه اړتیا نلرﺉ چی ستاسو پښې به هماغه پخوانۍ پښې نه وی .

د الوتنی د ځنډېدو تشویش مه کوﺉ . دغه پرواز تل پر خپل وخت کیږی . هغه پر ټاکلې وخت له دې ځایه روانیږی او پر ټاکلی وخت هلته رسیږی .

د الوتنی پر مهال د داخلی ساعت تیري په هکله ځکه تشویش مه کوﺉ چی د خوند اخیستلو ټول حواس به مو له لاسه ورکړي وی .

د دې سفر د بوکینګ ( یا ریزرویشن ) په باره کی ځکه تشویش مه کوﺉ چی هغه له مخکی څخه لا یعنی له هغه وخت راهیسی ټاکل سوی دی چی تاسو د مور په رحم کی په هماغه اوله ورځ د جنین په حال کی واست .

آها ! په دې باره کی هم تشویش مه کوﺉ چی څوک به مو څنګ ته ناست وی . بلکی تاسی به په شانداره توګه په همدې پرواز کی یوازی یاست . نو ځکه چی وس مو وی هغومره خوند ځنی واخلیً . یعنی څومره چی کولای سیً !

یو وروستی خنډ لا هم دا چی : دغه سفر بیله کوم خبر څخه یو دم رارسیږی . نو آیا ورته آماده یاست ؟ که ځواب منفی وی نو ژر به پښیمانه سیً او که مثبت وی نو ښه چمتوینه درته غواړم !

منبع : د لیکوال اثر : ( اخلاقی کنایې ـ لومړی ټوک ؛ ۲۰۱۲ ) ؛ ۱۸۰ ـ ۱۸۲ مخونه .

لیکوال : نثار احمد صمد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x