دعثماني خلافت فوځيان

کله چې امریکا اړ شو، اسلامي خلافت ته جزیه ورکړي‎ – دریمه برخه

ژباړه : ذبیح الله شینواری

رچرډ ډل په ډېره بیړه خپلې کورنۍ سره مخه ښه وکړه، او د خپل هدف په لور وخوځېده. په ۱۸۰۱ کې یوسف پاشا له امریکا جزیې وغوښته، خو د وخت ولس مشر په خپل بحري ځواک ډېر ناز وو، هغه انکار وکړ؛ یوسف پاشا يو تکړه او زړور واکمن وو، هغه امریکایانو د دې ژمنې خلاف کار او سپکاوي سزا ورکولو هوډ وکړ هغه په ۱۴ مئ ۱۸۰۱ کې خپل فوځ ته امر وکړ، چې په طرابلس کې مېشت د امریکا سفیر بې عزته کړي، او له لیبیا یې وباسي، سر بېره د دې، په امریکایي سفارت لږېدلی بېرغ لرګی هم مات کړي، او بېرغ ته اور واچوي.

د امریکا ولس مشر یوه امریکایي بېړۍ منځني بحر په لور روانه کړه، چې د طرابلس واکمن یوسف پاشا ته د امریکا سپکاوی کولو سزا ورکړي. امریکایي سفیر یوسف پاشا سره لیدل وکړل، او د امریکایي قوم سپکاوي په هکله یې لاریون وکړ، خو د د لاریون رد کړی شو.

یوسف پاشا ورته وویل: مونږ له امریکایي قوم سره په سوله کولو، له نورو نه خورا خوښ یو خو زمونږ بحري او وچې چوپړ(خدمت) ته په کتو ټوله نړۍ مونږ ته جزیه راکوي، ستا قوم به یې هم راکوي. د امریکا بېرغ سوزول د امریکا سفیر په زړه لکه تندر چې راوغورځي.

کله چې د یوسف پاشا امر چې نوموړی سفیر دې،له دې ځایه لاړ شي، ورسېده غاښونو چچلو سره یې هغه تړون وشلاوه، چې په ۱۷۹۶ کې د لیبیا حکومت سره شوی وو. دا د امن او ملګرتیا پای اعلان وو. تر ماښامه په کوڅو او بازارو کې غوغا جوړه شوه، چې امریکایانو سره به جهاد کېږي، ټول خلک دې ځانونه چمتو کړي. امریکایي سفیر لس ورځو کې خپلې کورنۍ سره طرابلس پرېښود.

رچرډ ډل! چې کله خبر شو نو په ډېره بیړه یې د جنګ کولو چارې پیل کړې، هغه داسې ګمان کاوه، چې دومره لنډ وخت کې به حالات دومره خراب شي، او خبره به جنګ ته ورسېږي هغه خپل بحري ځواک ته خبر ورکړ، چې په منځني بحر کې شته لیبایي کښتیو ته دې اور واچوي یادې غرقې کړي. هغوئ ته دې داسې سبق ورکړي، چې بیا د امریکا سره جنګ کولو فکر هم اونه کړي.

دلته یوسف پاشا اېډ مرل رائس بېړۍ سره بحر ته واستوه، چې امریکایي جنګي کښتیو مالومات دې وکړي، او بیا دې هغه له منځه یوسي، او په هغوئ دې برلاسي ترلاسه کړي چې د امریکا حکومت اړ شي، او جزیه ورکولو ته چمتو شي.

د دواړو ځواکونو بحري جنګ پیل شو، خو ډېر ژر امریکا د ماتې سره مخ شوه، مسلمانانو فوځیانو امریکایي بېړۍ(فلاډلفیا) چې د هغوئ تر ټولو ستره بېړۍ وه برلاسي شول، په دې بېړۍ کې پرته څلور څلوېښت کسانو څلور سوه یو امریکایي فوځیان ونیول شول، دا بحري فوځ بیا وروسته(مېرېنز) ونومول شوه. اوس هم امریکایي مېرېنز په ټوله نړۍ کې په بحرې کښتیو کې ګرځي.

د عثماني خلافت امیر البحر اېډ مرل رائس مراد د دې فوځي مشرتابه په غاړه اخستې وه. کله چې اونه شوه کړای خپله بېړۍ فلاډلفیا له مسلمانانو آزاده کړي، نو وروسته یې بیا خپل جاسوسانو په مرسته هغې ته اور واچوه، چې د مسلمانانو مالې غنیمت نه شي. خو بیا هم مسلمانانو له دې بېړۍ څخه ډېر قیمتي لرګي ترلاسه کړ، او هغه یې په الحمر اپیلس باندې واچول، چې تراوسه همدلته کارول کېږي. امریکایانو ماته ونه منله؛ د ماتې وروسته امریکا ولس مشر جېفرنس په تیونس کې امریکا سفیر ولیم اېټن په مرسته، د یوسف پاشا او په مصر کې مېشت د هغه ورور احمد پاشا تر منځ اختلافاتو او بدګمانیو اور ته لمن ووهله. امریکایانو احمد پاشا ته پېسې هم واستولې، او له امریکا یې ځانګړې ډالۍ او ورسره ښکلې،ښکلې انجونې هم مصر ته ستنې کړې. هغوئ احمد پاشا ته وویل: که تاسو مونږ سره ملګرتیا وکړئ، او د طرابلس واکمن ته ماته ورکړئ، نو د طرابلس واکمني هم تاسو ته سپارو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د