دلیکوال بریایان ټریسي «د کاروبار ځواک» کتاب پښتو ژباړه چاپ شوه

خبرتیا

«د کاروبار ځواک» کتاب چې مشهور او پیاوړي لیکوال برایان ټریسي لیکلی او حامدالله ستون پښتو ژبې ته ژباړلی دی، د اکسوس کتاب پلورنځي له خوا چاپ شو.

یاد کتاب د سوداګرۍ په اړه یو مهم کتاب دی، چې په شرکتونو او کمپنیو کې د نوښت او پرمختګ د تګلارو د رامنځ ته کولو لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کېدای شي.

«د کاروبار ځواک» کتاب د قوي محتوا له مخې د ډېری شرکتونو او کاروباریانو لپاره د بریالیتوب او پرمختګ په برخه کې تر ټولو مهم او لوی عامل ګڼل کېدای شي.

«د کاروبار ځواک» کتاب کولای شئ په کابل او نورو ولایتونو کې له مشهورو کتاب پلورنځیو څخه تر لاسه کړئ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د