دیني، سیرت او تاریخ

انسان تر ټولو کائیناتو ښکلی دی

سید سعید

الله تعالی دخپل معجز کلام قران عظیم الشان د تین سورة په څلورم نمبر ایت کي فرمایې چي: « لقد خلقنا الانسان في احسن تقویم» بیشکه موږ انسان په ډیره ښایسته بڼه او حلیه پنځولی دی، الله جل جلاله د فطرت، بدن او شکل په لحاظ انسان تر ټولو مخلوقاتو غوره او ښکلی پیدا کړی دی.

ابن عربي رحمه الله وایې داچي په ټولو مخلوقاتو کي تر انسان ښکلی موجود نشته، لامل یې دادی چي الله عزوجل انسان ته د ژوند ترڅنګ د علم، تکلم، تدبر، قدرت او حکمت صفتونه هم ورکړي دي، همدا د الله تعالی صفتونه دي چي انسان ته یې هم څه حصه ترې ورکړې ده، له همدې امله انسان ته اشرف المخلوقات ویل کیږي، ځکه دغه صفات په نورو مخلوقاتو کي نشته.

د یو عالم په دې مقوله کي هم چي فرمایې :«ان الله خلق آدم علی صورته» انسان ته دالله تعالی د ځینو صفتونو ورکړه مراد ده، نه صورت ځکه الله تعالی د صورت څخه منزه دی، ځینو علماوو پورته ذکر شوې مقولې ته حدیث ویلی، خو مشهور اومقبول تفسیر معارف القران ددې خبري تردید کړی او دا مقوله یې د یو عالم یاحکیم قول بللی دی.

علامه قرطبي دتین سورة د همدې پورته ذکر شوي ایت په تفسیر کي یوه کیسه لیکلې ده، علامه قرطبي لیکي چي: عیسی بن موسی هاشمي د خلیفه ابو جعفر منصور ډير نژدې ملګری و، نوموړي د خپلي ښځي سره ډيره مینه درلوده، یوه شپه یې چي سپوږمۍ دخپلي ښکلا په وړانګو مځکه نوره هم ښایسته کړې وه، خپلي محبوبي ښځي ته وویل: که ته ترسپوږمۍ زیاته ښکلې نه یې نو پر ما باندي طلاقه یې، ددې خبري په اوریدو ښځه ولاړه شوه، پرده یې وکړه او عیسی بن موسی ته یې ویل: ستا په همدې خبره زه طلاقه شوم، ځکه زه خو تر سپوږمۍ ښایسته نه یم.

عیسی بن موسی هاشمي ټوله شپه په حسرت او پریشانۍ کي تیره کړه، سهار چي خلیفه ته راغلی دتیري شپې کیسه یې ورته بیان کړه، خلیفه د ښار فقهاء را ټول کړل او همدا مسله یې ورته وړاندي کړه، ټولو فقهاء وویل چي طلاق واقع شوی دی، ځکه ترسپوږمۍ ښکلي کیدل خو امکان نه لري.

په دې مجلس کي یو عالم چي دامام ابو حنیفه رحمه الله شاګرد ؤ، خاموش ناست ؤ، خلیفه د مسلې په اړه نظر ترې وغوښت، عالم سورة تین تلاوت کړ، ویې ویل چي الله تعالی فرمایې موږ انسان تر ټولو ښکلی پیدا کړی دی، یعني تر لمر او سپوږمۍ هم ښکلی، نو عیسی بن موسی چي خپلي ښځي ته کومه خبره کړې، طلاق نه پرې واقع کیږي، ځکه انسان تر سپوږمۍ او . . . . . ښکلی دی، په مجلس کي ناست نور علماء کرام دهمدې عالم استدلال ته حیران شول او سکوت یې غوره کړ، خلیفه حکم وکړ چي طلاق نه دی رامنځته شوی، ځکه الله تعالی ویلي چي انسان یې تر ټولو مخلوقاتو ښایسته پیدا کړی دی.

انسان د ظاهري اوباطني ښکلي جوړښت، جمالیاتو او نادره کمالاتو سربیره نور هم ډير امتیازات لري. الله جل جلاله خپل استازی ټاکلی او په مځکه کي یې خلیفه ګرځولی دی. د ډير تاسف ځای دی چي د بني نوع اکثریت وخت ناوخت د خپل خالق د ریښتونو استازو مخالف کړی او دحق په وړاندي یې د باطل جبهه پرانیستلې ده.

انسان د الله تعالی د بې شمېره نعمتونو او امتیازونو سره سره ډیر ناشکره او نافرمانه مخلوق دی، ځکه انسان دی چي دخپل خالق او منعم حقیقي په وړاندي یې بغاوت کړی دی، اوامر یې نه مني او له نواهیو څخه یې ځان نه ساتي، د یو کمزوري مخلوق په توګه یې چي دالله جل جلاله له ارادې پرته یې هیڅ هم له وسه پوره نه دي، د(انا ربکم الاعلی) لویه دعوه کړې ده.

انسان شپه او ورځ ویني چي تر لاس لاندي حیوانات یې خدمت کوي، کوم کار ته چي یې سوقوي هغه کوي او په کومه لاره چي یې رهي کوي په هماغه ورسره ځي، انسان حیوان ته څه ورکړي؟، فقط هغه خوراکي توکي ورته برابروي، چي نه انسان پیداکړي دي او نه یې هم بېله خدمت او کار کولو څخه ورکوي، خو حیوان دهمدغه کمزوري خاوند( انسان) په چوپړ کي شپه او ورځ لګیا وي.

ډير افسوس د اشرف المخلوقات پر حال چي دخپل مالک او څښتن څخه سرکشي کوي، هغه خالق او مالک چي انسان یې پیدا کړی، نور مخلوقات یې دانسان خدمت ته استخدام کړي، دخوراک او څښاک اسباب او مواد یې مفت ورته برابر کړي او تر ټولو مخلوقاتو یې په احسنه بڼه او ښکلی صورت پیدا کړی دی. انسان ته په کار ده چي تر خپل لاس لاندي حیوان داطاعت څخه عبرت او درس واخلي، دخپل مالک جل جلاله د نعمتونو شکر اداء کړي، د اوامرو اطاعت یې وکړي او د تسلیم سر ورته پر مځکه کښیږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

سعید صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنۍ ډیره ښکلی لیکنه او ډیره جالبه موضع باندی مو بحث کړی مننه کوم ، په ځینو ټکو کی ورسره توافق نه لرم او هغه داچه : لمړی : تاسی لیکلی چه ( انسان تر کایناتو ښکلی دی ) په کایناتو کی ډیر کوچنی شیان لکه وایروس او بکتریا او یا ډیر لوی شیان چه لمر، سپومی ، او په میلونو نور ستوری او موجودات دی، د هر خصلت مقایسه د هماغه ورته خصلت یا هم جنس سره کیږی د انسان مقایسه له ستوری یا لمر سره چه هغوی غیر ژوندی شیان دی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx