د حلب په تخریب کې … ایران لومړنی مسؤول دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۵مه، ۱۳۹۵ل): وروسته تر هغه چې د سوریې نظامي ځواک وتوانېد چې تر بشپړ تخریب او په زرګونو کسانو وژلو او لکونو کسانو بې کوره کولو سره یو ځل بیا د حلب ښار تر خپل ولکې لاندي راولي، د ایران په پلازمینه طهران کې د حکومت چارواکو یو بل ته مبارکیاني ورکولې او د خوښۍ مراسم یې لمانځل.

حلب ښار ختیځه برخه له کال ۲۰۱۲ څخه د بشار الاسد د مخالفینو په لاس کې وه، که څه هم پر ښار باندي په مسلسله توګه بمبارۍ رواني وې او په اطرافو کې جګړې وې خو بیا هم اوسیدونکي ورسره عادي شوې وه او ژوند په کښي روان وو، خو د تېري میلادي میاشتي نومبر پر ۱۵ نیټې حکومتي ځواکونو د ایراني او لبناني شیعه ملیشو په ملاتړ د حلب ښار پر ختیځه برید پیل کړ.

په دغه برید کې حکومتي او روسي ځواکونو په لویه کچه بمبار وکړ، چې له امله یې مخالفینو (چې د همدې ښار ملکي اوسیدونکي دي) ونه شو کړای چې په خپلو سپکو وسلو مقاومت وکړي.

ویل کیږي چې په دغه جګړه کې تر اوسه ۴۶۵ کسان وژل شوي چې د هغو څخه ۶۲ ماشومان او اقلا ۳۷ ښځي دي، په لسګونو زره کسان کډه شوي او په لسګونو زره په تخریب شویو ودانیو کې کلابنده پاته دي.

دا ښار چې د سوریې اقتصادي او صنعتي ښار او د سوریې د حکومت او ولس د عایداتو مرکز بلل کیدی، اوس د نړیدلیو ودانیو او په نس خوار خلکو یوه خرابه ګرځېدلې چې په سلګونو او زرګونو کسان یې یوازي په څو ورځو کې د روسي، ایراني او شیعه ملیشو په ملاتړ خپل ژوند او راتلونکی له لاسه ورکړی.

په تېرو درو ورځو کې چې کوم انتقامي پيښي رامنځته شوې، اعدامونه شوي او بمباری شوي، ایران یې د ځان او خپلو شیعه ملیشو لپاره فتح او د خوښي مناسبت بولي، ځکه چې پر ځمکه د دولتي ځواکونو تر څنګ ددوی انقلابي ځواک، د لبنان شیعه ډله حزب الله، د عراق شیعه ملیشې «حرکة النجباء» او د افغانستان او پاکستان «فاطمیون» شیعه ملیشې جنګېدلې.

حلب چې اوس د خپلو اوسیدونکی څخه فارغه شوی، د ایران د وزیر دفاع «حسین دهقان» په اصطلاح اوس «ازاد» شو، بل خوا د ایراني دیني مرجع «علي خامنئي» پوځي سلاکار وویل: «اوس نو ایران په سیمه کې لومړی قوت شو».

د ایران «اسنا» اژانس وویل چې د دغه هیواد دفاع وزیر «دهقان» د سوریې دفاع وزیر ته تلیفون وکړ او پر وروستیو فتوحاتو یې ورته تبریک ووایه او داچي د حلب ښار یې د تروریستانو او تکفیریانو څخه وژغوره.

د ایران د پارلمان رئیس «علي لاریجاني» د ښار تخریب او له خلکو خالي کولو په خوشحالي کې وویل چې امریکایانو او برتانویانو ته یې شکست ورکړ.

د خامنئي مستشار وویل: « ایران په سیمه کې لومړنی قوت دی».

او زیاته یې کړه « د ایران، روسیې، سوریې او حزب الله اتحاد وتوانېد چې د حلب ښار ونیسي، او ډېر ژر به موصل ښار هم ونیسي. زمونږ اتحاد د پرمختګ په حال کې دی، چې له امله به یې په سیمه کې د ایران سیاسي وزن زیات شي».

په داسي حال کې چې نړۍ د حلب بې وسه او مظلوم ولس د ښځو او ماشومانو زورونکي عکسونه لاس پر لاس کوي. خو د ایران په پلازمینه طهران کې لوی بینرونه لګېدلی چې د انقلابي ځواک له لوري باندي لیکل شوي: «د امریکا پر خلاف مبارزې نتیجه ورکړه… حلب فتح سو».

ایران او انقلابي ځواک یې هېره وي چې د عراق په موصل ښار کې ددوی ملیشې بیا تر امریکايي الوتکو لاندي د ښار د نیولو په لټه کې دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندی
میلمه
غوربندی

زما لپاره د پام وړ او تعجب ځای دادی چې د شام په لانجمن بحران او د سنیانو د قتل عام په دسیسه کې هیڅ لیکوال د داعشیانو تر ټولو اساسي رول ته اشاره قدرې هم نکوي.

زما له نظره د شام د عاموژنو لومړی درجه مسوولیت داعشیانو ته متوجه دی چی په خپلو ساختګي دستوری او بافتګي شعارونو او قلابی جهادی حرکت سره یې عام سنیان نیم په خپله او نیم نور د روسیی او امریکایانو بمونو ته وتړل.