ورزش

د آسیا د ۱۹ کلنو کرکټ اتلولۍ لوبې: افغانستان د سریلنکا لوبډلې ته ماتې ورکړه.

 

د آسیا د ۱۹ کلنو کرکټ اتلولۍ لوبو کې د افغانستان کرکټ لوبډلې ۱۹ کلنو لوبغاړو د سريلنکا لوبډلې ته ماتې ورکړه. په پیل کې پچه سریلنکا وګټله او په ۵۰ اورونو کې يې افغانستان ته يې ۱۹۲ منډې هدف وټاکه.

د سريلنکا له لورې هاشن ډومینډو وځلېد، نوموړی ټولې ۶۱ منډې جوړې کړې. نوموړی د ضیاء الرحمن (سپینر بالر) په بال وسوځېد. له دې وروسته د سريلینکا لوبډله د ضیاء الرحمن د بالینګ (توپ اچونې) تر تاثیر لاندې راغله او یو پسې بل لوبغاړي يې وسوځېدل.
افغانستان ټاکلی هدف په ۴۷ اورونو او ۳ بالونو د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه (بالینګ) کې ضیاء الرحمن شه وځلېده ، نوموړي د ۱۰ اورونو په کولو سره د سريلنکا ۵ لوبغاړي وسوځول.
په بیټنګ کې شاهدالله او یونس احمدزی ښه وځلېدل نوموړو ۴۷ او ۳۶ منډې جوړې کړې.
یاده دې وي چې نن بنګلادیش لوبډلې مالیزیا ته او پاکستان، نیپال لوبډلې ته ماتې ورکړه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x